خبرونه
د سالنګونو اصلي مسیر د سې شنبې په ورځ پرانیستل کېږي
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي:
«لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. د سې شنبې په ورځ د مرغومي/ جدي پر څلورمه بارړونکي موټرونه له شمال څخه جنوب ته د حرکت اجازه لري.»
د طالبانو ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، چې پر دغه لار د سفر پر مهال د وسایطو زنځیر، تودې جامې، د ژمي توکي او نور ضرور وسایل له ځان سره ولري.
د سالنګ لویه لار هر کال د اورښتونو او توفانونو له کبله د موټرو پرمخ د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونیسف د ګېټس له بنسټه د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د یونیسف استازي د ګېټس بنسټ له چارواکو سره کتلي دي او له افغانانو سره یې د دې بنسټ د مرستو په تړاو خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویالي د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې دا لیدنه کتنه ګټوره بللې ده، خو نور جزییات یې نه دې ورکړي چې د دې بنسټ چارواکو څه نوې ژمنې ورسره کړې دي.
د ګېټس بنسټ د امریکا د مشهور میلیارډر بیل ګیټس دی چې په نړۍ کې تر ډیره په روغتیایي او غذایي برخه کې له بې وزلو سره مرستې کوي.
د یونیسف استازي زیاته کړه چې له افغانانو سره د روغتیا، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو په برخو کې د دې بنسټ مننه کوي.
مارکو روبیو د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په واشنګتن کې لیدلي.
مارکو روبیو په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ډار سره په لیدنه کې یې د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې.
هغه زیاته کړې چې دواړو د امریکا او پاکستان د ښه امنیت او سوکالۍ لپاره د رغنده ملګرتیا په غښتلي کولو سلا وکړه.
اخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې چې وسله والې ډلې له افغان خاورې پر دوی بریدونه کوي.
په بیان کې زیاته شوې چې ډار د روانو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد بیا پرون په مسکو کې د یوه نړیوال امنیتي کنفرانس په ترڅ کې ځینې لوري تورن کړل چې هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي او خپلې امنیتي ستونزې پرې وتپي.
طالبانو مخکې هم په وار وار رد کړې چې له افغان خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد وسله والې ډلې فعالیت کوي.
په لغمان کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي
په لغمان ولایت کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازي په خپله فیسبوک پاڼه دا خبره کړې.
له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو لارۍ اوښتې او پکې ناستو کسانو ته یې دا مرګژوبله اړولې.
دا پېښه د لغمان د قرغیو په سرخکانو سیمه کې د کابل - جلال اباد لویې لارې په سر شوې.
د لغمان د والي ویاند د پېښې څو ویډیوګانې هم خپرې کړي او وايي چې ډېره مرګژوبله ماشومانو او ښځو ته رسېدلې.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جمعې په ورځ مالدیف ته ولاړ
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په څلور اړخیزو لوبو کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ مالدیف ته ولاړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان ټیم به په دغو سیالیو کې د کوربه هیواد ، پاکستان او بنګله دیش د ټیمونو په وړاندې لوبې وکړي.
دغه لوبې دغبرګولي له ۱۱ تر۲۰ ترسره کیږي.
بلخوا د افغانستان له شلو کلونو د کم عمر ځوانانو د فوټبال ټیم د اسیاد ۲۰۲۷ کال د جام په مقدماتي لوبو کې برخه اخلي.
افغانستان په (D) ګروپ کې دی او سیالۍ یې داګست له ۲۶ د سپتمبر تر۶ بحرین کې ترسره کیږي.
ایران د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې وايي چې هوکړه تراوسه نهايی شوې نه ده
د ایران بهرنیو چارو وزارت دمتحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې وویل چې ددواړو هیوادونو ترمینځ هوکړه تراوسه نهايی شوې نه ده.
خو د وزارت ویاند اسماعیل بقايی د جمعې په ورځ دا هم وویل چې د پیغامونو تبادله دوام لري.
ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي وو چې د جګړې د پایته رسولو هوکړه باید د هرمز تنګي پرانیستلو اود اټومي زیرمو له مینځه وړلو ته شامله وي.
خو دایراني رسنیو د رپوټونو په اساس ښاغلي بقايي د هرمز تنګې په هکله چې دایران او عمان په اوبو کې دی وویل چې دغه دواړه هیوادونه باید داسې لارې چارې غوره کړې چې هم یې خپلې ګټې او امنیت وساتل شي او هم نړیوالې ټولنې ته د بیړۍ چلولو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
بقايي ویلي چې هرمز تنګی د ایران او عمان دی.
دامریکا ولسشمر او ددغه هیواد د خزانه داري وزیر په دې وروستیو کې عمان ته ګواښ وکړ چې د هرمز تنګي د کنټرول او ورڅخه د تیریدونکو بیړیو نه د مالیې اخیستو هڅه دې نه کوي.
لدې مخکې یوې ایرانۍ سرچینې هم رویترز خبري اژانس ته ویلي وو چې دتهران او واشنګټن ترمینځ یو تفاهم شوی خو نهايي شوی نه دی او هوکړه د اټومي موادو له مینځه وړلو ته نه شاملیږي.
ډنمارک وايي ایران په ترهه ګریزو ګواښونو کې ډیر رول لري
د ډنمارک استخباراتو د جمعې په ورځ وویل د نړیوالو تحولاتو ارزیابي یې چه ترسره کړې، تهران په دغه هیواد کې ترهه ګریزو ګواښونو کې ډیر رول لري.
د استخباراتو مشر فین بورخ اندرسن وايي چې ددغو ګواښونو ماهیت په دې وروستیو کلونو کې بدل شوی دی.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیرکال دولتي عاملانو په ترهه ګریزو ګواښونو کې ډیر رول درلوده او دا خبره په ځانګړي ډول د ایران په اړه صدق کوي چې اسرائیلی او یهودي منافعو اواروپا او ډنمارک کې دایران درژیم مخالفینوته ګواښونه جوړوي.
دغه راز د ډنمارک د ګاونډي هیواد ،سویډن ، امنیتي ادارې هم ایران تورن کړ چې د اسرائيلي منافعو پر ضد د زورزیاتي ډکو اعمالو لپاره په دغه هیواد کې د جنایتکارو ډلو څخه کار اخلي خو تهران دا تور رد کړی دی.
د ډنمارک داستخباراتو او امنیت اداره وايی په وروستیو کلونو کې دایران، امریکا او اسرائیلو ترمینځ د کړکیچ زیاتوالي او په ځانګړې توګه دتیرکال دکب په نهمه په ایران باندې دامریکا او اسرائیلو بریدونو د لویدیځو هیوادونو په وړاندې ګواښونو باندې اغیز کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت: اوس ددې وخت رارسیدلی چې طالبان د خلکو دروغتیا او هوساینې زیاته پاملرنه وکړي
امریکا د نړیوال خوراکي پروګرام څرګندونو ته غبرګون کې وايي اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې طالبان د خلکو روغتیا او هوساینې زیاته پاملرنه وکړي. افغانستان کې دطالبانو حکومت تراوسه د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت ددغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دامریکا بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ راډیو ته ویلي : " څه دپاسه څلور کاله کیږي چې طالبان په واک کې دی او اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې طالبان د خلکو د روغتیا او سوکالۍ د ملاتړ لپاره رغوونکی رول ولري. "
دامریکا بهرنیو چارو وزارت وايی د ولسمشر دونالد ټرمپ په امر ټولې هغه مرستې چې امکان لري د طالبانو لاس ته ورشي ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام په دې وروستیو کې وویل چې وروسته لدې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ لارې وتړل شوې دغه سازمان افغانستان ته د مرستو د واردولو لپاره د متحدو عربي اماراتو او ایران بندرونو ته مخه کړه چې هغه هم په ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له امله اوس له بندیزونو سره مخ دي او افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته کوچنیانو او میندو لپاره د مرستندویو خوړو زیرمې مخ په ختمیدو دي.
افغان سوداګر له ازبکستانه دوا واردوي
افغان سوداګرو د ازبکستان د دوا جوړولو له پنځو شرکتونو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن وویل چې د دې تړونونو له عملي کیدو سره به د افغانستان د دوا تر پنځه ویشت فیصده پورې اړتیا پوره شي.
افغانستان تر ډيره دارو درمل له بهره واردوي او د پروسږکال اکتوبر میاشتې راوروسته چې له پاکستان سره تجارتي لارې بندې شوې دي، د وارداتو اړتیا زیاته شوې ده.
ناټو: د روسیې چلند په یوه خطر بدل شوی
د ناټو عمومي منشي نن وویل چې د روسیې بې پروا چلند د ټولو لپاره خطر دی.
مارک روټه نن وروسته تر دې دا خبره وکړه چې له اوکراین سره نژدې د رومانیا پر یوه ښار تیره شپه د روسیې له لورې یو ډرون ولګید.
مارک روټه څرګنده کړه چې ناټو د خپلو متحدینو د خاورې د هر اینچ دفاع ته چمتو ده.
تر دې څرګندونو مخکې د رومانیا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره شپه د روسیې یو ډرون د دانیوب سیند پر غاړه د ګالاټي په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ ولګېد.
د رومانیا د چارواکو په وینا دا ودانۍ له خلکو تشه شوې ده او لږ تر لږه دوه تنه برسیرن ټپيان شوې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر: له ایران سره هوکړې ته نژدې شوي یوو
د امریکا مرستیال ولسمشر وايي چې واشنګټن تر اوسه له ایران سره وروستۍ موافقې ته نه دي رسیدلي، خو دواړه خواوې ورته نژدې دي.
جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
« زه دا تضمین نشم کولی چې موږ به یوې موافقې ته ورسیږو، خو زه اوس مهال مثبت احساس کوم»
د هغو سرچینو په وینا چې له اکسیوس او رویټرز سره یې خبرې کړې، متحده ایالات او ایران د پنجشنبې په ورځ یوې موافقې ته ورسیدل چې اوربند وغځوي او په هرمز تنګي کې د بار وړلو محدودیتونه لرې کړي.
ښاغلي ونس وویل چې له تهران سره په خبرو اترو کې د اختلاف څو ټکي وو چې په هغوی کې د ایران د غني شویو یورانیمو او د یورانیمو د زیرمه کولو مساله هم شامله وه.
د امریکا مرستیال ولسشمر بیا وویل، دا تر اوسه څرګنده نه ده چې ولسشمر به کله دا متن لاسلیکوي او تر دې دمه په متن کې ځیني بدلونونه پکار دي.
ښاغلي ونس زیاته کړه چې متحده ایالتونه دا دریځ لري چې د تهران اټومي پروګرام په بشپړ ډول شاته وغورځي.