خبرونه
د ارزو ټلویزیون ۷ نیول شوي کارکوونکي خوشې شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه خصوصي ټلویزیون دا ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې شوي، خو په کابل کې لا هم د دغه ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
وړاندې لیکل شوي، چې د دغو کسانو محاکمه به یوه اوونۍ وروسته وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې چې دا قضیه پای ته ورسوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ناروې د کډوالو شورا: له ایران او پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د ژمي لپاره سرپناه ته اړتیا لري
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنۍ په راتلونکي ژمي کې بیړنۍ سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري، خو اکثرو یې تر اوسه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.
ایګلنډ ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری راستانه شوي کسان له لږو امکاناتو یا تش لاس بېرته راغلي او اوس د استوګنې او کار موندلو جدي ستونزې لري.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان مرسته کوونکي هېوادونه هم کم شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل بېساری بللي دي.
افغان فزیکپوه طاهر شاران د کاناډا شاهي ټولنې دایمي غړیتوب ترلاسه کړ
افغان فزیکپوه او څېړونکي طاهر شاران د کاناډا د شاهي ټولنې د دایمي یا تلعمري غړي په توګه غوره شوی دی.
هغه له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمېسیون د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
شاران بيبيسي ته ویلي چې د دې معتبرې ټولنې غړیتوب د افغان کډوالې ټولنې بریا ده او دغه ویاړ یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ډالۍ کړی دی.
د کاناډا شاهي ټولنې په خپله رسمي معرفي کې شاران د نظري فزیک په څېړنو، علمي رهبرۍ او عامه خدمتونو کې د غوره کارنامې لرونکی ساینسپوه بللی دی. په ۲۰۲۶ کال کې یوازې درې فزیکپوهان د دې ټولنې غړیتوب ته غوره شوي چې شاران هم پکې شامل دی. د هغه د غړیتوب رسمي مراسم به د نوومبر په میاشت کې د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې ترسره شي.
ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځپړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځپړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.
ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.
ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.
کرزي: د افغان محصلانو پر زدهکړو محدودیتونه دې سمدستي لرې شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلاماباد یې غوښتي چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.
کرزي ویلي، تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زدهکړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمهییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.
د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وروسته له دې کړي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني او د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو له بوختو افغان محصلانو څخه یې غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي. کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه هم کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په شمول یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي
ریچ موسسې په یوه تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو ناامنۍ او وچکالۍ له امله په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
راپور وايي، د جګړې له کمېدو وروسته د خلکو د بېځایه کېدو علتونه بدل شوي او اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې اوس د دې بهیر مهم عوامل دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه و، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونو ته راکم شوی دی.
راپور زیاتوي چې وچکالي، سېلونه او زلزلې د خلکو پر ژوند او عوایدو فشار زیاتوي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله له افغانستانه هم وتلي دي.
ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو توان نه لري.
هلو ټرسټ: افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو عملیات ګواښ سره مخ دي
د ماین پاکۍ «هېلو ټرسټ» مؤسسه وايي، د نړیوالو بودجو کمښت په افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو مهم عملیات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د «۲۰۲۶ کال د خوشهیي مهماتو د څارنې» د راپور له مخې چې دغې مؤسسې د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۱۷مه» خپور کړی، دغو مهماتو افغانستان او څو نور هېوادونه لکه اوکراین، سوریه او میانمار کې په ۲۰۲۵ کال کې نوي قربانیان رامنځته کړي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو بودجو کمېدو او بندېدو له دغو مهماتو څخه د ځمکو د پاکولو پروګرامونه نهیوازې په افغانستان، بلکې په موریتانیا او سومالیا کې هم د درېدلو تر کچې رسولي دي.
د خوشهیي مهماتو کارول د ۲۰۰۸ کال د نړیوالو تړونونو له مخې په رسمي ډول منع شوي، خو د دغو وسلو پاته شونو یوازې تېر کال په ټوله نړۍ کې له زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د «هېلو ټرسټ» په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ثبت شویو ټولو قربانیانو ۸۷ سلنه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان و، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر یې تر دې هم ډېر وي.
خوشهیي مهمات چې له ځمکې یا هوا څخه توغول کېږي، په پراخه سیمه کې د ګڼ شمېر کوچنیو بمونو په خپرولو سره، ډېر خطرناک پاتې شوني پر ځای پرېږدي.
د دغو کوچنیو مهماتو له ۱۰ تر ۴۰ سلنې پورې په لومړي ځل نهچاودېږي، بلکې په کروندو، ځنګلونو، سړکونو او ښوونځیو کې خپرېږي او حتی لسیزې وروسته، کله چې پرې فشار راشي، چاودنه کوي.
د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری؛ افغان نجونې او ښځې لاهم له حقوقو محرومې دي
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۵ کلونو کې نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقوقو محرومې شوي او خبریالان او فعالان هم له ځورونې او فشار سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان چارواکې فرشته عباسي په خپل وېډیو پیغام کې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) یې په اکس شبکه کې خپور کړی وايي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو مأموریت باید تمدید شي، د محاسبې نوی مېکانیزم باید تمویل او افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول باید ودرول شي.
مېرمن عباسي زیاتوي چې موده کېږي چې د زورزیاتي قربانیان او خپلوانیې د حقیقت د روښانېدو، عدالت او د زیانونو د جبران په تمه دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زدهکړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.
دغهراز په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیر دولتي مؤسسو کې د دوی کار منع شوی دی.
د اوبو روان کړکېچ؛ ښايي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل د څښاک اوبه وچې شي
بریتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي یو کې) وايي امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل لومړنی عصري ښار شي چې د څښاک اوبه بهیې وچې شي.
د دغې کمېټې مشره فلورا الکسندر چې کابل ته له یوه اوونۍ سفر وروسته بېرته لندن ته ستنه شوې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د هېواد د روغتیايي خدماتو سیستم د نړېدو په درشل کې دی.
د نړیوال سره صلیب کمېټې هم د ۲۰۲۵ کال په راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پاکو اوبو له ناورین سره مخ دی او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې ۳۳ ملیونه خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی نهلري.
بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ
د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.
پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.
بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.
اسرائیلو په غبرګون کې په بیتالمقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویانیې اسرائیلو ته ممنوعالدخول اعلان کړي دي.
د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.
د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.