د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

په افغانستان کې په تېرو نژدې درې نیمو کلونو کې ترافیکي پېښې پنځه ځلې زیاتې شوې دي


د لیندۍ په ۲۹مه کابل کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې د یوه بس ټکر درنه مرګ ژوبله واړوله
د لیندۍ په ۲۹مه کابل کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې د یوه بس ټکر درنه مرګ ژوبله واړوله

 ایمرجنسي روغتیايي سازمان وايي، د ډېری ترافیکي پېښو علتونه له سړک څخه د موټرو اوښتل، له دیوالونو سره ټکر، یا په سیندونو کې لویدل، د سړکونو خراب وضعیت، لوړ سرعت، په لاره کې د ځمکې ښوییدنه او د مقرراتو نه مراعتول دي.

دغه بشرپاله روغتیايي سازمان پرون(د لیندۍ ۲۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، د ترافیکي پيښو شمیر پنځه برابره زیات شوی دی.

که څه هم په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي خو راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر منځ، د ثبت شویو اټکلونو له مخې، په ترافیکي پیښو کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ایمرجنسي زیاته کړې، په دې موده کې د پيښو شمیر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۲۰ ته زیات شوی.

 ایمرجنسي روغتیايي سازمان وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د ترافیکي پيښو شمیر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۲۰ ته زیات شوی.

په راپور کې زیاته شوې چې دا پيښې چې له سړک څخه د موټر د اوښتلو، چپه کیدلو، له دیوالونو سره د ټکر او یا په سیندونو کې د لویدلو له امله رامنځته شوي، لامل یې د سړک خراب حالت، لوړ سرعت، په لاره کې د ځمکې ښوییدنه او یا د سړک د مقرراتو نه مراعتول دي.

ایمرجنسي بشر پاله روغتیايي سازمان چې په ۱۹۹۴ کال کې د جګړې، ماینونو او بې وزلۍ قربنیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او وړیا جراحۍ په موخه جوړ شوی په افغانستان کې یې خپل فعالیت په ۱۹۹۹ کال کې پیل کړی دی.

دا سازمان دا معلومات داسې مهال خپروي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې دا تیرې دوه ورځې هم یو شمیر مرګونې ترافیکي پيښوې شوې دي.

تیره شپه په جنوبي سالنګ کې په یوه ټرافیکي پیښه کې له سړک څخه د یوه موټر د اوښتو او چپه کیدو له امله، دوه تنه مړه او درې تنه ټپیان شوي دي.

په افغاتستان کې ډیری ترافیکي پیښې د موټرو د مخامخ جنګېدو په ترڅ کې هم رامنځته کېږي. د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د کابل کندهار په لویه لار د غزني اړوند سیمو کې د دوو ترافیکي پيښو له امله چې له یو بل څخه یې شاوخوا ۱۵ کیلومتره واټن درلود، ۵۲ کسان مړه، او تر ۶۰ زیات ټپيان شول.

د چهارشنبې په ماښام د کابل کندهار پر لویه لاره په دوو ترافیکي پيښو کې ۵۲ کسان مړه، او تر ۶۰ زیات ټپيان شول.

د ایمرجنسي سازمان په بیان کې دغه شان راغلي، چې د دې پیښې ۲۱ تنه ټپیان په کابل کې د دوی روغتون ته راوړل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ترافیک پولیسو عمومي رییس، حسیب الله مختار کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دا پيښې تر ډیره حده د موتړ چلوونکو د بې غورۍ، لوړ سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې دي.

د دې پيښې د یوه قرباني د کورنۍ غړي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د ترافیکي پيښو د راکمولو په برخه کې د طالبانو حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي"شرکتونو موټر چلوونکو ته ویلي چې ته به په درې ساعتونو کې ځان رسوې نو هغوی داسې موټر چلوي لکه الوتکه، نه حکومت کنټرول کوي، نه یې په وس کې دی نه یې کوي، او بل هغه پخوانی سړک یې دوه نیم متره راکم کړی، پخوا درې موټره تیریده اوس دوه موټر نه شي تیریدای."

خو د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د لیندۍ یا قوس په ۲۹ د غزني د ترافیکي پېښو په غبرګون کې د دوو ترانسپورتي شرکتونو د فعاليت د ځنډولو اعلان هم وکړ، خو د یادو شرکتنو نومونه یې نه دي څرګند کړي.

په غزني کې ځايي خبریالانو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې یاد مسافر وړونکي موټر په میرویس نیکه او بهمن ترانسپورتي شرکتونو پورې اړوند وو.

په ورته وخت کې عبدالجبار چې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو ترمنځ په لویو لارو سفرونه کوي او په خبره یې د ډیرو ترافیکي پيښو شاهد پاتې شوی، ازادي راډیو ته وویل "یو خوا لوړ سرعت او د موټر چلوونکو نه مسلکیتوب، او بل خوا د لویو لارو خرابوالی چې مثلا ویجاړی او ستونزې لري، دریم دا چې په لویو لارو کې ترافیکي نښې نشته، ان زموږ په ښارونو کې هم نشته، او بل دا چې ډیری سړکونه تنګ دي او پراخ نه وي."

تر دې مخکې یو شمیر افغانانو بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې شکایت کړی و چې د لویو مسافر وړونکو موټرو ځینې چلوونکي نشه يي توکي هم کاروي، چې دا کار هم د دوی په خبره د ټرافیکي پېښو په زیاتوالي کې عمده رول لري.

XS
SM
MD
LG