د ازادي راډیو په اونیزه تاندې څانګې خپرونه کې له ټولنیزو رسنیو څخه د مثبتې ګټې اخیستنې په اړه خبرې شوې دي.
د خپرونې په پيل کې به واورئ چې، په ټولنیزو رسنيو کې مثبت لیکل او بیا د لوستونکو لهخوا مثبت نظر ورکول د لیکوال نورو لیکنو ته څومره قوت وربښي او آیا کله مو فکر کړی دی چې، د نورو لیکنو ته داسې منفي نظر ورکول چې ادب او حتا املا هم په پام کې نهوي نیول شوي، خپله د منفي لیکونکي شخصیت ته زيان رسولی شي؟
دا خپرونه چې هره اوونۍ يې فرشته مرسل جوړوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: