خبرونه
رومانیا او بلغاریا هم د شینګین غړي شول
د اروپایي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه چې رومانیا او بلغاریا به د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د دې ټولنې په شینګن زون کې شامل شي
د شینګین زون د غړیو هېوادونو وګړي او هغه کسان چې د دغه زون د غړیو هیوادونو اوږدمهالې وېزې لري، د زون ټولو هیوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي.
اروپایي شورا دا پریکړه نن په اروپايي ټولنه کې د رومانیا او بلغاریا له غړیتوب څخه نژدې اتلس کاله وروسته اعلان کړه. دواړو هېوادونو لپه تېرو ۱۵ کلونو کې په شینګڼ زون کې د شمولیت لپاره ټاکلي تخنیکي معیارونه پوره کړي دي.
د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندور پینټر چې هیواد یې د اروپایي ټولنې دوره يي مشري کوي دا پریکړه تاریخي وبلله چې بلغاریا او رومانیا د شینګین له زون سره یوځای شول.
له بلغاریا او رومانیا سره د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادونو له ډلې پنځه ویشت د شینګین غړي شول چې استوګن یې له ویزو پرته دغو هیوادو ترمنځ سفر کولی شي. اوس یوازې قبرس او ایرلنډ پاتې دي چې د شینګین بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی دی
د طالبانو د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې په غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کې واورې او بارانونه وشي.
د وړاندوینې له مخې، د باران اندازه به د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ وي او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۴۰ سانتي مترو ترمنځ وي.
د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې په مرکزي سیمو او سالنګونو کې به قوي بادونه وچلیږي.
افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې د لسو ډېرو زیان منونکو هیوادونو څخه یو دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختې سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي افغان فعال حمزه الفت د طالبانو له بنده تر ازادۍ وروسته مړ شوی
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي د افغان فعال حمزه الفت مړینه خواشینوونکې ده او په اړه یې باید تحقیق وشي. ریچارډ بنېټ یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه دا بیان خپور کړی.
د راپورونو له مخې حمزه الفت د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې په کابل کې نیول شوی وو. هغه د ښځو او فعالانو په اعتراضي لاریونو او غونډو کې د ګډون په خاطر بندي کړای شوی وو.
د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو حمزه الفت په زندان کې سخت شکنجه کړی او د همدغو شکنجو او پاتې تاثیراتو په خاطر هغه تر ازادۍ څه وخت وروسته د ناروغیو او ټپونو په خاطر ساه ورکړې ده.
د طالبانو حکومت لا د حمزه الفت په مړینه او په زندان کې د هغه د شکنجې په تړاو څه غبرګون نه دی ښوولی.
مخکې هم ګڼو راپورونو کې طالبان تورن شوي چې د بشري حقونو فعالان، ښځې او خبریالان یې نیولي او په زندانونو کې سخت شکنجه او ان په ځینو باندې تېری کړی دی.
طالبانو بیا اکثر دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ ویلي پنځه تنه وسله وال یې د افغانستان - پاکستان په پوله باندې وژلي دي
د پوځ مطبوعاتي دفتر آی اس پي آر ادعا کړې چې دغو بریدګرو غوښتل د بلوچستان له ژوب سیمې سره د پاکستان خاورې ته ننوځي چې د پاکستاني پوځیانو له خوا هدف وګرځېدل.
د پاکستان پوځ په دغه بیان کې یو وار بیا ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي د خپلې خوا پولې امنیت ونیسي. د پاکستان د پوځ بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت باید خپل مسوولیت ادا او اجازه ورنکړي چې له افغان خاورې د پاکستان ضد فعالیت ترسره شي.
د طالبانو حکومت بیا مخکې په وار وار ویلي هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ګاونډیو هیوادونو امنیت ته د ګواښ لپاره د افغانستان خاوره وکاروي.
د پاکستان پوځ داسې وخت دا ادعا کړې چې تېره اوونۍ یې د کونړ ګڼې سرحدي سیمې په توپونو ویشتلي او تر هغه مخکې یې هم په پکتیکا کې بمباري کړې.
د دغو پرله پسې سرحدي نښتو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
دری اسراییلۍ یرغملې ښځې د حماس له بنده خلاصې او اسراییلو ته ورسېدې
له یرغمل ازادې شوې ښځې ۲۴ کلنه رومي ګونن، ۲۸ کلنه ایملي داماري او ۳۱ کلنه دورون شتاین براخر دي. د راپورونو له مخې دوی ۴۸۱ ورځې د حماس ډلې سره یرغمل وې.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دغو ازادو شویو ښځو یوه سخته او وحشتناکه دوره تېره کړې ده.
د دغو خلاصو شویو یرغملو په بدل کې اسراییل شاوخوا ۹۰ فلسطیني بندیان ازادوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یرغملو د یوې ډلې خلاصون و د اسراییلو او حماس له خوا د اوربند د تړون پيل یو مهم ګام وباله.
بایډن وویل له دې چې په غزه کې اوربند وشو ډېر ښه خبر دی او تمه ده څلور نورې یرغملې ښځې هم په راتلونکې یوه اوونۍ کې ازادې شي.
فلسطینیانو پرون د اوربند په پار خوشحالۍ وکړې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.
حماس او اسراییل له یکشنبې اوربند پیل کړی.
حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.
هغه برید پر غزې د اسراییل د برید لامل وګرځېد چې د حماس روغتیايي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۴۷ زره فلسطینیان پکې ووژل شول.
یو افغان په لومړي ځل د انګلستان د کلبي سیالیو لوبډلمشر ټاکل شو
د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی همدردجان تېموري چې اوس د انګلستان په پلازمینې لندن کې مېشت دی، د ځايي " مېل هېل وېلج" د دویمې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، میل هیل ویلج کرکټ کلب له تېرو ۱۵۷ کلونو راهیسې فعالیت کوي چې په لومړي ځل یې یو افغان د دویم کلب لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د ښاغلي تېموري په وینا، هغه ته د کلب له ۱۳۲ غړیو څخه ۸۰ کسانو رایه ورکړې ده چې خپل سریلانکايي سیال څخه د ۶۰ رایو په تفاوت مخکې شوی دی.
د نوموړي په وینا دې لوبډلمشرۍ دا فرصت ورکړی دی چې انګلستان ته د نویو راغلیو افغان کډوالو هغو ځوانانو ته د لوبو ذمینه سازي وکړي چې له کرکټ سره مینه لري.
دغه راز همدردجان تېموري خپله لوبډلمشري یوازې یو امتیاز نه ګڼي، بلکې وايي چې له دې لارې به د دې فرصت هم ترلاسه کړي چې د افغانستان د کرکټ یو روښانه انځور د خپل کلب او نورو کلبونو لوبغاړو ته وړاندې کړي.
د ویلو ده چې اوس مهال په لسګونه افغان ځوانان د برېټانیا په بیلابیلو کلبونو کې کرکټ کوي چې یو شمېر یې د انګلستان مهمو لوبډلو ته هم رسېدلي دي.
انځور: همدرد جان تېموري
فضل حق فاروقي یو وار بیا په نړیوال شل اوریز لیګ کې ښه ځلېدلی
د افغانستان د ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په " انټرنیشنل شل اوریز لیګ" کې ښه توپ اچونه کړې ده.
نوموړی چې د " مای امارات" په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړي دي او ۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.
ښاغلی فاروقي اوس مهال د متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریزه لیګ د توپ اچوونکو په کتار کې تر ټولو مخکې دی چې په ۴ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.
نوموړي تر دې وړاندې هم په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.
په یاده لوبډله کې له فاروقي سره دوه نور افغان لوبغاړي وقار سلامخیل او الله محمد غضنفر هم لوبه کوي.
د ویلو ده چې اوس مهال ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په درې مهمو سوداګریزو لیګونو کې لوبیږي چې ټولو تر دې دمه ښې لوبې کړې دي.
د امریکا نوی ولسمشر به په لومړۍ ورځ لسګونه اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي
ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا (دوشنبې) رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ختیځ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیلوي، ویلي چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي، چې د دوه کلن انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې کړې وې.
د امریکا رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم سل اجرایي فرمانونه چمتو کړي، څو هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړي.
د دود له مخې، منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ له تحلیف وروسته د سپینې ماڼۍ اوفل یا بیضوي دفتر ته ځي، او له دې مخکې چې سپینې ماڼۍ ته په څېرمه واټونو کې د رسم ګذشت په مراسمو کې ګډون وکړي، خپل لومړي اجرایي فرمانونه لاسلیک کوي.
په اروپا، روسیه، او اوکراین کې د ټرمپ هغه ژمنه ډېره مهمه ګڼل کېږي چې وايي د اوکراین د خونړي جنګ د ختمولو لپاره به اقدام کوي.
ایران به ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه وايي، ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بنديان افغانستان ته وسپاري.
د طالبانو سترې محکمې نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د دې محکمې یوه پلاوي، چې تهران ته تللی، د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال، کاظم غریبآبادي، سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د عدلي او قضايي همکاریو د پیاوړتیا او د بندیانو د انتقال پر موضوع خبرې کړي دی.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې افغانستان ته د بندیانو د انتقال د دقیق وخت او شرایطو په اړه څه نه دي ویل شوي.
عبدالمالک حقاني او د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو مرستیال، کاظم غریب آبادي، د هغو افغانانو د اعدام پر بدیلو لارو چارو هم خبرې کړي چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي.
عبدالمالک حقاني د جمعې په ورځ (جدي په ۲۸مه) د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ.
ایران وايي، تېر کال یې افغانستان ته په صادراتو کې ۸۴٪ ډېروالی راغلی
په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ اتشه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تهران او کابل ترمنځ سوداګري اړیکو پر له پسې وده کړې ده.
د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، حسین روستايي پرون (شنبې) وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګري تبادلو اندازه د وړم کال پرتله نژدې ۸۴ سلنه زیاته شوې ده.
حسین روستايي همداراز وویل چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه د څه باندې ۳ میلیارده او۱۴۳ میلیون ډالرو واردات کړي دي. حال دا چې په ۲۰۲۲ کې ایران، افغانستان ته د یو میلیارد او۷۱۴ میلیون ډالرو صادرات لرل.
خو د دې په مقابل کې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته د ۵۴ میلیون ډالرو صادرات لرل، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲۹ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی دی.
د ایران د ګمرکونو د ادارې د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان په اوس وخت کې د ایراني صادراتو پنځم لوی هدف دی.
له فلیپین څخه ۲۰۰ افغانان امریکا ته واستول شول
له فیلیپین څخه شاوخوا ۲۰۰ افغانان، چې د کډوالۍ ویزې یې نهايي شوې وې، متحدو ایالتونو ته لېږدول شوي دي.
په مانیلا ک د امریکا د سفارت ویاند نن (یکشنبه) اسوشیتیډ پریس اژانس ته وویل، چې دا افغانان په څو ډلو کې تېره اوونۍ په سوداګریزو الوتنو کې له فلیپین څخه امریکا ته واستول شول.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې د فیلیپین له حکومت څخه د کډوالو په چارو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.
دا افغانان، چې ډېری یې ماشومان دي، د جنورۍ پر ۶مه نېټه فیلیپین ته رسیدلي وو.
تمه کېده، چې دغه افغانان به تر څو میاشتو پورې په فیلیپین کې پاتې شي، خو د دوی د ویزو پروسه په بېساري ډول ګړندۍ شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې متحدو ایالتونو شاوخوا ۱۶۰ زره افغانان په خپل هېواد کې مېشت کړي دي.