د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

افغانستان

ډيکر: متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې، د طالبانو له‌خوا د زده‌‌کړو پر وړاندې محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او هغوی د خپل هېواد په پرمختګ کې له ګډون څخه محروموي.

اغلې ډيکر، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له سفارت څخه فعالیت کوي، پرون (چهارشنبې) په ایکس‌پاڼه یا (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي. افغانستان له ښځو پرته د ځان بسیاینې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کولی نه‌‌‌شي."

په‌‌‌داسې حال کې چې د نړیوالې زده‌‌‌کړې اوونۍ (د نوامبر ۱۸-۲۲مه) دوام لري، نن (د نومبر ۲۱مه) د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌‌‌کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې او د ډسمبر تر ۵مې به دوام وکړي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته زده‌‌کړو د بندیز یو بل کال هم پوره شو.

هغه نجونې چې راتلونکی کال شپږم ټولګي ته ځي په ډار ازموینې ورکوي، خو هیله لري چې دا به د دوی وروستۍ کلنۍ ازموینې نه‌‌‌‌وي او دوی ته به په راتلونکې کې د زده‌‌‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د "هیئت تحریرالشام" په لاس د سوريې حکومت د سقوط هرکلی کړی

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د "هیئت تحریرالشام" ډلې له لوري د سوریې د حکومت د سقوط هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، په‌دې بدلون سره د سوریې د جګړې او بې‌ثباتۍ عامل له‌منځه تللی دی.

متحدایالتونه او ډېری هېوادونه د هیئت تحریرالشام ډله د ترهګره ډله ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یک‌شنبه) په بېلابېلو ژبو یوه اعلامیه خپره کړې او د سوریې خلکو ته یې د یاغیانو د بریا مبارکي ویلې ده.

دې وزارت د سوریې وروستي بدلونونه د یوه انقلاب په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې، اړخونه باید وضعیت داسې مدیریت کړي چې یو امن، متحد او باثباته نظام رامنځته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واک لېږد باید داسې وشي چې، د ټولو خلکو له هیلو سره سم یو اسلامي نظام رامنځته کړي.

طالبانو له سوري یاغیانو غوښتي چې له اختلافاتو پرته عمومي بښنه اعلان کړي او ټول خلک سره متحد کړي.

طالبانو دغه‌راز ويلي، سوري ياغيان بايد یو مثبت سیاست غوره کړي چې سوریه له بهرنیو سیالیو څخه وساتي او د میلیونونو سوري کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې سیالیو ته چمتووالی پیل کړ

افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پلازمېنې هرارې ته تر رسېدو وروسته نن یک‌شنبه د ډسمبر په ۸مه نېټه د خپل چمتووالي کمپ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ په خپلې فېس‌بوک پاڼې لیکلي چې، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به لومړی د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پيل شي.

په انځورونو کې لیدل کېږي چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي زمبابوې ته رسېدلي دي او تمرینات یې پيل کړي دي.

د ویلو ده چې افغانستان او زمبابوې به درې د شل اوریزو، درې د یو ورځنیو او دوه د ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره کړي.

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۳ تنه مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي

ارشيف
ارشيف

په ارزګان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار د خاص‌اروزګان ولسوالۍ په شینۍ او باریکي سیمه کې هغه مهال وشوه چې، یو بایفور هایلکس موټر د زیات سرعت له کبله چپه شو.

د دې پېښې علت د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې، خو د سیمې اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې، له‌دې کبله ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.

يونېسف پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د څه باندې ۱۴۰ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

پاکستان کې د افغان کډوالو يو انځور
پاکستان کې د افغان کډوالو يو انځور

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د څه باندې ۱۴۰ میلیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه.

یونېسف ویلي چې، د جمعې له ورځې څخه یې په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې یوسلو څلوېښت میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو بسپنې ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

یونېسف په یوه راپور کې ویلي، په پاکستان کې تر درې میلیونو زیات افغان کډوال اوسي، چې ۴۹سلنه یې ماشومان دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، په‌دې وروستيو کې پاکستان کې د افغان کډوالو نيول او ځورول زيات شوي دي.

د سالنګ لويه لاره بېرته د ترافيکو په مخه پرانيستل شوه

د سالنګ لار
د سالنګ لار

د سالنګ لویه لار چې د واورې د ورېدو له کبله بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوه.

تېره شپه د طالبانو ټولګټو وزارت د واورې د ورېدو او سختو توپانونو له کبله د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌‌شناس پر ایکس‌پاڼه لیکلي، دغه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.

د ده په وینا د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.

نن سهار دغه وزارت اعلان وکړ چې، لاره بېرته پرانيستل شوې ده.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو سره نښلوي.

د سالنګ لويه لار د هر ډول وسايطو په مخه وتړل شوه

د سالنګ لاره
د سالنګ لاره

د طالبانو ټولګټو وزارت د واورې ورېدو او سختو توپانونو له کبله د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر ایکس‌پاڼه لیکلي، دغه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.

د ده په وینا د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، د تونل په دواړو خواو کې د واورې پاکېدو چارې روانې دي، چې د شرایطو له مساعدېدو سره به دغه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شي.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو سره نښلوي.

ډيکر: د نجونو پر وړاندې د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د نه منلو وړ ده

د يو طبي انسټيټوټ ټولګی
د يو طبي انسټيټوټ ټولګی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، د طالبانو د مشر له‌خوا د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د هرې ژبې، کلتور او مذهب د ښځو پر وړاندې د نه منلو وړ ده.

ډیکر تېره شپه په خپله ایکس‌‌پاڼه کې لیکلي: "کندهار مخکې له ښوونکي کېدلو او انجنیر کېدلو د نجونو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی او اوس د نجونو د ډاکټر کېدلو یا قابله کېدلو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی په بشپړه توګه له‌‌منځه وړي."

دغې امریکايۍ ډیپلوماتې زیاته کړې: "اوس به نوي ماشومان نه زېږي، میندې به مري او ټول افغانان به کړاو ګالي."

هغې زیاته کړې چې د غیرضروري کړاو د مخنیوي لپاره باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.

د طالبانو د عمومي مشر د نوي فرمان له‌مخې د تېرې سه‌‌شنبې له ورځې په افغانستان کې د طبي زده‌‌‌کړو مؤسسې او انستیتوتونه د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شول.

دا امر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌‌خوا په کابل کې د طبي انستیتوتونو مسوولانو ته اعلان شو.

طالبانو تر اوسه په‌‌دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو کې نن دوه لوبډلې لوبه کوي

دا لوبې د هرات په کوربه‌توب ترسره کېږي
دا لوبې د هرات په کوربه‌توب ترسره کېږي

د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ څلورم پړوا سیالیو په لړ کې نن یک‌شنبې د استقلال ټیم د جوانان پیروزی او د اټک انرژي ټیم د خراسان فاریاب پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.

پرون شنبې د ابومسلم ټیم د خدیم اف سي ټیم ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او د عدالت فراه ټیم د یاشلر ټیم سره دوه پر دوه مساوی لوبه وکړه.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو د تېرې جمعې په ورځ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هرات په کوربه‌توب پیل شو او یوه میاشت به دوام وکړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک راپور رد کړ

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

دې معانیت پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) په یو بیان کې ویلي: "د نړیوال بانک هغه وروستۍ راپور چې د افغانستان د اقتصادي ودې تر عنوان لاندې یې خپور کړی، له حقیقته لیرې دی."

د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي معانیت وړاندې ویلي، سره له‌‌‌دې چې په افغانستان کې د بې‌‌کارۍ کچه لوړه او د پانګې اچونې کچه ټېټه ده، بیا هم د قوش‌‌تېپې په‌‌څېر لوې پروژې پلي شوي او خلکو ته په‌‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نړیوال بانک د ډسمبر په څلورمه په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې، د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکی یې څرګند نه‌دی.

نړیوال بانک له‌‌دې وړاندې په یو بل راپور کې ویلي و، سږکال د تېرکال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې کمولی راغلی، چې علت یې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر مالونو د مالیاتو لوړېدل یاد شوي و.

د دوحې فورم د سږکال غوره کارکوونکو جايزه افغان خبريالې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه

ارشيف
ارشيف

د دوحې فورم د رسنیو د غوره کارکوونکو جایزه سږکال د ارمان او ارکوزیا راډيوګانو مسوولې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه.

دا جایزه پرون شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې د موبي ګروپ په استازیتوب پوپلزۍ ترلاسه کړې ده.

اغلې پوپلزۍ دا جایزه په افغانستان کې د هغوو ښځو په نوم کړې چې، په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو له شتون سره کارونو ته دوام ورکوي.

د دوحې فورم د غوره رسنیو کارکوونکو جایزه هر کال شپږو هغوو خبریالانونو ته ورکول کېږي، چې په سختو شرایطو کې د خبریالۍ کار ته دوام ورکوي او فعالیتونه یې د خلکو پر ژوند او د بشري حقونو د تامین په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG