خبرونه
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ملیونونه کسان کافي خواړه نه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان چې کافي خواړه نه لري، د ژمي له سختې یخنۍ سره مخامخ دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه د یوه بېوزلي افغان د ویډیو په خپرولو لیکلي، چې د دغو کسانو ډېری یې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو یا هم تاوده ساتلو لپاره اړ دي، چې غیرممکن انتخابونه هم وکړي. په ویډیو کې بېوزلي افغان ویلي، چې د خځلو او پلاستیکونو په سوځلو سره د ژمي سړې شپې سبا کوي.
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګرېډو ته راټیټېږي او دا تر ډېره نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان له خطر سره مخامخوي، چې د ځانونو د تودولو او مړولو وس نه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بریتانیا کې د یوه کال په ترڅ کې پاکستانیانو تر افغانانو د مهاجرت لپاره ډیر درخواستونه ورکړې دي

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې په یوه کال کې یولس زره اته څلویښت پاکستانیانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې راپور له مخې چې پرون له رسنیو سره شریک شو، تر پاکستانیانو وروسته د افغانانو شمیر زیات دی چې په دغه هیواد کې یې د یوه کال په ترڅ کې د مهاجرت غوښتنلیکونه سپارلې دي، د دغو افغانانو شمیر د راپور له مخې اته زره نهه شپیتو ته رسیږي.
په مجموع کې په تیر یوه کال څه باندې یولک او نهه زره کسانو په بریتانیا کې د پناهندګي درخواستونه ورکړې دي.
طالبانو په کابل او لغمان کې یو ویشت تنه عام محضر کې په درو وهلې دي.

طالبانو یو ویشت تنه په عام محضر کې په کابل او لغمان کې په درو وهلې دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دو خبرپاڼو کې د دغو کسانو د تورونو په اړه ویلي دي چې دوی د نامشروع جنسي اړیکو، غلا او د مخدر موادو د قاچاق په تور محکوم شوې دي.
په کابل کې یولس تنو ته او په لغمان کې لسو تنو ته دغه تعزیري سزاګانې پرون ورکړل شوې او دا تورن کسان هر یو د دوی د جرمونو له مخې له پنځو تر شپږو کلونو په بند محکوم شول.
د بشري حقونو ډلو د طالبانو له لورې په عام محضر کې تورنو کسانو ته له دغه ډول تعزیري سزاګانو سره تل مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو

د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک نن د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو. د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیل شوې دي نو ځکه لوی مسافروړونکي بسونه دې د دې لویې لارې له فرعي سړک څخه چې شپه او ورځ خلاص دی، کار واخلي.
بیان زیاتوي چې باروړونکو موټرو ته په وار سره یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې به د څومره وخت لپاره دوام وکړي خو له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د غبرګولي له دریمې څخه د دې پروژې تر پایه له زغم څخه کار واخلي.
سالنګ د هېواد د شمالي او جنوبي ولایتونو ترمنځ د تماس یوازینۍ لویه لاره ده.
د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ تنه افغانان خوشې شول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸۷ تنه بندیان خوشې شوي دي.
دې وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې، د تورخم او سپین بولدک له دروازو د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ ویلي چې خوشې شوي کسان د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه افغانستان ته ورسېدل.
په بیان کې راغلي دي چې دې کسانو له یوې ورځې نیولې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې تېرې کړې وې.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې د پاکستان پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.
سوریې د امریکا د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې پر دې هېواد ځینې بندیزونه یې لیرې کړل

د سوریې حکومت د امریکا د یوې برخې بندیزونو د لیرې کېدو او په دې هېواد کې د پانګونو د جواز د صادرېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت پرون د یوه جواز په صادرولو سره اعلان وکړ چې د احمدالشرع په مشرۍ د سوریې له موقت حکومت، مرکزي بانک، هوايي شرکت، دولتي شرکتونو او نورو مهمو بنسټونو سره مالي مبادلات جواز لري.
د سوریې د بهرنیوچارو وزارت نن (د غبرګولي ۳مه) په یو بیان کې دا اقدام د دې هېواد د بشري او اقتصادي ستونزو د کمولو په برخه کې مثبت ګام وباله.
د امریکا حکومت اعلان کړی چې دا اقدام یې له څو کاله کورنۍ جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې له بهیر سره د مرستې په هدف کړی دی. سپینې ماڼۍ په عین حال کې له دمشق څخه غوښتي دي چې له سوریې څخه د بهرنیو جنګیالیو د ایستلو په ګډون یولړ مشخص اقدامات وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم د شپږو میاشتو په مخه پر سوریې د بندیزونو معافیت اعلان کړ. د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو وايي، دا معافیت به سوریې ته د بریښنا، انرژۍ او نورو خدماتو د برابرولو فرصت په لاس ورکړي.
امریکا له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر بشاراسد او د هغه پر نژدې خپلوانو بندیزونه لګولي وو، خو په تیره ډسمبر میاشت کې د احمدالشرع په مشرۍ د وسله والو په لاس د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته هرڅه بدل شول.
پر سوریې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه کړې وه.
په واشنګټن ډي سي کې د دوو اسراییلیانو له وژل کېدو وروسته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د اسراییل د سفارت د دوو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته په دې ښار کې د ښوونځیو او دیني مرکزونو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د واشنګټن ډي سي د ښاري پولیسو مشرې پامېلا سمیت پرون خبریالانو ته وویل، د پلازمېنې په شاوخوا کې د استوګنې په سیمو او مذهبي مرکزونو ته نژدې د قانون د تنفیذ د ځواکونو حضور پیاوړی شوی دی.
مېرمن سمیت زیاته کړه چې په ښوونځیو او د واشنګټن ډي سي په څېر ځایونو کې د یهودانو د ټولنو د مرکز لپاره هم اضافي تدابیر نیول شوي.
د ثور په ۳۱مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د اسراییل د سفارت دوه کارکوونکي د یهودیانو موزیم ته نژدې په ډزو ووژل شول. پولیسو د ډزو په تړاو د یو شکمن کس د نیولو خبر ورکړی. پولیس وايي دې کس د نیول کېدو پرمهال د فلسطین آزاد کړئ شعار ورکاوه.
د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیو یوځل بیا د اوکراین پلازمېنه کییف په نښه کړ

روسیې نن سهار یوځل بیا د اوکراین پر پلازمېنه کییف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ټولنیزو شبکو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تېره شپه بیا ډېره سخته وه.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلګرام پاڼه په ښار کې د چاودنو خبر ورکړ او ویې لیکل چې د هوايي مدافعې ځواک دفاعي اقدامات وکړل.
د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو او پولیسو د ښار په ۶ ناحیو کې د زیانونو خبر ورکړی او وايي، ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
پرون سهار د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې د توغندويي برید په نتیجه کې دوه کسان مړه او څو نور کسان ټپیان شول.
د روسیې پوځ هم ویلي دي چې اوکراین د تېرې سه شنبې په ورځ د ۷۸۸ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر خاوره برید وکړ. د پوځ په بیان کې راغلي دي چې د دې ډرونونو له ډلې ۷۷۶ یې شنډ شوي دي.
په تهران کې د افغانستان د سفارت قونسلي خدمات تر ناڅرګندې نېټې ځنډېدلي دي

په ایران کې د افغانستان سفارت د قونسلي خدماتو د ځنډولو خبر ورکړی.
دې سفارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له نن د غبرګولي له دریمې څخه د پاسپورټونو د تمدید، د پاسپورتونو د صدور او همداراز د واده، طلاق، د ماشوم د زېږېدو، وثیقو او د جرمي عدم مسوولیت په حقوقي برخو کې ټول قونسلي خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
په بیان کې د دې پرېکړې علت نه دی ښودل شوی.
په داسې حال کې چې د ایران حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنولو پروسه چټکه کړې، اټکل کېږي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت په قونسلي خدماتو کې ځنډ به د راستنېدونکو افغانانو ستونزې زیاتې کړي.
د امریکا حکومت په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو داخله منع کړه

د امریکا د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ، (د مې په ۲۲مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر دونالد ټرمپ ادارې په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو د نوم ثبتولو اجازهلیک رسماً لغوه کړی دی.
د امریکا د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هارورډ پوهنتون، چې د دغه هېواد تر ټولو پخوانی پوهنتون ګڼل کېږي، نور اجازه نه لري بهرني محصلان ومني، او اوسني نړیوال محصلان باید یا نورو پوهنتونونو ته انتقال شي یا له امریکا ووځي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت هارورډ پوهنتون تورن کړی چې «امریکا ضد بلواګرو او د تروریزم ملاتړو ته یې اجازه ورکړې چې په پوهنتون کې دننه پر یهودانو حملې وکړي.»
دغه وزارت همداراز هارورډ پوهنتون د چین له کمونیست ګوند سره په همغږۍ تورن کړی دی.»
هارورډ پوهنتون دا اقدام «غیرقانوني» بللی او ویلي یې دي چې د خپلو نړیوالو محصلانو لپاره مشورې، ملاتړ او د خدمتونو چمتو کولو ته ژمن دی.
دغه پوهنتون همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو محصلانو او څېړونکو د کوربهتوب په تړاو پر خپل پروګرام ولاړ دی.
بریتانیايي پوځي تر ۱۵۰۰ د ډېرو افغان پوځیانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

د بریتانیا دفاع وزارت داسې اسناد محکمې ته سپارلي چې پر اساس یې د دغه هیواد یوه پوځي افسر د ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو د بیا میشتېدو ۱۵۸۵ غوښتنلیکونه رد کړي دي.
دغه افسر د تیر کال له دوبي راهیسې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو هر هغه غوښتنلیک په چټکه رد کړی چې ورته سپارل شوی و.
رویټرز خبري اژانس پرون (جمعه) په یوه راپور کې وویل، د بریتانیا دفاع وزارت محکمې ته ویلي چې د دغه افسر کړنې ښايي له هغو څېړنو سره تړاو ولري چې د بریتانیا د ځانګړو هوایي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه حاضردمه ترسره کېږي.
راپورونه وايي چې دغه افسر د هغو افغان پوځیانو غوښتنلیکونه رد کړي، چې له بریتانیايي ځواکونو سره د همکارۍ معتبر اسناد لري.
ناتالي مور، چې په بریتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتولو د ډلې مشره ده، د افغانانو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد له امله اندېښنه ښودلې او محکمې ته یې په یوه لیک کې ویلي، کېدای شي ځانګړو ځواکونو د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د دوسیو د ارزونې پر مهال د «اتوماتیک رد» له تګلارې کار اخیستی وي.
هغې زیاته کړه، دا احتمال شته چې ځانګړو ځواکونو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد یوه نهاعلان شوې تګلاره غوره کړې وي.
افغان کمانډو ځواکونه، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي، په کلونو د بریتانیا له ځانګړو هوایي ځواکونو او نورو پوځي ماموریتونو سره په افغانستان کې همکاري کړې وه.
دغه افغان ځواکونه له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د انتقاماخیستنې له جدي خطر سره مخامخ شول.