خبرونه
اروپايي ټولنې د افغانانو په تیره بیا د نجونو د تعلیم له حقه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ وایي، بشري حقونه د یوه پیاوړي دولت د جوړولو او د یوه سوکاله افغان ولس لپاره ډیرمهم دي.
دې استازولې پرون سې شنبې د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې اروپایي ټولنه د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د کار او تعلیم په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپله ژمنه بیا تکراروي.
پرون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ډیرو نورو لورو هم په افغانستان کې د طالبانو له لورې له بشري حقونو په تیره د ښځو او نجونو له حقونوڅخه سرغړونې په کلکه وغندلې او د دغو حقونو د دفاع لپاره یې پرخپلو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په یوه ویډیویي پیغام کې چې پرون سې شنبې یې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې “ زموږ حقونه، زموږ راتلونکې اوس” د بشري حقونو د سږني کال د نړیوالې ورځې پیغام دی او د افغانستان اکثریت وګړي هم همداشی غواړي خو زیاته یې کړه چې ولې طالبان دغو غوښتنو ته غوږ نه نیسي؟
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پاکستان کې د پوځي اډې ترڅنګ یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې
پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بېپيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه.
ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي.
شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې.
تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام اباد ته نژدې د فیض اباد پر پوځي سیمه د افغان طالبانو له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي وو. خو د دې تازه پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
هند پاکستان له خپلو ګاونډیو سره په ناوړه چلند تورن کړ
هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان له خپل ګاونډیو هیوادونو سره په ناوړه چلند تورن کړ او ویې ویل چې د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې هوايي بمبارۍ باید په کوم نوم یادې شي.
د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پرواتانېني هریش د دوشنبې په ورځ (۱۶ مارچ) له اسلامفوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا جوړه شوې وه، وویل:
«د هند لوېدیځ ګاونډی د دې ښه بېلګه دی چې په خپل ګاونډ کې د اسلامفوبیا په اړه خیالي کیسې جوړوي.»
هغه د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ.
هغه زیاته کړه:
«سړی حیرانېږي چې په همدې هېواد کې د احمدیانو پر وړاندې سخته ځپنه باید څه ونومول شي، یا د بېوسه افغانانو په لویه کچه ایستل، او یا د روژې په سپېڅلې میاشت کې په افغانستان کې هوايي بمبارۍ څنګه توجیه کېدای شي؟»
هند او پاکستان له لسیزو راهیسي په خپل منځ کې سیالي لري او تر اوسه پورې یې څو ځلې په خپل منځ کې جګړې هم کړي دي.
هند په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان برید وغانده
هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل:
«هند په څرګند ډول د مارچ د ۱۶مې په شپه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وحشیانه هوايي برید غندي. دا په هېڅ ډول پوځي هدف نه شي بلل کېدای. پاکستان اوس هڅه کوي دا عامه وژنه د پوځي عملیاتو په نوم پټه کړي.»
خو پاکستان ویلي چې په کابل کې یې پوځي هدفونه بمباري کړي دي.
د طالبانو محکمې په زابل کې اوه کسه په درو ووهل
د طالبانو د حکومت سترې محکمې وویل چې دغه کسان په شاه جوی ولسوالۍ کې د غلا او لواطت په تور هریو شل تر دیرشو درو ووهل شول.
ستره محکمه زیاتوي چې تورنو کسانو ته د د ولتي ادارو د چارواکو او مراجعینو په حضور کې سزا ورکړل شوه.
دغه کسان له ۸ میاشتو تر ۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.
د طالبانو حکومت د یکشبنې په ورځ هم ۲۱ کسه د قاچاق او د مخدرو موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په کابل کې په درو وهلي وو.
بدني سزا باندې تل د بشري حقوقو د سازمانونو او ملګرو ملتونو لخوا تل نیوکه شوې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې بدني سزا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
افغانستان کې دشري ناروغۍ موارد زیات شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتیدو ده.
دغه سازمان د دوشبنې په ورځ د مارچ په ۱۶ مه د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې په تیره فبروري میاشت کې افغانستان کې د شري څه دپاسه ۲۶۰۰ نوي موارد او ۱۶ وفیات یې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې دغه شمیر د مخکنۍ میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز په فبروروي میاشت کې د تنفسی شدید عفونت د ۱۵۷ زره مواردو او د ۳۱۳ اړوندو وفیاتو هم خبر ورکوي او وايي چې دغه شمیرې د جنوري میاشتې ابتلا ته په کتو ۳ سلنه کموالی ښيي.
د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بودجې د کموالي له کبله له جدي بحران سره مخ دی او په ځانګړې توګه د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي خدماتو ته دکم لاسرسي څخه شکایت کوي.
ټرمپ: هرمز تنګي کې دایران لخوا ماینونه ایښودل ځان وژنه ده
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايی هرمز تنګی کې ماین ایښودل د ایران د حکومت لپاره ځان وژنه ده.
دونالد ټرمپ زیاتوي چې ایران سره جګړه په وروستیو ورځو کې په "ټول زور" سره دوام لري او تراوسه په دغه هیواد کې څه دپاسه ۷ زره ځایونه په نښه شوي دي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې اکثریت دغه اهداف پوځي او اقتصادي وو.
د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل ددوشنبې په ورځ په ایران کې د توغندیو او ډرونونو د تولید درې ځایونه هم په نښه شول.
ټرمپ د دوشنبې د ورځې خبرې غونډه کې ګواښ وکړ چې که سپاه پاسداران په هرمز تنګې ماینونه کیږدي دا به یې د ځان وژنې په څیروي.
هغه وویل چې دامریکا پوځ د ایران ټولې دیرش کشتۍ چې ماینونه یې ایښودل له مینځه یوړلې او په وینا یې ټولې اوس د سمندر په تل کې دې.
د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې "یو په بل پسې جګړې" فلم وګټلې
د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې One Battle After Another یا یو په بل پسې جګړه فلم وګټلې.
د اکاډمي یا اوسکار جایزو ۹۸ دور بېګا په لاس انجلس کې وشو.
یو په بل پسې جګړه د غوره فلم، ډایرکټر، اقتباسي سکرین پلې، ملاتړي رول، ایډيټنګ او د ښه کسټنګ یا لوبغاړو ګمارنې په کټګوریو کې غوره جایزې وګټلې.
تر څنګ یې د غوره نارینه فلمي ستوري جایزه مایکل بي جورډن د سینرز فلم لپاره وګټله.
د غوره فلمي نجلۍ جایزه هم جیسي بکلي ته د همنیټ فلم لپاره ورکړل شوه.
د دوبۍ د هوايي ډګر د پروازونو ځنډ د ډرون برید په سبب
د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر نن سهار د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلی چې له امله یې ټول پروازونه ځنډېدلي.
د دوبۍ چارواکو ویلي چې په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی او اور وژونکي توانېدلي د ډرون برید له کبله رامنځته شوی اور کنټرول کړي.
دا د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر د ایران دریم وار ډرون برید وو.
ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په ځواب په خلیج په تېره اماراتو کې بېلابېلې سیمې د ډرون او توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي.
د راپورو په اساس د جګړې له پیله ایران څه باندې ۱۲۰۰ ډرون بریدونه او لسګونه توغندي د متحده عرب اماراتو په لور ویشتي دي.
د پاکستان په هاوان مرمیو سره خوست کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
طالب چارواکي وايي د خوست په دریو سیمو د پاکستان په بریدونو کې بېګا لږ تر لږه ۳ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې د پاکستان هاوان مرمۍ د سپېرې ولسوالۍ په افغان -دوبۍ سیمې، د ګربزو په نري کلي او د ځاځي میدان په عطاخېلو کلي لګېدلي.
د هغه په خبره په دغو بریدونو کې ټول ټال درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۶ نور ملکیان ټپیان دي.
د نورستان په کامدېش ولسوالۍ هم د پاکستان د ډي سي توپ د مرمۍ د لګېدو خبر ورکړل شوی چې د ملکیانو کور یې هدف ګرځولی.
اخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم په یوه تازه بیان کې افغان طالب ځواکونه د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د څلورو ملکیانو په وژنه تورن کړي.
عطاالله تارړ ویلي د طالبانو هاوان مرمۍ د ملکیانو په کورونو لګېدلي.
هغه ویلي یو پنځه کلن ماشوم سخت ټپي دی.
د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي
ټاکل شوې چې د ملګروملتونوامنیت شورا نن دوشنبې د هغه پریکړه لیک پرمسودې رایې واخلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه مامویت، یوناما تمدیدوي. تمه ده چې دا ځل دا ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځول شي. د امریکا متحده ایالاتو ویلي د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به د ملګروملتونو امنیت شورا ته فرصت برابرکړي ترڅو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام آیا هغه مناسب او بشپړد پلي کیدو وړدی کنه. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والتز د افغانستان په اړه د دې شورا د تیرې دوشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې د یوناما بودیجه په نړۍ کې د ملګروملتونو د نورو ځانګړو ماموریتونوپرتله ترټولو زیاته بودیجه ده.
د یوناما اوسنی یو کلن ماموریت سبا سې شنبې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي او که د امنیت شورا غړي د پریکړه لیک مسوده تصویب کړي نو هغه به د جون میاشتې تراولسمې پورې وغځیږي.