د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

خبرونه

طالبان: په بیلابیلو ولایتونو کې مو د یولسو تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي دي

د طالبانو حکومت د یولسو خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړه، ویلي، په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دې موسسو د بندیدو په علتونو کې، خیالي استادان او محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او یوشمیر نورې سرغړونې یادې شوې دي.

په دې اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا د لوړو زده کړو د وزارت د مشرتابه د شورا پریکړه ده او د دې موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

رومانیا او بلغاریا هم د شینګین غړي شول

د اروپایي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه چې رومانیا او بلغاریا به د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د دې ټولنې په شینګن زون کې شامل شي

د شینګین زون د غړیو هېوادونو وګړي او هغه کسان چې د دغه زون د غړیو هیوادونو اوږدمهالې وېزې لري، د زون ټولو هیوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي.

اروپایي شورا دا پریکړه نن په اروپايي ټولنه کې د رومانیا او بلغاریا له غړیتوب څخه نژدې اتلس کاله وروسته اعلان کړه. دواړو هېوادونو لپه تېرو ۱۵ کلونو کې په شینګڼ زون کې د شمولیت لپاره ټاکلي تخنیکي معیارونه پوره کړي دي.

د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندور پینټر چې هیواد یې د اروپایي ټولنې دوره يي مشري کوي دا پریکړه تاریخي وبلله چې بلغاریا او رومانیا د شینګین له زون سره یوځای شول.

له بلغاریا او رومانیا سره د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادونو له ډلې پنځه ویشت د شینګین غړي شول چې استوګن یې له ویزو پرته دغو هیوادو ترمنځ سفر کولی شي. اوس یوازې قبرس او ایرلنډ پاتې دي چې د شینګین بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

امریکا د افغان نجونو په طبي زده کړو د طالبانو پر بندیز اندېښنه وښوده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه نوې پریکړه چې ښځې په طبي انسټیټوتونو کې له زده کړو منع کوي، غندلې او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په افغانستان کې روغتیایي وضعیت له نورو ننګونو سره مخامخ کړي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو دغه نوې بندیز د هغو هڅو وروستۍ بیلګه ده چې د افغان ښځو او نجونو حقونه او ژوند ننګوي او تعلیم او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو پرلاسرسي د نه توجیه وړ ګوزاردی.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مخکینو بندیزونو ښځې له دې منع کړي چې نارینه ډاکټران یې درملنه وکړي او هم له نارینه محرم پرته له لیرې سفرکولو راګرځول شوې دي.

د بلینکین په خبره دغه تګلارې چې اوس له طبي زده کړو څخه د ښځو منع کیدل هم ورسره یوځای کیږي، نه یوازې د افغان میرمنو او نجونو، بلکې د ټولو افغانانو روغتیا، هوساینه، خوندیتوب او ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

بلینکین ویلي چې متحده ایالات به د دغو بندیزونو د لیرې کولو هڅو ته دوام ورکړي او نور هیوادونه هم دې کار ته هڅوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په طبي انسټیټوتونو کې د ښځو پرزده کړې د لګول شوي بندیز په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او په دې اړه راپورونه یې نه تایید او نه هم رد کړي خو د روغتیا وزارت د یوشمیر چارواکو په حواله په راپورونو کې ویل شوي و چې د دغو انسټیټوتونو ښځینه زده کونکو ته تېره اوونۍ وویل شول چې د سې شنبې له ورځې نور د زده کړو دغو مرکزونو ته نور ورنه شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هریس هم اسوشتید پرس آژانس ته د لګول شوی بندیز خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه پرمختګ د ښځینه روغتیایی کارکوونکو د رسمي زده کړو د پایښت او غوښتنې په اړه جدي اندیښنې راپورته کوي.

د خلیل الرحمن حقاني د جنازې مراسم په پکتیا کې ترسره شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د چنازې مراسم نن ـپنجشنبې) تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په خپل پلرني ولایت، پکتیا کې ترسره شول.

د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو، د ریاست الوزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ګډون کړی وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د هغه وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې ۶ تنه نور هم وژل شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دغه برید مسوولیت منلی دی.

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې ډلې له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې وژل کیږي.

نوموړی د سراج الدین حقاني تره او د حقاني کورنۍ د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور دی.

امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (پنجشنبې، د لیندۍ ۲۲ مه) د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

دا په روان کال کې د افغانستان په اړه د دې شورا څلورمه غونډه ده چې په دې هېواد کې د سیاسي، بشري او امنیتي ننګونو په اړه په کې د نړیوالې ټولنې استازي بحث کوي.

امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پماموریت (یوناما) مشره روزا اوتنبایوا به د دغه هېواد په اړه خپل درې میاشتنی راپور غونډې ته وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، پر دې سربېره به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) استازی هم دې شورا ته وینا وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه ویلي، د دوی د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته به د دې غونډې پریکړې «عقده يي او له واقعیت لرې» وي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي بې ثباتۍ او بشري ناورین سره مخامخ دی.

د یونان د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو پر ناوړه وضعیت اندېښنه

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د یونان د کډوالو په کمپونو کې د افغانانو په ګډون ماشومان له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

د سیف د چیلډرن په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي چې د کډوالو لپاره د یونان شورا د دې هېواد د کډوالو په کمپونو کې هغه ترخه واقعیتونه په ګوته کړي چې ماشومان ورسره لاس و ګرېوان دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وویل، په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته د ماشومانو راتګ دوه چنده زیات شوی دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یونان ته د کډوالو راتګ ډېر شوی، چې د کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې تر ۵۷۳۰۰ اوښتی دی.

دغه سازمان زیاتوي، سږ کال تر ۱۳۰۰۰ ډېر ماشومان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر دي. له ترکیې یونان ته په اوښتونکو کډوالو کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم شامل دي.

د هرات زلزله ځپلې لا هم له کړاوونو سره مخامخ دي

د ګډوالو نړيوال سازمان وايي، په هرات کې له ويجاړوونکې زلزلې يو کال وروسته هم زرګونه کسان د خپل ژوند په بيا رغولو کې ستونزې لري.

د ګډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چې ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې ۸۵ سلنه یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، ۳ سلنه خلک په بې ثباته ورځني معاش باندې تکیه کوي.

دا اداره همداراز وايي، ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناوو د نشتوالي له کبله له سړې هوا سره مخ دي.

داعش پر خلیل الرحمان حقاني د برید مسولیت ومانه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د شوي برید مسولیت ومانه.

د فرانسې او جرمني خبري اژانسونو د داعش د تبلیغاتي چينلونو په حواله ویلي چې برید د دوی د یوه ځانمرګي له خوا شوی دی.

خلیل الرحمان حقاني پرون چهارشنبه د وزارت په انګړ کې ځانمرګي برید کې ووژل شو او په دغه برید کې ځایي چارواکو د لږ تر لږه شپږو نورو کسانو د وژلو پخلی هم کړی دی.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د کورنیو چارور د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني ورور دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د هغه نوم د ترهګرو په لست کې شامل کړی و او ۲۰۱۱ کال کې یې د هغه پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه هم اعلان کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

ټاکل شوې د پنجشنبه په ورځ د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د یوناما مشره روزا اتونبایوا به دې غونډې ته وینا وکړي.

په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه دا د سږکال څلورمه غونډه ده او په داسې وخت کې جوړیږي چې یوناما د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و، که څه هم په افغانستان کې وسله والې نښتې کمې شوې ، خو بشري حقونه له خطر سره مخامخ شوې دي.

امنیت شورا هم په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د ډيرې اندیښنې وړ بللی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د طالبانو پر وزیر چادونه غندلې ده

د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر پرونۍ چاودنه په کلکو ټکیو غندلې ده.

خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د وزارت دننه د ځان مرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. د دې چاودنې له امله شپږ تنه نور هم وژل شوې دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا برید داعش کړی دی، خو تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی اخیستی.

د اسلامي همکاریو د سازمان له لورې په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه ناوخته یې خپره کړه؛ راغلې دي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی خو داسې بریدونه د امنیت په برخه کې اندیښنې پیدا کولی شي.

په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې په افغانستان کې باید داسې هڅې باید وشي چې د ناامنیو د جرړو د ایستلو سبب شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG