یو شمېر افغان کډوال چې په ترکیه کې اوسي خو د استوګنې قانوني اسناد نه لري له دې کبله اندېښمن دي چې په جبري ډول له دې هېواده ونه ایستل شي.
محمد چې يو ځل له ترکیې ایستل شوی خو بیا په ناقانونه توګه ورستون شوی، وايي وېرېږي چې افغانستان ته ونه لېږل شي”په ترکیه کې د کډوالو شرایط ډیر سخت دي، زه ٤ میاشتې په کمپ کې وم او له هغه ځایه دیپورت شوم او په افغانستان کې اقتصادي شرایط هم خراب دي. د ایران او پاکستان شرایط هم خراب دي. له ژوند سره مې لوبه وکړه او ځان مې دلته راورساوه، خو دلته هم ارامه نه یم او د نیولو خطر احساسوم. ”
له پاکستان او ایرانه د نا قانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې د دې هیوادونو د سختو پالیسیو په دوام، ترکیې هم دا لړۍ ګړندۍ کړې ده.
یو افغان چې په دې وروستیو کې بېرته هېواد ته راستون شوی او نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته د ترکیې د پولیسو د چلند او د دې هیواد په کمپونو کې د نیول شویو کډوالو د وضعیت په اړه وویل ”دروازې يې تړلې وې، يوازې د ډوډۍ خوړلو پر مهال يې دروازه خلاصوله او ډوډۍ یې راکوله، هغه هم یواځې دوه وخته، يو سهار او بل د شپې. وضعيت ښه نه و، چا به چې لانجه وکړه هغه به یې په ساړه ځای کې د څو ساعتونو لپاره ساتل.”
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دې هېواد ځواکونو په وروستیو ګډو عملیاتو کې ۹۸۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي او له ۳۶۶ زره ۸۳۸ کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
علي یارلیکایا د جمعې په ورځ د دیسمبر په ١٣مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو په موخه په دې عملیاتو کې تر ۱۵ زرو زیات هغه ځایونه پلټل شوي دي چې متروکې ودانۍ، عامه ځایونه، ترمینلونه او نور ځایونه پکې شامل دي.
نوموړي دا عملیات د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره د ترکیې د هڅو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې نیول شوي پناه غوښتونکي د تجمع مرکزونو ته لېږدول شوي او له دې هېواده د هغوی د ایستلو بهیر پیل شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر دا معلومات ور نه کړل چې دا کسان له کومو هیوادونو څخه دي خو په ترکیه کې دېره ډېری کډوال د افغانستان او سوریې وګړي دي.
د کډوالو د چارو کارپوه ډاکټر نثار احمد مصدق له کډوالو سره هرراز ناوړه چلند د کډوالۍ د قوانینو او د بشري حقونو خلاف بولي او وايي چې د افغانانو د کډوالۍ د زیاتوالي اصلي لامل د طالبانو د حکومت بې کفایتي ده.
هغه ازادي راډيو ته وویل”هغوی چې پر افغانستان واکمن دي باید خلکو ته د سوله ایز ژوند شرایط او د آزادۍ او زده کړې شرایط برابر کړي، ترڅو خلک کډوال نه شي او له هیواده تیښتي ته اړ نشي. ”
په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د حکومت له بیاواکمنیدو سره ډېرو افغانانو د امنیتي او اقتصادي ستونزو په ګډون د بیلابیلو لاملونو له وجې یا په قانوني ډول او یا له ناقانونه او خطرناکو لارو ځانونه ترکیې ته رسولي دي.
د بشري حقونو یوشمیر سازمانونو هم له دې مخکې د ترکيې د پوليسو له خوا د کډوالو د نيولو او چلند په اړه اندېښنه ښودلې او پر دغه هېواد يې غږ کړی چې د کډوالو او په ټوله کې د بشري حقونو درناوی وکړي.