د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

په کندهار کې د ټوکر جوړولو ستره فابریکه جوړیږي


په کندهار کې د هیواد په کچه د یوه خصوصي سهامي شرکت له خوا د  "سندس نساجي" په نوم د ټوکر جوړولو ستره فابریکه جوړیږي.

په کندهار کې د ټوکر جوړولو دا لویه فابریکه د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د څو شرکتونو او پانګوالو له خوا جوړېږي. د دې فابریکې د جوړیدو چارې دامهال ۷۵ سلنه بشپړې شوي دي او ټاکل شوې چې د راتلونکې کال په اوږدو کې به بشپړه شي.

د “سندس نساجي” د فابریکې ویاند، رحمت رشید، وایي چې د لومړي فاز په بشپړیدو سره به دا فابریکه هره ورځ ۵۰ زره متره ټوکر تولید کړي او د ۱۰۰ زره متره ټوکر د رنګولو وړتیا به ولري. د هغه په وینا په لومړي پړاو کې به ۹۰۰ مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکي په کار بوخت شي، خو د دویم فاز په بشپړیدو سره به دا شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته لوړ شي.

ښاغلی رشید زیاتوي“د سندس نساجي فابریکه ۵۰ زره متره ټوکر په ۲۴ ساعتونو کې تولیدوي او ۱۰۰ زره متره ټوکر به رنګوي، خو دا اندازه به د دوهم فاز په جوړیدو سره نوره هم لوړه شي.“

د سندس فابریکې مسؤلین وایي چې د ټوکر تولید به د هیواد اړتیاوې پوره کړي او سربېره پر دې به یې تولیدات د نورو اسیايي هیوادونو بازارونو ته هم صادر شي.

د افغانستان یو شمیر پانګوال د دې ډول لویو فابریکو جوړیدو ته په ښه سترګه ګوري.

د محمد سعید صدیق په نوم یو پانګوال ازادۍ رادیو ته وویل چې د سهامي شراکت له لارې، افغانستان کولی شي لویې پانګونې جذب کړي او په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شي “دا د افغانستان د ځان بسیاینې په لور یو لوی ګام دی. د دې ډول فابریکو په جوړیدو سره به موږ د داخلي خامو موادو پروسس وکړو او حتی د صادراتو لپاره تولیدات چمتو کړو.“

د کندهار د صنعت او کانونو د خونې مشر سید سرور اماني وایي، په کندهار کې په راتلونکي کال کې د دریو لویو تولیدي فابریکو په ګډون ۳۵ نوې فابریکې جوړېږي، چې سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلی اماني زیاتوي “له ۳۱ تر ۳۵ پورې به نوي فابریکي په راتلونکي کال کې په کندهار کې جوړې شي، چې درې به یې په سیمه کې لویې تولیدي فابریکې وي.”

په کندهار کې په داسي حال کې د نویو فابریکو د جوړېدو خبر ورکول کیږي چې د دې ولایت په صنعتي پارک کې یو شمیر فابرېکې د دوامداره برېښنا د نشتوالی له امله سقوط شوي دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG