د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

انټوني ګوتیریش: اسراییل دې پر سوریه هوايي بریدونه ودروي


د م. م عمومي منشي انټونیو ګوتیریش
د م. م عمومي منشي انټونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، پر سوریه باید هوايي حملې او د دغه هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونې باید پای ته ورسول شي.
انتونیو ګوتیریش پرون پنج شنبه ویلي، په سوریه کې د تهاجم ټول اقدامات باید سم د لاسه ودرول شي.
له کله چې د ډسمبر پر ۸مه په سوریه کې د بشارالاسد حکومت وپرځول شو، پر دغه هېواد د اسرائیل له خوا سلګونه هوايي حملې شوې دي.
اسراییل وايي، د دغو بمباریو هدف د ستراتیژیکو وسلو او پوځي تاسیساتو ویجاړول دي، چې د افراطي وسلوالو له خوا ونه کارول شي.
د دغه هېواد چارواکو دغه اقدامات محدود او لنډمهاله بللي، چې په مرسته یې د اسراییل سرحدونه خوندي شي.
بلخوا:
د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو وايي، اروپايي ټولنه په سوریه کې د قدرت د انتقال پر مهال، د سوریې له نوي مشرتابه سره د حساب کتاب لپاره تماسونو ته اړتیا لري.
دي کرو پرون پنج شنبه په بروکسل کې دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې د ډسمبر میاشتې پر ۸مه د بشارالاسد رژیم وپرځېد او په سوریه کې واک د یوې افراطي ډلې په مشرۍ د دولت وسلوالو مخالفانو ته په لاس ورغی.
هیئت تحریر الشام ډله چې تر ډېره د بشارالاسد د پرځولو مسووله ده، وايي د سوریې د ټولو وګړو استازیتوب کوي.
د بلجیم صدراعظم ویلي، اروپايي ټولنه، چې کله تر ممکنه حده سوریې ته بشري مرستې برابروي، باید د سوریې له نویو واکمنانو سره حساب کتاب هم وکړي.
له کله چې اسد له واکه وپرځول شو، د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د لومړي لپاره غونډه وکړه او اروپايي ټولنه پر دې بحث کوي، چې له هیئت تحریر الشام ډلې سره څه ډول تعامل وکړي.

ملګري ملتونه دغه ډله تروریستي سازمان ګڼي او د اروپايي ټولنې له خوا ورباندې بندیزونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG