د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۶

د ننګرهار بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره سړې خونې او بازارموندنه غواړي

په ننګرهار ولایت کې د زیتونو یو فارم عکس له آرشیف څخه
په ننګرهار ولایت کې د زیتونو یو فارم عکس له آرشیف څخه

د ننګرهار ولایت یو شمېر بڼوال وايي سره له دې چې سږکال یې د ستروسو او زیتونو حاصلات زیات دي خو بیې راټیټي شوي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د تېر کال پرتله سږ کال د زیتونو او سټروسو په ځانګړي ډول د مالټو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کړې، خو د ننګرهار ولایت ځینې بڼوالان وایي چې د سړو خونو او په کافي اندازه د بازار موندنې نه شتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه بڼوال د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل چې هر کال یې د یادو اسانتیاو د نشتون له امله حاصلات ضایع او هغه ګټه ترې نه شي "سږ کال مالټې ښې زیاتې دي خو ستونزه دا ده چې بیې یې کمې دي او ساتلي یې نه شو ځکه چې سړې خونې نشته او چې ویې شکوو مجبوره یو چې زر یې بازار ته یوسو او په کمو بیو یې وپلورو،هغه چې زحمت مو پرې ایستلی هومره عاید ترې نه شو تر لاسه کولای."

دغه بڼوال وایي اوس مهال د یو من مالټو بیه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو ده.

د دې ولایت یو بل بڼوال نقیب الله هم له ورته ستونزې شکایت کوي "سږ کال د تېر کال په پرتله حاصلات ښه دي، خو دا بازار ته مو لاسرسی نشته، سړکونه مو خراب دي او مناسب ترانسپورت او سړې خونې نه لرو، او موږ یې خپله نه شو ساتلی، څنګه چې حاصل ورسېږي، دستي یې تر بازاره رسوو او هلته مو چې پر هر څو خرڅوه، اوس دلته بڼوال او بزګران هم د دې تر څنګ د سبزیو کار او بار ته هم مخه نه کوي ځکه موږ چې دا د لارې کرایې ورکوو، هومره بیا په بازار کې نه ووځي."

که څه هم د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین د دغو بڼوالانو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه وزارت په وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سږ کال د تېر کال پرتله په ننګرهار کې د مالټو او زیتونو حاصلات زیات دي.

دغه وزارت د ننګرهار د کرنې ریاست په حواله لیکلي چې ددې ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې ۲ زره او ۷۵۳ جریب ځمکه د مالټو بڼونو جوړ شوي دي، چې له دې څخه ۱۱ زره او ۱۳ ټنه حاصل تمه کیږي.

دغه وزارت تر هغه څو ورځې مخکې د ننګرهار د کانال شرکت په حواله بیا زیاته کړې چې د اټکل له مخې سږ کال به د زیتونو له فارمونو شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره خالص غوړي حاصل او ۳۰ ټنه زیتون اچار به ترې تر لاسه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم د دغو حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي خو وایي چې د اوس لپاره یې یې پر بهرنیو مالټو او نور سټروسي مېوو تعرفې لوړې کړي چې کورني حاصلاتو ته بازار مونده وشي.

د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل "که څه هم اوس یې په ښه اندازه د مالټو صادرات نه کېږي خو په افغانستان دننه ښه بازار لري او تېر کال هم په لوړه کچه په هېواد دننه مالټې وپلورل شوې، همدا علت دی چې موږ د بهرنیو مالټو او سټروسو تعرفه لوړه کړې، چې زموږ خپل ستروس وپلور شي، زیتون بیا یوازې دلته خرڅېږي او صادرت یې نه کېږي."

خو څه باید وشي چې نور د افغانستان تازه مېوې او سبزۍ له ضایع کېدو بچ او بڼوالان یې هم ښه عاید تر لاسه کړئ؟

د کرنې او سوداګرۍ برخې متخصص او کارپوه محمد سلیم رحماني ازادي راډیو ته یې په اړه وویل "د مېوو د خرابېدو د مخنیوي لپارع سړې خونې جوړې شي، باید بازار موندنې ته یې ځانګړې پاملرنه وشي،بل بڼوال باید د (حاصلاتو) د غوره ساتنې لپاره روزنه تر لاسه کړي،د هېواد اوسني اقتصادي حالاتو کې باید له دې حاصلاتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید د صادراتو او محلي بازارونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وشي."

د یادونې ده چې د افغانستان ختیځ ولایتونه هر کال په زرګونه ټنه مېوې لکه مالټې، لیمو، نارنج او ځینې نورې سټروسې مېوې تولیدوي.

خو د معلوماتو له مخې، د زیتونو فارمونه چې اکثریت یې پر دولتي ځمکو جوړ دي بیا یوازې د کانال په نوم شرکت سره د پروسس یوه ځانګړې او ستره فابریکه لري چې بڼوالان یې کافي نه بولي.

XS
SM
MD
LG