د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

مستر المپيا سیالۍ؛ افغان ورزشکار فرهاد صافى په کې د ګډون او د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو هیله لري


افغان ورزشکار فرهاد صافی
افغان ورزشکار فرهاد صافی

افغان ورزشکار فرهاد صافى په "مستر المپیا" سیالیو کې د ګډون او د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو هیله لري.

د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له سختیو سربېره، یو شمېر افغان ورزشکاران توانېدلي چې په هڅو او خولو تويولو سره په لویو سیالیو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ لاندې افغانستان ته ویاړونه ترلاسه کړي.

له دې ډلې یو هم فرهاد صافى دی چې د بدن جوړونې د ښکلا ورزشکار دی او په نړیوالو سیالیو کې د ګډون او اتلولۍ د ترلاسه کولو د موخې لپاره یې په کډوالۍ کې هم خپلې هڅې او تمرین ته دوام ورکړی.

فرهاد صافي تازه په ډنمارک کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړی.

نوموړي له ازادی راډيو سره په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل: "د شنبې په ورځ زما سیالۍ وې، په ډنمارک کې د (این پي سي) نړیوالې سیالۍ. زه ویاړم چې هغه ژمنه مې چې خپلو خلکو ته کړې وه، پوره کړه او د ۲۰۰ څخه زیاتو ورزشکارانو په منځ کې مې په بادي بلډنګ کې، د منفي ۸۰ کیلو وزن په کټګورۍ کې، د سرو زرو مډال وګاټه."

فرهاد زیاتوي چې لویه هیله یې په مستر المپیا سیالیو کې ګډون کول او د افغانستان په نوم مډال ګټل دي.

هغه وايي: "لویه هیله مې د هېواد ابادي، سرلوړي او پرمختګ دی. د هر ورزشکار هیله دا وي چې د مستر المپیا په لوی ستیج ودرېږي. زما شخصي هیله هم دا ده چې د افغانستان په نوم او د درې رنګه بیرغ لاندې په دې سیالیو کې برخه واخلم."

افغان ورزشکار فرهاد صافی د افغانستان ملي بیرغ سره
افغان ورزشکار فرهاد صافی د افغانستان ملي بیرغ سره

نوموړی ورزش ته د سولې استازی بولي او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ښځو ته دې د زده کړو او ورزش اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي: "ورزش د سولې سفیر دی، د سلامتیا ضامن دی. ورزش د ښځو او نارینه وو لپاره لکه څنګه چې علم فرض دی، همداسې اړین دی. زما غوښتنه له اسلامي امارت دا ده چې د ښځو پر مخ دې ورزشي لوبغالي بیا پرانیزي، ترڅو دوی له سټریس او ناروغیو څخه خوندي پاتې شي."

فرهاد صافي خپله یوه خاطره داسې له ازادي راډیو سره شریکه کړه: "خاطرې دیرې دي، خو اخره دا ده، کله چې زه وزن کشۍ ته راغلم، هلکانو ولیدم، ویل یې بیا هغه افغان راغلو، ویل دا یې پرېښودونکی نه دی، دا واقعاً ماته هم خاطره وه او هم ویاړ، چې ویل یې بیا راغلی چې د طلا مډال واخلي."

د فرهاد روزونکی نصرت الله انصاري، وايي که چیرې فرهاد خپله وزن ۱۰ کیلوګرامه زیات کړي، نو کولی شي د مستر المپیا سیالیو لپاره د افغانستان استازیتوب وکړي.

مستر المپیا یوه نړیواله سیالۍ ده چې هر کال د بدن‌ د ښکلا او فټنس نړیوال فدراسیون لخوا ترسره کېږي.

یاده دې وي، له کله نه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، ډېری افغان ورزشکاران له هېواده وتلي دي.

خو په دې ټولو سختیو کې هم ځینو لکه فرهاد صافى په بهر کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د خپل هېواد لپاره یې ویاړونه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG