افغانستان
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۱۸۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زوره افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ روانه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کاپیسا د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک شوی
د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باخترآژانس د خبر له مخې، دغه تړون د يکشنبې په ورځ د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د ایمسيسي چینایي شرکت د رييس سونګ وين بينګ ترمنځ لاسليک شو.
ایمسيسي شرکت د مس عینکو د استخراج تړون هم مخته وړي.
د دغه قرارداد له مخې چینايي کمپنۍ ۸ میاشتې وخت لري چې د باغدرې د برښنا بند تخنیکي مطالعات ترسره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د عینک د مسو کان د برښنا د تولید لپاره ډېره مهمه ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چين د طالبانو له حکومت سره نږدې اقتصادي اړيکې ټينګې کړې او تر دې دمه د چينايي شرکتونو او طالبانو ترمنځ د کانونو او نورو اقتصادي پروژو ګڼ تړونونه لاسليک شوي دي.
طالبانو په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهلي
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې د یکشنبې په ورځ په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو د حکومت دغې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوه تنه د نامشروع اړیکو په جرم هر یو په ۳۹ دُرو او درې نور د زنا په جرم د خوست ولایت د ابتدايي محکمې لهخوا په بند محکوم شول.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان له لسو مياشتو تر څلورو کلونو بند هم محکوم شوي دي.
په داسې حال کې چې طالبانو په ټول افغانستان کې بدني سزاوې زیاتې کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې ۱۱۱ کسان چې ۱۶ یې ښځې دي په درو وهل شوي.
د طالبانو د حکومت لهخوا جسمي مجازات تل د بشري حقونو د بنسټونو له کلکو نیوکو سره مخ شوي.
افغان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.
کرکټ بورډ ویلي دي، ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا به د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.
د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمنالله ګربز، صدیقالله اتل، حضرتالله ځاځی، محمدنبي، دروېش رسولي، ذبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، عظمتالله عمرزی، محمداسحاق، مجیبالرحمن، ننګیالی خروټی، نوراحمد، فضلحق فاروفي، نوینالحق او فریدملک شامل دي.
دغهراز په یو ورځنیو سیالیو کې بیا حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمنالله ګربز، صدیق اتل، رحمتشاه، محمدنبي، راشدخان، عبدالمالک، دروېش رسولي، اکرام عليخېل، ګلبدین نایب، عظمتالله عمرزی، مجیبالرحمن، ننګیالی خروټی، فضلحق فاروقي، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ، فریدملک او بلال سمیع شامل شوي دي.
کرکټ بورډ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي دي، د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ سیالیو ته به لوبډله وروسته اعلان کړي.
دغهشان په خبرپاڼه کې د ابراهیم ځدراڼ د نشتون په تړاو ویل شوي دي چې، هغه لا هم بشپړ نهدی رغېدلی او لوبو ته چمتو نهدی.
په اعلان شویو لوبډلو کې په لومړي ځل ذبید اکبري د شل اوریزو سیالیو په نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی، نوموړي د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې د افغانستان په اتلولۍ کې مهمه ونډه ولوبوله.
همدارنګه مجیبالرحمن چې له ډېره وخته د ګوتو د ټپونو له امله له ملي لوبډلې ليرې و، یو وار بیا په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې اخيستل شوی دی.
د ویلو ده چې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه وي، دغهراز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
د دې ترڅنګ لومړۍ ټېسټ سیالي به د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل او تر ۳۰مې به دوام وکړي او وروستۍ ټېسټ لوبه به د نوي ۲۰۲۵ ز کال د جنورۍ په ۲یمه نېټه پيل او تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.
د نولسکلنو اسیا جام؛ سریلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام په ترڅ کې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه افغانستان له سریلانکا سره سیالي وکړه، چې د ۱۳۱ منډو په تفاوت یې وبایلله او په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شول.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه.
د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې شارجن شنمګناتن ۱۰۲ او پولینډو پرېرا ۵۳ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۳، عبدالعزیزخان، نصرت نورستاني، نصیرخان او محبوب خان یوه یوه وېکټ واخیسته.
افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې ۲۸.۲ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او ۱۱۲ منډې یې وکړې.
پهدې سیالۍ کې هيڅ افغان توپوهونکی ونه توانید چې نیمهسلیزه ووهي، یوازیني مخکښ منډه جوړونکي نظیفالله امیري او حمزه عليخېل و چې په ترتیب سره یې ۳۳ او ۳۲ منډې وکړې.
سریلانکا ته پروین منیشا ۳ او راجیت کومار، ویرن او ویهاس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دا د اسیا جام په روانو سیالیو کې د افغانستان پرلهپسې دویمه سیالي ده چې ويې بایلله او پهدې سره په دې سیالیو کې له مخکې تګ هم پاتې شول.
افغان لوبډلې لومړۍ سیالي بنګلهدېش ته بایللې وه او ټاکل شوې ده چې خپله وروستۍ سیالي د ډسمبر په ۳یمه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.
د نولسکلنو اسيا جام؛ سريلانکا افغانستان ته ۲۴۴منډې هدف وټاکه
تر نولسکلونو د کشرو لوبډلو په اسیايي جام سیالیو کې نن سریلانکا د افغانستان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.
د دې سیالۍ پچه سریلانکا ګټلې وه او لومړی یې غوره وبلله چې توپوهنه یا بیټنګ وکړي.
د سریلانکا لوبغاړو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ټاکل شویو ۵۰ اورونو په پای کې ۲۴۳ منډې وکړې.
د سریلانکا لپاره شاروجان شاموګاناتن سلیزه وکړه.
د افغانستان په بالرانو یا توپ اچونکو کې بیا تر ټولو ښه لوبه الله محمد غضنفر وکړه، چې په لسو اورونو کې يې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
حاضردمه د افغانستان لوبډله بیټنګ کوي.
افغانستان تېره جمعه د دغو سیالیو په لړ کې د بنګلهدېش په وړاندې ماتې وخوړه.
افغانستان په B ګروپ کې له بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال سره دی.
پرون د دغو سیالیو په لړ کې پاکستان په A ګروپ کې هند ته د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د کرکټ تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالۍ چې ۸ ټیمونه پهکې برخه لري، د متحده عرب اماراتو په کوربهتوب تېره جمعه پیل شوې او د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه ختمېږي.
ډبيلوايفپي: روان کال په څلورو کې هرو درې کورنيو د خوراکي توکو لپاره پيسې پور کړي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې، په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ د کافي خوراک لپاره پیسې یا خوراکي توکي پور کړي دي او دا شمېره په کلیوالو سیمو کې لوړه ده، چېرې چې له هرو پنځو کورنیو څخه څلور پوروړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې کورنۍ د خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره په متوسط ډول ۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پوروړي دي، چې دا د ۵۶۰ ډالرو معادل دی.
لهدې سرهسره، نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکوي چې، روانو شرایطو ته په کتو ګڼشمېر محتاجې کورنۍ د بوديجې د کمښت له امله په راتلونکو میاشتو کې د دې سازمان مرسته نهشي ترلاسه کولی.
د نولسکلنو اسيا جام؛ نن افغانستان له سريلانکا سره سيالي لري
د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سریلانکا دغه راز د بنګلهدېش او نیپال ټیمونه سره مسابقه کوي.
دغه دواړه مسابقې د کابل پر وخت سهار نههنیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې کېږي.
د افغانستان او سریلانکا مسابقه د شارجې او د بنګلهدېش او نیپال مسابقه د دوبۍ د کرکټ په میدان کې کېږي.
افغانستان تېره جمعه د دغو سیالیو په لړ کې د بنګلهدېش په وړاندې ماتې وخوړه.
افغانستان په B ګروپ کې له بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال سره دی.
پرون د دغو سیالیو په لړ کې پاکستان په A ګروپ کې هند ته د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د کرکټ تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالۍ چې ۸ ټیمونه پهکې برخه لري، د متحده عرب اماراتو په کوربه توب تېره جمعه پیل شوې او د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه ختمېږي.
د امريکا سفارت: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوو
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو سفارت وايي، په روان ۱۶ ورځني کمپاین کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوي.
دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول یو نړیوال لومړیتوب دی او افغانستان هم ترې مستثنی نهدی.
وړاندې راغلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکوي.
د امریکا سفارت زیاته کړې چې هره ښځه د خوندیتوب، کرامت او برابرۍ مستحقه ده.
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شو.
د دې کمپاین موخه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض ختمول دي.
په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د کار او زدهکړو په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.
د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر پر مهال د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال عبدالله عارفوف سره وکتل.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
فطرت زياته کړه، چې د ازبکستان صدراعظم د افغانستان د کانونو د استخراج او د سوداګريزو توکو د ټرانزیت په برخه کې د خپل هېواد لېوالتيا څرګنده کړه.
مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو هیئت پرون شنبه ازبکستان ته لاړ.
ازبکستان د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په تلې/ میزان میاشت کې یې عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د سفیر په توګه ومانه.
د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر ایبک عثمانوف د لړم/عقرب میاشتې په لومړیو کې کابل ته ورسېد او د لړم پر ۳۰مه یې خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته وسپاره.
ايران کې افغان خبريالانو او فعالانو له ښځو سره د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې په اړه غونډه کړې
په ایران کې مېشتو افغان خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بشري حقونو او د مدني ټولنې فعالانو په یوه غونډه کې په ټولنه کې د ښځو د ونډې د اهمیت او له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې اړتیا ټینګار وکړ.
غونډې ته چې پرون (د لیندۍ ۱۰مه) د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې وه، په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امید پویا د ښځو د حقونو په مسئله کې د خبریالانو او رسنیو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل: "رسنۍ د ځواکمنو وسایلو په توګه باید په فرهنګي بدلونونو کې مهم رول ولوبوي او پیاوړي یې کړي. خبریالان باید هڅه وکړي چې د ښځو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا په یوه عمومي غوښتنه بدله شي."
غونډه د ګډونوالو پهدې وړاندیزونو او سپارښتنو پای ته ورسېده چې، د ښځینه فعالانو او خبریالانو د ملاتړ او د عمومي لیدلوري د بدلون لپاره باید روزنیز او فرهنګي پروګرامونه جوړ شي.