د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۸

افغانستان

کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولس‌کلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه کېږي

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.

د افغانستان، او پاکستان د کرکټ د نولس‌کلنو لوبډلې نن (سه‌شنبې) د درې هېوادیزو سیالیو په پای‌لوبه کې مخامخ کېږي.

افغانستان په‌‌دې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله.

له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آی‌‌‌پي‌‌‌ایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضل‌‌‌حق فاروقي او عظمت‌‌الله عمرزی واخیستل شول.

عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه او فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې رحمن‌الله ګوربز د کلکته‌‌نایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.

راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.

د ویلو ده چې د آی‌پي‌‌ايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چین افغانستان ته یوشمیر صادرات محدودوي

ارشیف
ارشیف

د چین سوداګرۍ وزارت د شنبې( د مې ۲۳ مه) وویل چې افغانستان ته به د یوشمیر کیمیاوي موادو د صادراتو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي.

د دې محدودیت علت دا یاد شوی دی چې له دغو موادو څخه د مخدره توکو په تولید کې استفاده کیږي.

دا د کلورایډ امونیم او کلورایډ پلادیم په شمول یو څلویښت ډوله مواد دي چې پیکنګ د افغانستان ترڅنګ میانمار او څو نورو هیوادونو ته د هغوی صادرات محدود کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي چې د دغو کیمیاوي موادو له ځینو ډولونو د افغانستان په فابریکو کې استفاده کیږي نو پکار ده چې له چینایي لورې سره خبرې وشي چې دا ستونزه هواره شي.

د تکواندو په اسیایي اتلولۍ کې دوه افغان لوبغاړي د میډالونو د ترلاسه کولو په تکل

په شنه کمیس کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړی- ارشیف.
په شنه کمیس کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړی- ارشیف.

د افغانستان د تکواندو لوبډلې دوه لوبغاړي حکمت الله زین او اشرف شکران یکشنبه( د مې ۲۴ مه) د اسیایي اتلولۍ په ترڅ کې له خپلو سیالانو سره مسابقه کوي.

د تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د اسیا د درې څلویښت هیوادو د لوبغاړو ترمنځ تر دوشنبې پورې روانې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ۶ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

بل لور ته د ازبکستان په کوربتوب د مارشل ارت په رزمي لوبو کې د سمیع الله په نوم یوه افغان لوبغاړي خپل منګولیایي سیال ته ماتې ورکړه او د پنځه شپیته کیلوګرام وزن په ګټګوري کې پایلوبې ته ورسید. له دې سره د سمیع اله د سپينو زرو میډال حتمي شو او اوس به د سروزو د میډال د ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي.

ملالې یوسفزۍ افغان نجونو ته میډال ډالۍ کړ

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زده کړو په برخه کې نوی ترلاسه کړی میډال، افغان نجونو ته ډالۍ کړ.

د ( هي فیستوال) له لورې د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ ته دا جایزه د نجونو د تعلیم په برخه کې د دې د هڅو په خاطر ورکړل شوه.

د ( هې ) په نوم ادبي – کلتوري نړیوال فیستیوال له نولس سوه اته اتیایم کال راهیسې د نړۍ په یوشمیر هیوادنو کې د لیکوالانو، خبریالانو، ساینسپوهانو او هنرمندانو له لورې جوړیږي.

په افغانستان کې له تیرو نژدې پنځو کلونو راهیسې له شپږ ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو طالبانو بندیز لګولی دی. ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د حقونو لپاره په ځانګړې ډول د زده کړو په برخه کې وخت په وخت غږ اوچت کړی دی.

۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول

افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي.

د راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې د افغانانو پر ستنولو انتقاد وکړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې خپل هیواد ته د افغانانو پر جبري ستنولو انتقاد وکړ، ویې ویل چې ایستل شوي کسان د ځورونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ دي.

شبیا مانټو پرون (جمعه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ښځې، سړي او ماشومان له هغو هېوادونو څخه، چې هلته یې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، د خپلې خوښې خلاف بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د ملګروملتو د بشري حقونو ویاندې زیاته کړه، د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته د افغانانو ستنول هغوی ته جدي خطر پېښولی شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه پورې۲۷۰ زره افغانان افغانستان ته ایستل شوي دي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. همداراز، لږ شمېر کسان له ترکیې او تاجکستان څخه هم بېرته ستانه کړل شوي دي.

هند وايي، افغانستان ته یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي

ارشیف
ارشیف

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.

د دغه وزارت ویاند رندر جیسوال پرون (جمعه) وویل افغانستان ته استول شوي مواد د BCG، تیتانوس او ډیفتریا له واکسینونو سره تړاو لري او هیواد یې غواړي چې په راتلونکي کې نور طبي وسایل هم کابل ته واستوي.

ده زیاته کړې، هند دا اندازه طبي تجهیزات او د واکسیناسیون لازم مواد د افغانستان د ماشومانو د ملي معافیت د پروګرام د ملاتړ لپاره لېږلي دي.

ده دا اقدام د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

د نوموړي په وینا، په دې محموله کې د BCG، تیتانوس او ډیفتریا واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد شامل دي، چې د ماشومانو د روغتیا او د هغوی د بدن د معافیت د کچې د لوړولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته په ځلونو واکسینونه او نور طبي وسایل لېږلي دي.

د اذربایجان د ولسمشر سلاکار وايي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي

حکمت حاجي یف
حکمت حاجي یف

د اذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجی‌یف ویلي، اذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د اذري رسنیو د راپور له مخې، حاجی‌یف پرون جمعه (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان دیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده.

هغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې موجودې دي.»

نوموړي کابل ته د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال سفر د تېر کال سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې وې.

حاجی‌یف وویل، اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو لپاره ډېر فرصتونه ویني، په ځانګړي ډول د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال یو شمېر افغان محصلان په اذربایجان کې زده‌کړې کوي او د زده‌کړو برخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره له مهمو ظرفیتونو وبلله.

قزاقستان په ۸ میاشتو کې افغانستان ته ۳ میلیون ټنه غنم صادر کړي

قزاقستان وايي، افغانستان ته یې په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې ۳ میلیون ټنه غنم صادر کړي دي.

د قزاقستان رسنیو پرون (جمعه) د خپل هیواد د کرنې وزارت د چارواکو په قول وویل، چې

افغانستان ته د غلو صادرات له ۱.۳ میلیون ټنو څخه ۳ میلیون ټنو ته رسېدلي چې دا ۲ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دې هیواد په مجموع کې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۲۰مې پورې بېلابېلو هیوادونو ته ۱۱.۷ میلیون ټنه غله صادره کړې ده.

د راپور له مخې، ازبکستان ته صادرات ۳۹.۵ سلنه لوړ شوي او له ۳.۵ میلیون ټنو څخه ۴.۸ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

همداراز قرغیزستان ته صادرات یو نیم برابر زیات شوي، چې له ۲۹۷ زره ټنو څخه ۴۵۷ زره ټنو ته لوړ شوي دي.

دغه راز ترکمنستان ته صادرات هم ۴۷.۷ سلنه ډېر شوي او له ۱۳۰ زره ټنو څخه ۱۹۲ زره ټنو ته لوړ شوي دي.

والکر تورک:افغانستان ته د کډوالو اجباري ستنول باید ودرول شي

د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک
د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک

دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک وايي افغان پناه غوښتونکي داسې یوه هیواد ته ستنول کیږي چې هلته له جدي خطر سره مخ دي.

هغه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل چې له کوربه هیوادونو څخه دافغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر د بشري حق او دپناه اخیستو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.

هغه وايي : "افغان ښځې، نارینه او کوچنیان له هغو هیوادونو ستنول کیږې چې دوی هلته د پناه اخیستو په لټه کې وو او اړ کیږې چې د جدي خطر په ګاللو له خپلې خوښې پرته افغانستان ته ستانه شي. "

سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي خو د ملګرو ملتونو د تیرکال رپوټونو وویل چې ځینې هغه افغانان چې افغانستان ته ستنول شوي،د چارواکو له خپلسرو نیونو ، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو دسترې کمشنرۍ شمیرې ښيي چې سږ میلادي کال شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.

ریچارد بینت د امید په روغتون د پاکستان دهوايی برید په اړه د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کوي

افغانستان کې دبشري حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت
افغانستان کې دبشري حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي د پاکستان له خوا د مارچ په ۱۶ مه کابل کې د معتادانو د درملنې لپاره د امید په روغتون هوايي برید کیدای شي جنګي جرم وګڼل شي.

ریچارد بینت د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه دیادې پیښې په اړه د بشپړو او خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

ښاغلی بینت وايي په ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو قصدي برید امکان لري جنګي جرم وګڼل شي.

نوموړی دیته اشاره کوي چې افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ،یوناما، په دې پیښه کې د څه دپاسه ۲۶۹ ولسي کسانو مړینه تایید کړې ده.

ریچارد بینت له طالبانو هم غوښتي چې په دغه ډول مراکزو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

پاکستان ادعا کوي چې په دې هوايي برید کې پوځي اهداف په نښه شوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه یې رد کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG