د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

خبرونه

اوچا: د بودیجې د کموالي له کبله اړ شو چې په سلګونو طبي مرکزونه وتړو

په بشري او د بیړینو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر Tom Fletcher وایي، افغانان له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو موږ باید د نړیوال پیوستون او ریښتنې انسانیت له مخې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو. نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امینت شورا غونډې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل، افغانستان نن ورځ په نړۍ کې له دوهم لوی بشري بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد نیمایي وګړي زموږ مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي فلیچر زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې، ملګرو ملتونو او زموږ بشري شریکانو په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیون وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولي چې پکې ۵،۱ میلیونه یې ښځې او ۸،۴ میلیونه یې ماشومان وو، چې دا د دې هیواد ناوړه بشري وضعیت ته په پام لویه راوړنه ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو دغې لوپوړي چارواکي د بشري مرستو لپاره د بودیجې کموالي ته په اشاره وویل، سږ کال د بودیجې د کموالي له کبله په سلګونو طبي مرکزونه بندیدوالو ته اړشوي چې په نتیجه کې یې ۳ میلیونه افغانان له روغتیا پاملرنې څخه محروم شوي، د می له میاشتې راهیسې نژدې ۶ ملیونه کسان د خوړو له میاشتنۍ مرستې بې برخې شوي او د ډیرو نورو د خوړو د مرستو میاشتنۍ اندازه کمه شوې ده.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د افغانستان لپاره د بسپنې د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل، په دې هیواد کې د بشري عملیاتو لپاره راتلونکې ۲۰۲۵ کال ۲،۴ ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناټو کې د امریکا استازی : له ایران سره د جګړې اړوند اختلافات پای ته رسېدلي

ناټو کې د امریکا دایمي استازی متیو ویتاکر
ناټو کې د امریکا دایمي استازی متیو ویتاکر

ناټو کې د امریکا دایمي استازی وايي چې له ایران سره د جګړې په تړاو د واشنګټن او ځینو متحدانو ترمنځ اختلافات اوس پای ته رسېدلي دي.

متیو ویتاکر ویلي، هغه کړکېچونه چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوي وو، اوس له منځه تللي او د ناټو غړي انقره کې د مشرانو د راتلونکې غونډې په درشل کې ډېر همغږي شوي دي.

ویتاکر خبریالانو ته وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې امله ناخوښ و چې د ناټو ځینو غړو هېوادونو امریکا ته اجازه ورنه کړه چې د ایران پر ضد په عملیاتو کې د دوی اډو یا هوايي حریم څخه استفاده وشي او وروسته یې پر دې بریدونو نیوکې هم وکړې.

د راپورونو له مخې، د ایران وروستۍ جګړه او د اوکراین د جګړې اړوند مسایل د ناټو د راتلونکې سرمشریزې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

ټاکل شوې چې دا غونډه د دفاعي بودجې پر زیاتوالي، د پوځي صنایعو د ظرفیت پر پراختیا او په منځني ختیځ کې د ناټو پر رول متمرکزه وي.

د شپږیزې کرکټ لیګ دوام؛ آمو نهنګان او سپین‌غر پړانګان بریالي شول

د شپږیزې لیګ په جریان کې د سپین غر د پړانګانو ټیم
د شپږیزې لیګ په جریان کې د سپین غر د پړانګانو ټیم

د پنجشنبې په ورځ د شپږیزې کرکټ لیګ په دویمه ورځ، چې په خوست کې روان دی، آمو نهنګانو د بُست ساتونکو او سپین‌غر پړانګانو ،بند امیر ته ماتې ورکړه.

دا د آمو نهنګانو دویمه او د سپین‌غر پړانګانو لومړنۍ بریا وه.

د شپږیزې سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې، ۱۴ ورځې دوام کوي، او په ترڅ کې به یې ۲۱ شل اوریزې لوبې ترسره شي.

په دغه لیګ کې د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، د سپین‌غر، بند امیر، مس عینک، آمو او بُست لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.

د شپږیزې لیګ په یوولسم پړاو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ګڼ مشهور لوبغاړي د ځوانو او کورنیو استعدادونو ترڅنګ برخه لري.

د روان کال په سیالیو کې:

  • راشد خان د سپین‌غر لوبډلې لوبډلمشر دی.
  • عظمت‌الله عمرزی د آمو لوبډلې لوبډلمشر دی.
  • رحمان‌الله ګربز د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر دی.
  • ابراهیم ځدراڼ د بُست لوبډلې لوبډلمشر دی.
  • حشمت‌الله شهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د جنوبي اسیا د بدن جوړونې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ځلېدنه؛ سره زر، سپین زر او برونز یې وګټل

میوند بابکر خیل د سرو زرود مډال او ریاض رحمان د سپین زرو د مډال ګټونکی
میوند بابکر خیل د سرو زرود مډال او ریاض رحمان د سپین زرو د مډال ګټونکی

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډله د جنوبي اسیا سیالیو کې وځلیده او دوه د سرو زرو ، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون وایي میوند بابکرخېل او نصیب الله عظیمي د سرو زرو مډالونه، او ریاض رحمان، احمد حبیبي او خواجه رفیع صدیقي د سپینو زرو مډالونه وګټل او بلال جلیلي د برونزو مډال خپل کړ.

دا سیالۍ د تېرې سې‌شنبې په ورځ د بوتان پلازمینه تیمفو ښار کې پیل شوې او له افغانستان څخه پکې ۱۵ ورزشکاران ګډون لري.

افغانستان کې بشري مرستو ته سخته اړتیا ; د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه شوې

افغانستان کې اړمنو خلکو سره د ملګرو ملتونو خوراکي مرستې ، ارشیف
افغانستان کې اړمنو خلکو سره د ملګرو ملتونو خوراکي مرستې ، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په تیرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان دبشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.

اوچا وایي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ټولټال ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۹۲ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړمن خلک هره ورځ له داسې سخت وضعیت سره مخ وي چې فکر کوي چې خواړه واخلي که درمل، او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا .

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړ چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان له شدیدې یا بېړنۍ خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

پر اوکرایین د روسیې پراخ برید؛ لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

کیف کې د روسیې په بریدونو لګېدلې ودانۍ
کیف کې د روسیې په بریدونو لګېدلې ودانۍ

د اوکراین چارواکي وايي چې د پنجشنبې په سهار په پلازمېنه کیف باندې د روسیې د توغندیو او ډرون په لویه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ډبلین سفر لنډ کړ او د استخباراتي راپورونو په حواله یې د روسیې د احتمالي لوی برید په خبر ورکړ.

د روسیې د دفاع وزارت تایید کړه چې دوی په کیف باندې "لوی برید" کړی، او ادعا یې کړې چې دا برید د روسیې په خاوره کې د اوکراین د وروستیو بریدونو په ځواب کې دی.

په اسټرالیا کې د افغان سفیر د کار موده پای ته رسېدلې؛ د افغان سفارت د تړل کېدو احتمال

افغان سفیر وحیدالله ویسي د اسټرالیا له جنرل ګورنرې سره وروستۍ لیدنه
افغان سفیر وحیدالله ویسي د اسټرالیا له جنرل ګورنرې سره وروستۍ لیدنه

په اسټرالیا کې د افغانستان د سفیر وحیدالله ویسي د کار موده د جولای په لومړۍ پای ته رسېدلې او ښايي هلته افغان سفارت وتړل شي.

وحیدالله ویسي له ۲۰۱۷ کال راهیسې هلته سفیر پاتې شوی.

ویسي خپله وروستۍ رسمي لیدنه د اسټرالیا له ګورنرې سم موسټین سره کړې او تر هغه وروسته یې د کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی.

هغه لیکلي: سفارت ښایي وتړل شي خو زه هیله من یم چې اسټرالیا له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د اسټرالیا د کډوالۍ او تابعیت د وزارت مرستیال او د پارلمان غړي جولیان هیل هم د ویسي د کار د پای ته رسېدو په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې ښاغلي ویسي له ۲۰۱۷ کاله په یوه ډېر ستونزمن وخت کې د سفیر په توګه خدمت وکړ.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نیوزیلنډ او فیجي هېوادونه هم تر پوښښ لاندې لرل او هلته یې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کول.

په اسټرالیا کې شاوخوا ۹۰زره افغانان اوسیږي او په نیوزیلنډ کې بیا د افغانانو شمېر شاوخوا ۹ زرو ته رسیږي. په فیجي کې یواځې ۳۰ افغانان په موقتو ویزو اوسیږي.

ملابرادر او امیرخان متقي د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړل

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال - ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال - ملا عبدالغني برادر

د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی نن د ایران د مخکیني رهبر سیدعلي خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.

د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو له هغې ډلې حریت راډیو لیکلي چې د دغه پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په پلاوي کې شامل دی.

ایران کې به له راتلونکې شنبې د جولای څلورمې د خامنه يي د جنازې مراسم پيلیږي.

د راپورونو له مخې ایراني چارواکو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په بلنې سربېره لږ تر لږه ۲۵۰۰ افغانانو ته هم په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې دي.

د ایران مخکینی رهبر علي خامنه يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د فبروري په ۲۸مه په ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په لومړیو ورځو کې ووژل شو.

د فوټبال نړیوال جام او د کوربه امریکا مهمه بریا

نړیوال جام کې د امریکا مینه وال
نړیوال جام کې د امریکا مینه وال

د فوټبال د نړیوال جام په حذفي دور کې به نن شپه هسپانیه او اتریش سره مخ شي.

تېره شپه څو مهمې لوبې شوي چې له ډلې یې کوربه امریکا د خپلې سیالې بوسنیا او هیرزیګووینا په ماتولو د ۱۶ غوره ټیمونو دور ته لاړه.

امریکا په دې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل او تمه ده په راتلونکي پړاو کې له بلجیم سره مخ شي.

بلجیم بیا درې پر دوه سینیګال مات کړ.

په بله حساسه لوبه کې انګلستان دوه پر یو کانګو ماته کړه.

د شپږیزې کریکټ لیګ یوولسم پړاو چهارشنبې خوست کې پیل شو

ارشیف
ارشیف

د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور ورزشي لوبغالي کې پیل شو.

د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نن به د بست لوبډله له آمو نهنګانو او د سپین غر لوبډله له بند امیر سره سیالي وکړي.

دغه سیالۍ چې د خوست په کوربتوب ترسره کېږي، پنځه لوبډلې به په کې د ۱۴ ورځو لپاره د اتلولۍ جام د ګټلو په موخه له یو بل سره لوبې وکړي.

ټرمپ: ایران سره خبرې ډیرې ښې پرمخ ځي

ولسمشر دونالد ټرمپ
ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې ایران سره خبرې «ډیرې ښې» پرمخ ځي.

دونالد ټرمپ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا څو ورځې مخکې په ایران سخت بریدونه وکړل خو د دواړو خواوو ترمینځ قطر کې وروستۍ غونډې ښې ترسره شوي دي.

ټرمپ داهم وویل چې «د ایران د اټومي وسلې د لیرې کولو بهیر په ښه توګه د پرمختګ په حال کې دی.»

ټرمپ زیاته کړه چې «ښې غونډې شوي او ګورو چې څه کیږي. «

رسنیو د ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې رپوټ ورکړ چې په دوحه کې دامریکا او ایران ترمینځ غیرمستقیمې «تخنیکي خبرې« وشوې.

د پاکستان او قطر په منځګړیتوب دغه خبرې دایران او امریکا ترمینځ د وروستي تفاهم لیک د پلي کولو لپاره ترسره شوي دي.

لوی امریکايي مرکچیان، سټیف ویتکاف او جرد کوشنر قطري منځګړو سره خبرو لپاره دتیرې دوشنبې په ورځ دوحې ته ورسیدل او دسه شنبې په ورځ یې صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ولیدل.

خو ټاکل شوې نه ده چې دوی په تخنیکي خبرو کې برخه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG