نړۍ
کورمه کې تازه نښتې؛ د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کورمې ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د کورمې مرستیال کمشنر جاویدالله مسید پرون ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، شخړه لومړی په جلامئۍ، چاردېوال او ټالوکونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته وغځېده.
نوموړي وویل چې، پهدې نښتو کې تر اوسه دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکو تر اوسه د ۲۵ کسانو مړینه تایید کړې خو نه یې دي ویلي، چې په دوی کې څو تنه یې شیعه او څو یې سنیان دي.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید ویلي، شخړه ناڅاپه پیل شوه او د سیمې حالت دومره خراب دی، چې له انتظامي چارواکو سره یې د مخنیوي لپاره وسایل نه وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترکيه کې اوبو کې يو غرق شوی کلی، لس کاله وروسته ښکاره شوی
د ترکیې په سپارتا ښار کې د داریبوکو په نوم کلی چې د غرق شوي کلي په نوم مشهوره و، لس کاله وروسته له اوبو سر راپورته کړ.
دا کلی د قاسملار د بند اوبو لاندې کړی و او په ۲۰۱۲ کال کې چې کله دا بند جوړېده، حکومت د دې کلي استوګن په نوي ځای کې ځای پرځای کړل.
د قاسمیلار د بند د رغونې چارې په دوه زره شپاړسم کې بشپړې شوې.
د دې بند د اوبو د کچې له ټیټېدو سره او د بارانونو له کمېدو سره دې کلي له اوبو سره رابهر کړی، اوس د دې کلي یوشمېر هغه کورونه چې له ډبرو جوړ شوې دي ښکاري، د کلي جومات، د برېښنا ستنې او ځیني کوڅې یې ترسترګو کېږي.
خلک هلته ورځي، عکسونه اخلي، فلمونه یې اخلي او حتی له نورو سیمو خلک د دې کلي لیدو ته ورځي.
دا لومړی ځل نهدی چې یو کلی له غرقېدو او یوه زمان وروسته بیا ښکاري، په ۱۹۹۲ کال کې د اسپانیا په ګالیسیا سیمه کې د اسیریدو په نوم یو کلی چې یو کال تر اوبو لاندې و، راښکاره شو.
د لسیزو له تېرېدو سره چې هلته سېلونه بهېدلي، لاهم د دې اسپانیایي کلي ځیني کورونه او دېوالونه معلومیږي ان یوشمېر تر اوبو لاندې شوي، موټر هم هلته شته چې اوس دا کلی د اقلیم د بدلون په یوه سمبول بدل شوی دی.
د نولسکلنو اسیا جام؛ بنګلهدېش او هندوستان پایلوبې ته ووتل
د اسیا د نولسکلنو ځوانانو په پیل شوي جام کې نن جمعه د (ډسمبر په ۶مه) نېټه دوه نیمه پایلوبې ترسره شوې چې، په لومړۍ نېمه پایلوبه کې بنګلهدېش پاکستان ته او په دویمې نیمه پایلوبې کې بیا هندوستان سریلانکا ته ماتې ورکړې او پایلوبې ته ووتل.
د بنګلهدېش او پاکستان سیالي چې د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۱۷ منډو هدف ټاکلی و، چې بنګلهدېش د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۹ اور کې پوره کړ.
د هندوستان او سریلانکا سیالي د شارجې په لوبغالي کې وه، سریلانکا لومړۍ پاڼۍ لوبولې وه چې د ۱۷۴ منډو هدف یې ټاکلی و، هندۍ لوبډلې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۲ اور کې بشپړ کړ او پایلوبې ته ووتل.
د ویلو ده چې د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو پایلوبه د ډسمبر په ۸مه نېټه د هندوستان او بنګلهدېش ترمنځ ترسره شي.
د رومانیا ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات؛ له دې هېواده بهر د رایې ورکولو بهر پیل شوی
د رومانیا د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو په ترڅ کې له هېواده بهر نورو هېوادونو کې د رایې ورکولو بهر پیل شوی دی.
د انتخاباتو په لومړي دور کې د روس پلوي ښي اړخي کاندید کالین جیورجیسکو بریا ته چې په لویدیځ کې د ټیک ټاک له لارې د هغه په ګټه د مسکو لهخوا تنظیم شوي سایبري کمپاین د شواهدو په منځ کې د حیرانتیا څپې راپورته کړې، تر ډېره د رومانیایي چارواکو پام اوښتی دی.
جیورجیسکو به د ولسمشرۍ دویم پړاو انتخاباتو کې چې د ډسمبر په اتمه نېټه په رومانیا کې ترسره کېږي، د اروپایي ټولنې له ملاتړې کاندیدې الینا لاسکوني سره مخامخ شي.
چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې رومانیایي کډوالو ته د رایې ورکولو لپاره دونیمې ورځې وخت د دې لپاره ورکړی چې د هغې ګڼه ګوڼې مخه ونیسي چې د انتخاباتو په لومړي دورکې د دې هېواد په ډیپلوماتیکو استازولیو کې خلک په لویو کتارونو کې ولاړ و.
کریمیا کې چاودنې؛ یو لوی پل تړل شوی
د کریمیا په کرچ ښار کې نن جمعه سهار وختي د چاودنو راپورونه ورکړل شوي او هغه لوی پل چې د مسکو لهخوا اشغال شوې دا ټاپووزمه له روسیې سره نښلوي، تړل شوی دی.
د سیمهییز کریمسکي ویټیرپه نوم ټلګرام چینل د راپور له مخې، چاودنې د کښتیو د درېدو په سیمه زلیف کې اورېدل شوي دي.
عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې لومړنۍ چاودنې په سیمهییز وخت سهار اوه بجې واورېدل شوې.
د روسیې دفاع وزارت وویل چې پر کرچ سیمې د اوکراین لهخوا هوایي او له سمندر څخه د الوزول شویو بې پیلوټه الوتکو په ذریعه برید شوی دی.
اوکراین د دغې ادعا په اړه تبصره نهده کړې.
پر کریمیا، په تېره بیا لوی پله ته نژدې یې تل بریدونه کېږي.
د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې په دې پله کې یوه پیاوړې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د موټرو د تېرېدو یوه برخه ونړېده او د رېل پټلۍ په یوه برخه کې یې سخت اور لګېدلی و.
د روسیې د شمېرو له مخې، په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي وو.
عمران خان له زندانه خپلو پلویانو ته: راتلونکې اوونۍ لاریون وکړئ
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان څو ورځې وروسته له هغه چې ګوند یې په اسلاماباد کې له تشدد سره مل احتجاجي لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ چې د مدني نافرمانۍ غورځنګ به پیل کړی، پر خپلو پلویانو غږ کړی چې راتلونکې اوونۍ یو لاریون وکړي.
عمران خان چې په زندان کې دی، پرون پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ډسمبرپه ۱۳مه دې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې چې د چارو واګې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دي، راغونډ شي.
عمران خان په اسلاماباد کې د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په اړه چې د نوموړي په خبره، لږ تر لږه ۱۲ ملاتړي یې پهکې ووژل شول او د تېر کال د مې د نهمې نېټې د تاوتریخوالي په اړه دې چې اته تنه پهکې ووژل شول، د عدلي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ټول نيول شوي سياسي کارکوونکي بايد خوشې کړل شي.
عمران خان وویل، که چېرې دا دوه غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ډسمبر له ۱۴مې څخه به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسوول وي.
د پاکستان حکومت د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په ترڅ کې د مرګژوبلې خبره ردوي او وايي چې د عمران خان پلویانو د تېر کال د مې په نهمه په پوځي تاسیساتو برید کړی و.
د سوریې پوځ: یاغیانو دفاعي کرښې ماتې کړې او زمونږ ځواکونو له حماه څخه شاتګ وکړ
د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له حماه ښار څخه یې شاتګ کړی، ځکه چې یاغیانو د دوی دفاعي کرښې ماتې کړې دي.
دا پرمختګ د ولسمشر بشار اسد لپاره بل لوی ګوزار بلل کېږي.
د پوځ اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د بشار اسد مخالفو جنګیالیو اعلان وکړ چې ښار ته داخل شوي او د هغه مرکز ته پرمختګ کوي.
حماه، چې د سوریې په مرکزي برخه کې موقعیت لري، یو ستراتیژیک ښار ګڼل کېږي او د سوریې د پوځ لپاره د دې ښار کنټرول حیاتي اهمیت لري.
یاغیان په داسې حال کې د دې ښار په نیولو بریالي شوي چې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د "اسد رژیم ځواکونو او د حکومت ملاتړو ملېشو د روسي او ایراني افسرانو په مشرۍ" د دې ښار دفاع کوله.
د سوریې دولتي خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د روسیې جنګي الوتکو د حماه په شاوخوا کې د یاغیانو پر مورچو بریدونه کړي دي.
یوې زلزلې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته ټکانونه ورکړي
یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ درجې و، پرون پنجشنبې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته ټکانونه ورکړل.
له دې زلزلې وروسته چارواکو د څونامي خبرداری ورکړ.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د جیالوجۍ ادارې ویلي چې دا زلزله د کلیفورنیا په هامبولت سیمه کې ساحل ته په نژدې سیمه کې شوې ده.
لومړی د دې زلزلې شدت د ریښتر ۶.۶ درجې اعلان شوی و، خو وروسته د امریکا د جیالوجۍ ادارې په خپل نوي راپور کې د هغې شدت د ریښتر ۷ درجې وښود.
د دې زلزلې ټکانونه د سانفرانسیسکو تر جنوبي برخو پورې احساس شوي دي.
د زلزلې له امله په سانفرانسیسکو کې د ښاري ریلګاډي(BART) حرکت وځنډېد.
د بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل دولت د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړ
د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې، د اسراییل دولت د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړ.
دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی، ویلي چې له څو میاشتو یې د اسراییلي چارواکو د څرګندونو او د پېښو له تحلیل وروسته دا انتیجه اخیستې ده.
اسراییل په غوسې سره دا تور رد کړی دی.
اسراییل وايي، نړيوالو قوانينو ته درناوى لري او حق لري چې د حماس د افراطي ډلې د بريدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.
حماس د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر پر ۷ پر اسراییل په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات یې یرغمل کړل.
له دې حملې وروسته په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه چې لا هم روانه ده.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل په پوځي عملیاتو کې تر ۴۴۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت پرته له دې چې ووايي چې څومره يې جنګيالي او څومره ملکي وګړي دي، زیاته کړې، په وژل شويو کې تر نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي.
په سوریه کې د چین سفارت خپلو وګړو ته: ژر تر ژره له دې هېواده ووځئ
په سوریه کې د چین سفارت پرون پنجشنبه له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له سوریې ووځي.
دا اطلاعیه داسې وخت ورکول کېږي چې د یوې افراطي ډلې په مشرۍ وسلهوالو د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
په سوریه کې د چین سفارت په خپله اطلاعیه کې ویلي، دا مهال د سوریې په شمال کې وضعیت په خرابېدو دی او په ټوله کې امنیتي وضعیت لا خرابېږي.
دغه سفارت د چین له وګړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له سوریې څخه ووځي او له تجارتي الوتنو په استفاده خپلو کورونو ته ستانه شي.
په سوریه کې یاغیانو د دغه هېواد دویم ښار حما ته ورسېد او دولتي ځواکونه یې اړ کړل چې له دغه ښاره دباندې ووځي.
د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد پوځیان له حما ښار دباندې په مورچلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات؛ میرکل د جرمني ګډون پهکې یو سم تصمیم وباله
د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف په پوځي عملیاتو کې د خپل هېواد ګډون یو سم تصمیم وباله.
مېرمن میرکل پرون پنجشنبه د جرمني د پارلمان په یوه کمېټه کې رابلل شوې غونډې ته دا خبره وکړه.
په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته پیل شول او په افغانستان کې د امریکا او متحدانو پوځي حضور تر شاوخوا شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پای ته ورسېد.
میرکل له وړاندې د برابرې شوې وینا د لوستلو پر مهال ویلي چې په هغه وخت کې یوه معقوله هیله دا وه چې په افغانستان پوځي مداخله له دغه هېواده د تروریستي حملو د پلان مخنیوی وکړي.
د جرمني پخوانۍ صدراعظمې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه اوس په افغانستان کې په ټولو نورو اهدافو کې، د قانوني حاکمیت له هڅونې نیولې، د ښځو د حقونو تر مسایلو پورې ناکامه شوې ده.
د جرمني د پارلمان یوې کمېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر څرنګوالی څېړي.
هغه بهیر چې له ګډوډیو سره مل و او د دغه بهیر له بشپړاوي وروسته د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت نسکور شو او طالبان بیا واکمنان شول.