خبرونه
اسراییل په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند سیمې په نښه کړې
د اسراییل پوځ خبر ورکړ چې په یمن کې یې مختلفې سیمې ویشتلې دي. اسراییل وایي چې دا بریدونه یې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو په ځواب کې کړې دي.
د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې سهار وختي یې هغه سیمې په یمن کې په نښه کړې چې له هغو ځایونو یاغیان پوځي عملیات کوي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ بیان وروسته تر دې خپور شو چې یمني رسنیو خبر ورکړ چې پر صنعا او بندري ښار حَدیده بریدونه شوې دي.
د دې بریدونو په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.
دا حملې وروسته تر دې وشوې چې د اسراییل پوځ وویل چې یو توغندی یې چې حوثیانو د اسراییل په لور ویشتلی و، خپل هدف ته تر رسیدو مخکې په هوا کې شنډ کړ.
د یمن حوثیانو تر اوسه پر اسراییل د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوریې د کُردانو نیمه خپلواکه اداره وايي ترکیې څلور ملکیان وژلي
په سوریه کې د کُردانو نیمه خپلواکې ادارې، په منبج سیمه کې ترکیه د څلورو ملکیانو په وژنه تورنه کړې. له څو اوونیو راهیسې د یوه ستراتیژيک بندر د کنټرول د نیولو لپاره په دې سیمه کې نښتې روانې دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د کردانو نیمه خپلواکې ادارې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ترکیې یو وار بیا په تشرین بندر کې د خلکو غونډه هدف ګرځولې او په دغه برید سره څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي هم د ترکیې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د لږ تر لږه دریو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
خو ترکیه بیا د کردستان د کارګرانو د ممنوعه ګوند پي. کا . کا اړوند د خلق مدافعینو ځواکونه تورنوي چې له څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي.
ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د کردانو په مشرۍ د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو اس. ډي . اف پر ضد څو عملیاتونه ترسره کړي دي.
سي ان ان یوه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو په جریمې محکوم شو
د امریکا یوې محکمې CNN ټلویزیوني شبکه هغه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو جریمې په ورکړې مکلف وګرځاوه چې له افغانستانه یې خلک امریکا ته انتقالول.
پر زاکاري یانګ تور وو چې امریکا ته یې د افغانانو د انتقال په قضیو کې لسګونه زره ډالره اخیستي او له «سرګردانه» افغانانو یې ډېرې پیسې په جیب وهلي.
د راپورونو له مخې یانګ چې د یوې امنیتي کمپنۍ مشر دی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له ګڼو افغانانو سره امریکا ته د تلو په برخه کې مرسته کړې.
هغه پر سي ان ان په دې خاطر د حیثیت د اعادې دعوا کړې وه او دا شبکه یې «سو» کړې وه چې د ده کار ته یې د تور بازار نوم یاد کړی وو.
په فلوریدا ایالت کې یوه منصفه پلاوي وړمه ورځ سي ان ان په دې قضیه کې پړ وباله.
سي ان ان که څه هم د زاکاري یانګ د نوم بدولو تور رد کړی خو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې یې د زاکاري یانګ کار ته د «تور بازار» د جملې د کارولو په اړه پښیماني وښوده.
مولوي کبیر تر لسو ورځو وروسته د کډوالو وزارت ته ستون شو
د طالبانو د ریاست الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال بلاخره تر لسو ورځو وروسته د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو د وزیر په توګه خپله دنده پيل کړه.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې مولوي کبیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
مولوي کبیر د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله په امر د کډوالو د وزیر په توګه اعلان شوی وو خو هغه شاوخوا لس ورځې وروسته دا دنده پيل کړه.
راپورونه وايي چې مولوي کبیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیالۍ تر ګوښه کېدو یوه اوونۍ وروسته هم خپله دنده مخته وړله.
مولوي کبیر تر خلیل الرحمن حقاني وروسته د کډوالو وزارت ته معرفي شو.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو پخوانی سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ډسمبر په ۱۱مه په کابل کې د کډوالو وزارت دننه یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بحران د نړۍ له یاده ایستلی
یان ایګلنډ شنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې بېرته افغانستان ته ستون شوی او هرات کې یې داسې ښځې لیدلي چې له خپلو سړیو پرته له ایرانه ایستل شوي او غربت او بېچارګۍ کې ګېر دي.
ښاغلي ایګلنډ ویلي پاکستان اته لکه افغانان تر دې دمه له خپلې خاورې ایستلي او ایران هم د دوو میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پلان لري.
هغه ویلي د افغانستان دا ګاونډیان داسې وخت دا کار کوي چې افغانستان کې واردمخه ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
اسلام مخاچف په یو اف سي کې د خپل کمربند د دفاع لپاره لوبیږي
د نړۍ د رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي اتل اسلام مخاچیف د خپل کمربند د دفاع لپاره له برازیلي لوبغاړي ریناتو مویکانو سره مخ کېږي. تمه وه چې اسلام له آرمان ساروکیان سره لوبه وکړي خو آرمان د ژوبلېدو په سبب له سیالیو ډډه وکړه او پر ځای یې ریناتو معرفي شو.
اسلام ۲۶ لوبې ګټلي یوه یې بایللې. سیال یې ۲۵ ګټلي او ۵ یې بایللي.
د اسلام او ریناتو لوبه د یو اف سي د ۳۱۱ دورې لوبو مرکزي سیالي ده.
تمه ده په بله مهمه لوبه کې عمر نورمحمدوف د میراب دوالشویلي په وړاندې لوبه وکړي. دمګړۍ د اتلولۍ کمربند له میراب سره دی.
عمر اتلس لوبې ګټلي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې حال دا چې سیال یې ۱۸ ګټلي او ۴ یې بایللي.
تمه کېږي چې د رزمي لوبو پخوانی بې ماتې اتل حبیب نورمحمدوف د اسلام او عمر په سیالیو کې حضور ولري او د هغوی لارښوونه وکړي.
د یو اف سي دا دور سیالۍ د کالیفورنیا په انګل ووډ کې ترسره کېږي چې په صالون کې به شاوخوا اتلس زره نندارچیان ولري او په نړۍ کې به یې لکونه کسان په ټلویزیونو وګوري.
د سالنګ لاره د کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه شوه
د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وه، نن (د مرغومي ۲۹مه) یوولس نیمې بجې یوځل بیا د کچنیو مسافروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغو چټکو مسافروړونکو موټرو ته چې د سالنګونو په دواړو غاړو کې بند پاتې وو، د حرکت اجازه ورکړل شوه.
دغه لار تېره شپه د درنې واورې، د لید ساحې د محدودیت او سخت توفان له کبله د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه. حق شناس لیکلي، چې د درنو واورو له کبله د دې لارې د بیا تړل کېدو امکان شته.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له مسافرو او چلوونکو غوښتنه کړې، چې پر سالنګ لار د تګ راتګ پر مهال تاوده کالي، خوراکي مواد او د وسایطو لپاره ژمني وسایل له لکه زنځیر او نور تجهیزات ولري.
د کییف ښار پر مترو د روسیې د بالستیک توغندي برید مرګ ژوبله اړولې
د اوکراین د پلازمېنې کییف د میټرو پر یوه تمځای نن سهار بالستیک توغندی ولګېد، لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل. دا خبر د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو رسنیو ته ورکړی دی.
له بلې خوا د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د کییف په یوه ناحیه کې یوې ودانۍ چې څوک نه پکې اوسېدل اور اخیستی دی.
په زاپوریژیا ښار کې هم پر یوه بنسټ د روسیې له خوا د توپ ډزې شوي او لږ تر لږه ۸ کسان یې ټپیان کړي دي. په پېښه کې دولتي ودانۍ او شخصي موټرونه زیانمن شوي دي.
روسیې له کله چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، په سیسټماتیک ډول د اوکراین ملکي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړې دي.
په غزه کې د اسراییل په حملو کې د وژل شویو خلکو شمېر ۴۷ زرو ته نژدې شوی
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه ویلي، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶زره ۸۹۹ او د ټپیانو ۱۱۰زره ۷۲۵ ته ورسېد.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي. د غزې د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه شمېر کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې نور ۲۳ تنه وژل شوي فلسطینیان هم شامل دي.
په همدې حال کې ټاکل شوې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د ټینګښت او د بندیانو د تبادلې موافقه سر له سبا یکشنبې عملي شي.
د ایران دوه قاضیان د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته په ډزو ووژل شول
په تهران کې نن د سترې محکمې دوه قاضیان په ډزو وژل شوي او بل تن ژوبل شوی دی.
د ایران د قضا ویبسایټ میزان نن راپور ورکړچې برید کوونکي د سترې محکمې مخې ته، پر دې دوو قاضیانو له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.
د ایران قضائیه قوې ویلي چې وژل شوي قاضیان محمد مقیسه او علي رازیني نومېدل. د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د یوه قاضي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
د دې حملې انګېزه معلومه نه ده. د اپوزیسیون ویبسایټونو مخکې راپور ورکړی و، چې مقیسه د هغو کسانو په محاکمه کې دخیل و، چې سیاسي بندیان ګڼل شوي دي
د اسراییل د ائتلافي حکومت کابینې د غزې په تړانګه کې د اوربند موافقه تایید کړه
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ایتلافي حکومت له فلسطینۍ حماس ډلې سره د اوربند او یرغملو د خلاصون موافقه چې امنیتي کابینې یې مخکې ملاتړکړی و، تایید کړه.
د نتنیاهو دفتر نن د جنوري اتلسمه سهاروختي اعلان وکړ چې له څوساعته بحثونو وروسته، د اسراییل حکومت له حماس سره د موافقې په تایید رایه ورکړه. د یوشمیرتندلارو ښي اړخو وزیرانو له مخالفتونو سره سره د دې پریکړې تمه کیده.
د اسراییل د بشپړې کابینې غونډې چې پرون جمعه ناوخته له ټاکلي وخت څخه په ځنډ سره پیل شوه، تر نن ورخې چې د یهودانو د عبادت ورځ ده ترسهاروختي پورې دوام وکړ. د حکومت د دې پریکړې مخالفان کولای شي د عدالت عالي محکمې ته شکایت وکړي خو لیرې بریښي چې محکمه دې په دې قضیه کې مداخله وکړي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې په غزه کې اوربند د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د غرمې په ۱۲ بجو او پنځلس دقیقو نافذیږي.