د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

امريکا ته د لېږد لپاره درېيمو هېوادونو کې منتظر افغانان له ټرمپ غواړي چې د دوی لېږد چټک کړي


 د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا د کډوالۍ پر وړاندې د هغه سختو سیاستونو او تګلارو ته په پام د ځینو افغان کډوالو اندېښنې راپارولي دي.

له غیرقانوني لارو د کډوالۍ پر وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د تازه منتخب ولسشمر ډونالډ ټرمپ سختو سیاستونو او تګلارو، هغه افغان کډوال چې امریکا د تګ کېسونه لري، اندېښمن کړي دي.

د دوی اندېښنې چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د پاکستان په ګډون درېیمو هېوادونو ته کډوال شوي وروسته له هغې زیاتې شوي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو چې د شنبې په ورځ د نومبر ۵مه وشوې، بریالی شو.

عمر په پاکستان کې یوه له هغو کډوالو دی چې امریکا ته د تګ کېس لري.

نوموړی د کډوالۍ په اړه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ډونالډ ټرمپ بیانونو اندېښمن کړی هیله ښي چې د لیږد په چارو کې څه ستونزه رامنځته نه شي.

هغه زیاتوي: "د امریکا له ولسمشره زموږ غوښتنه دا ده چې د کېسونو په اړه مو کوم بدلون رانه وړي، وړاندې ډونالډ ټرمپ په خپلو بیانونو کې ویلي چې غیرقانوني کډوال به له امریکا وباسي هیله لرم دا مسله زموږ پر قضیو اغېز ونه کړي."

په جرمني کې یو بل کډوال احمد جواد د ورته اندېښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "یو کال کېږي چې جرمني ته راغلی یم، وړاندې په پاکستان کې وم موږ له امریکایانو سره کار کړی نه پوهېږم چې برخلیک به مو څنګه کېږي؟ د امریکا له نوي حکومته غواړو چې زموږ دوسیو ته رسېدنه وکړي او په نیمه لار کې مو پرې نه ږدي، ومو دې لېږدوي چې له دغه نامعلوم حالته خلاص شو."

د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کډوالۍ پر وړاندې د سختو شرایطو په پام کې نیول د ډونالډ ټرمپ له ژمنو څخه و.

که څه هم ټرمپ په ځانګړې توګه امریکا ته د افغانانو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي، خو د کمپاین پر مهال یې تل د کډوالۍ پر وړاندې پر سخت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې وو چې له متحدو ایالتونو به په غیرقانوني لارو ورغلي کډوال وباسي.

نوموړي په ټاکنو کې له بریا وروسته پرون چهارشنبه د نومبر ۶مه هم په خپل بیان کې وویل، اجازه ورکوي چې کډوال امریکا ته راشي، خو ټینګار یې وکړ چې راتګ یې باید قانوني وي.

د یونان د پناه غوښتونکو د انجمن مشر او د اروپا په کمېسیون کې د کډوالۍ د چارو د کارپوهانو د کمېټې غړ یونس محمدي په دې باور دی چې ښايي ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانانو د لېږد لړۍ ودروي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د هغوی په اړه چې امریکا ته د تګ لپاره په تمه دي د ټرمپ بریا دوه احتمال لرلای شي؛ لومړي د کډوالو په اړه د ټرمپ سیاستونه او تګلارې سختي دي چې له کبله دی بریالی هم شو او دوهم احتمال دا دی چې امریکا ته د انتقال پروسه شفافه نه وه هغوی چې مستحق و، نه دي لېږدول شي او هغه کسان چې مستحق نه و، په دغه پروسه کې انتقال شوي دي، ښايي له همدې کبله ټرمپ دغه لړۍ ودروي."

دا په داسې حال کې ده چې ځینې نور کارپوهان بیا وايي چې د کډوالۍ په اړه د ډونالډ ټرمپ تونده ژبه د ټاکنیزو کمپاینونو د شعارونو او کمپاین یوه برخه وه او ښايي ډېره جدي نه وي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې ډېری افغانان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته د تګ لپاره د کډوالۍ د چارو د مخ ته وړلو لپاره د پاکستان په ګډون درېیمو هېوادونو کې کډوال شول.

هغوی وايي، په دغو هېوادنو کې ډېره موده کېږي چې د کارونو د مخ ته وړلو په تمه دي او په دې موده کې د هرڅه په پلورلو سره اوس له کړاوه ډک ژوند تېروي او د طالبانو له لوري د امنیتي ګواښونو له کبله بېرته افغاستان ته هم نه شي ستنېدای.

په دغو کسانو کې تر ډېره د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي، مدني فعال، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان شامل دي چې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال یې د امریکا له اړوند ادارو سره کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG