خبرونه
د افغانستان او زیمبابوې لومړی ۲۰ اوره سیالي
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي.
د دې لړۍ لوبې د زمبابوې په کوربه توب د دې هیواد په پلازمینه هراري کې ترسره کیږي. د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې افغانستان او زمبابوې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې ترسره کوي.
دواړه لوبډلې به نورې دوه شل اوره سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ، د ډسمبرپه ۱۳ او بله د شنبې په ورځ، د ډسمبرپه ۱۴مه ترسره کړي.
د شل اوریزو سیالیو لپاره د اعلان شوې لوبډلې مشري به راشدخان او د یو ورځنیو سیالیو حشمتالله شهیدي کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: له ایران سره موافقه نژدې شوې
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په خاطر موافقې ته ډیر نژدې شوی دی، خو که چیرته خبرې ناکامه شي پر ایران به سخت بریدونه پيل شي.
ډونالډ ټرمپ د مې په ( ۲۳ مه) سي بي ایس تلویزیون ته وویل چې دا موافقه به د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا متحد ایالتونه، ایران او پاکستان چې د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې منځګړیتوب کوي د شنبې په ورځ وویل چې له نژدې درې میاشتو راهیسې د جګړې د پایته رسیدو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا یوې بلې رسنۍ اکسیوس ته په مرکه کې دا خبره هم وکړه چې دی د ایران د روغې جوړې د وروستۍ مسودې په تړاو له خپلو سلاکارانو سره خبرې کوي او ښایي تر یکشنبې پورې د جګړې د بیا پيلولو په اړه پریکړه وکړي، یعني یا به ښه موافقه ترلاسه کوي یا به جګړې ته مخه کوي.
چین افغانستان ته یوشمیر صادرات محدودوي
د چین سوداګرۍ وزارت د شنبې( د مې ۲۳ مه) وویل چې افغانستان ته به د یوشمیر کیمیاوي موادو د صادراتو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي.
د دې محدودیت علت دا یاد شوی دی چې له دغو موادو څخه د مخدره توکو په تولید کې استفاده کیږي.
دا د کلورایډ امونیم او کلورایډ پلادیم په شمول یو څلویښت ډوله مواد دي چې پیکنګ د افغانستان ترڅنګ میانمار او څو نورو هیوادونو ته د هغوی صادرات محدود کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي چې د دغو کیمیاوي موادو له ځینو ډولونو د افغانستان په فابریکو کې استفاده کیږي نو پکار ده چې له چینایي لورې سره خبرې وشي چې دا ستونزه هواره شي.
د تکواندو په اسیایي اتلولۍ کې دوه افغان لوبغاړي د میډالونو د ترلاسه کولو په تکل
د افغانستان د تکواندو لوبډلې دوه لوبغاړي حکمت الله زین او اشرف شکران یکشنبه( د مې ۲۴ مه) د اسیایي اتلولۍ په ترڅ کې له خپلو سیالانو سره مسابقه کوي.
د تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د اسیا د درې څلویښت هیوادو د لوبغاړو ترمنځ تر دوشنبې پورې روانې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ۶ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
بل لور ته د ازبکستان په کوربتوب د مارشل ارت په رزمي لوبو کې د سمیع الله په نوم یوه افغان لوبغاړي خپل منګولیایي سیال ته ماتې ورکړه او د پنځه شپیته کیلوګرام وزن په ګټګوري کې پایلوبې ته ورسید. له دې سره د سمیع اله د سپينو زرو میډال حتمي شو او اوس به د سروزو د میډال د ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي.
ملالې یوسفزۍ افغان نجونو ته میډال ډالۍ کړ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زده کړو په برخه کې نوی ترلاسه کړی میډال، افغان نجونو ته ډالۍ کړ.
د ( هي فیستوال) له لورې د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ ته دا جایزه د نجونو د تعلیم په برخه کې د دې د هڅو په خاطر ورکړل شوه.
د ( هې ) په نوم ادبي – کلتوري نړیوال فیستیوال له نولس سوه اته اتیایم کال راهیسې د نړۍ په یوشمیر هیوادنو کې د لیکوالانو، خبریالانو، ساینسپوهانو او هنرمندانو له لورې جوړیږي.
په افغانستان کې له تیرو نژدې پنځو کلونو راهیسې له شپږ ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو طالبانو بندیز لګولی دی. ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د حقونو لپاره په ځانګړې ډول د زده کړو په برخه کې وخت په وخت غږ اوچت کړی دی.
۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول
افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي.
د راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.
د چین په یوه کان کې چاودنې له ۹۰ تنو ژوند واخیست
د چین په شمال کې د ډبروسکرو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه مړه شوي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د چین د دولتي رسنیو پر اساس راپور ورکړی چې دا پېښه په تېرو ۱۷ کلونو کې د دغه هېواد په کانونو کې تر ټولو ستره غمیزه بلل شوې ده.
د چین دولتي خبري آژانس شینهوا ویلي چې دا پېښه د جمعې په ماښام، (د جوزا په لومړۍ نېټه) د شانشي ولایت د «لیوشېنیو» د ډبروسکرو په کان کې شوې ده.
د راپور له مخې، د چاودنې پر مهال ټولټال ۲۴۷ کارګر تر ځمکې لاندې په کان کې موجود وو.
شینهوا همداراز ویلي چې د ژغورنې ۳۴۵ کارکوونکي سیمې ته استول شوي وو او د هغو ۹ کسانو د موندلو هڅې یې کولې چې لا هم نادرکه ګڼل کېدل.
د جمعې د ورځې دا چاودنه له ۲۰۰۹ کال وروسته د چین په یوه کان کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.
په ۲۰۰۹ کال کې د چین د شمال ختیځ هیلونګجیانګ ولایت د یوه کان په چاودنه کې ۱۰۸ کسان وژل شوي وو.
د چین ولسمشر شي جینګ پینګ امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې ټولې ممکنې هڅې وکارول شي، او د دې پېښې په اړه یې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه هم کړې ده.
راپور: امریکا پر ایران بریدونو ته تیاري نیسي
سي بي ایس نیوز راپور ورکړی چې امریکا پر ایران د بریدونو د نوې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
دې امریکايي شبکې د شنبې په لومړیو ساعتونو کې د هغو سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي چې د نوو بریدونو لپاره تیاری او چمتووالی د جمعې په ورځ نیول شوی دی.
خو په راپور کې راغلي چې د امریکا په وخت د جمعې تر مازیګر پورې لا د ایران پر خاورې د احتمالي نوي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.
هممهاله، د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یوې خبریالې په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره غونډه کړې، خو په دې ناسته کې کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې.
د سپینې ماڼۍ د دې خبریالې په وینا، ټرمپ په غونډه کې موافقه کړې چې د ډیپلوماسۍ لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا شته، خو په عین حال کې جګړې ته د بېرته ستنېدو احتمال لا هم یو انتخاب دی.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د خپل هېواد لوېدیځ فضايي حریم په موقتي ډول بند اعلان کړ
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د لوېدیځې سیمې فضايي حریم په لنډمهاله توګه بند شوی دی.
دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپره شوې چې له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ د یوې ډیپلوماټیکې حللارې او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، او له بلې خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا پوځ یو ځل بیا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
د ملکي هوايي چلند ادارې د خبرپاڼې له مخې، د تهران د الوتنو د معلوماتي سیمې په لوېدیځه برخه کې د ټولو مسافرو وړونکو الوتنو جوازونه لغوه شوي دي.
اوس مهال یوازې اته هوايي ډګرونه، چې پکې مهرآباد، امام خمیني، اصفهان او یزد شامل دي، د فعالیت اجازه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې د افغانانو پر ستنولو انتقاد وکړ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې خپل هیواد ته د افغانانو پر جبري ستنولو انتقاد وکړ، ویې ویل چې ایستل شوي کسان د ځورونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ دي.
شبیا مانټو پرون (جمعه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ښځې، سړي او ماشومان له هغو هېوادونو څخه، چې هلته یې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، د خپلې خوښې خلاف بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د ملګروملتو د بشري حقونو ویاندې زیاته کړه، د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته د افغانانو ستنول هغوی ته جدي خطر پېښولی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه پورې۲۷۰ زره افغانان افغانستان ته ایستل شوي دي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. همداراز، لږ شمېر کسان له ترکیې او تاجکستان څخه هم بېرته ستانه کړل شوي دي.
د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله انګلستان ته ځي
د افغانستان د کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله به روان دوبی انګلستان ته سفر وکړي او څو لوبې به ترسره کړي.
دا لوبډله له هغو افغان لوبغاړو جوړه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې او ډېری لوبغاړي یې اوس په استرالیا کې اوسي.
د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ ویلي، د دې سفر لپاره یې د تمرین معیاري اسانتیاوې برابرې کړې دي. ټاکل شوې ده چې لوبغاړې د جولای په پنځمه د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه هم په لارډز لوبغالي کې له نژدې وګوري.