افغانستان
د طالبانو حکومت: سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تاییدوي چې سږ کال په ماشومانو کې د شري یا سرخکان ناروغي زیاته شوې ده.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه پیغام کې پرون ویلي چې سږ کال "په ماشومانو کې" د سرخکان شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
زمان وايي: "لکه څرنګه چې شری یا سرخکان یوه ساري ویروسي ناروغي ده. په افغانستان کې هم ځینې وختونه په ماشومانو کې د دې ناروغۍ ګراف پورته کېږي. نسبت تېر کال سږ کال له موږ سره د مشکوکو واقعاتو ګراف یو څه اندازه پورته شوی دی. په همدې اساس زموږ د سرویلانس/نظارتي ټیمونو څومره چې هلته نمونې اخیستي سږ کال له موږ سره تایید شوي واقعات نږدې شپږ زره دي."
زمان دا هم ویلي چې دوی پلان لري د شري واکسین ملي پلان تطبیق کړي.
اخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم څو ورځې مخکې په افغانستان د شري د ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې هلته د شري ټول ټال پېښې څه باندې ۵۲ زرو ته رسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند وايي، افغانستان ته یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.
د دغه وزارت ویاند رندر جیسوال پرون (جمعه) وویل افغانستان ته استول شوي مواد د BCG، تیتانوس او ډیفتریا له واکسینونو سره تړاو لري او هیواد یې غواړي چې په راتلونکي کې نور طبي وسایل هم کابل ته واستوي.
ده زیاته کړې، هند دا اندازه طبي تجهیزات او د واکسیناسیون لازم مواد د افغانستان د ماشومانو د ملي معافیت د پروګرام د ملاتړ لپاره لېږلي دي.
ده دا اقدام د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
د نوموړي په وینا، په دې محموله کې د BCG، تیتانوس او ډیفتریا واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد شامل دي، چې د ماشومانو د روغتیا او د هغوی د بدن د معافیت د کچې د لوړولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته په ځلونو واکسینونه او نور طبي وسایل لېږلي دي.
د اذربایجان د ولسمشر سلاکار وايي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي
د اذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجییف ویلي، اذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اذري رسنیو د راپور له مخې، حاجییف پرون جمعه (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان دیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده.
هغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې موجودې دي.»
نوموړي کابل ته د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال سفر د تېر کال سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې وې.
حاجییف وویل، اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو لپاره ډېر فرصتونه ویني، په ځانګړي ډول د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي.
هغه همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال یو شمېر افغان محصلان په اذربایجان کې زدهکړې کوي او د زدهکړو برخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره له مهمو ظرفیتونو وبلله.
قزاقستان په ۸ میاشتو کې افغانستان ته ۳ میلیون ټنه غنم صادر کړي
قزاقستان وايي، افغانستان ته یې په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې ۳ میلیون ټنه غنم صادر کړي دي.
د قزاقستان رسنیو پرون (جمعه) د خپل هیواد د کرنې وزارت د چارواکو په قول وویل، چې
افغانستان ته د غلو صادرات له ۱.۳ میلیون ټنو څخه ۳ میلیون ټنو ته رسېدلي چې دا ۲ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
دې هیواد په مجموع کې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۲۰مې پورې بېلابېلو هیوادونو ته ۱۱.۷ میلیون ټنه غله صادره کړې ده.
د راپور له مخې، ازبکستان ته صادرات ۳۹.۵ سلنه لوړ شوي او له ۳.۵ میلیون ټنو څخه ۴.۸ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.
همداراز قرغیزستان ته صادرات یو نیم برابر زیات شوي، چې له ۲۹۷ زره ټنو څخه ۴۵۷ زره ټنو ته لوړ شوي دي.
دغه راز ترکمنستان ته صادرات هم ۴۷.۷ سلنه ډېر شوي او له ۱۳۰ زره ټنو څخه ۱۹۲ زره ټنو ته لوړ شوي دي.
والکر تورک:افغانستان ته د کډوالو اجباري ستنول باید ودرول شي
دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک وايي افغان پناه غوښتونکي داسې یوه هیواد ته ستنول کیږي چې هلته له جدي خطر سره مخ دي.
هغه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل چې له کوربه هیوادونو څخه دافغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر د بشري حق او دپناه اخیستو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.
هغه وايي : "افغان ښځې، نارینه او کوچنیان له هغو هیوادونو ستنول کیږې چې دوی هلته د پناه اخیستو په لټه کې وو او اړ کیږې چې د جدي خطر په ګاللو له خپلې خوښې پرته افغانستان ته ستانه شي. "
سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي خو د ملګرو ملتونو د تیرکال رپوټونو وویل چې ځینې هغه افغانان چې افغانستان ته ستنول شوي،د چارواکو له خپلسرو نیونو ، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو دسترې کمشنرۍ شمیرې ښيي چې سږ میلادي کال شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.
ریچارد بینت د امید په روغتون د پاکستان دهوايی برید په اړه د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کوي
افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي د پاکستان له خوا د مارچ په ۱۶ مه کابل کې د معتادانو د درملنې لپاره د امید په روغتون هوايي برید کیدای شي جنګي جرم وګڼل شي.
ریچارد بینت د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه دیادې پیښې په اړه د بشپړو او خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
ښاغلی بینت وايي په ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو قصدي برید امکان لري جنګي جرم وګڼل شي.
نوموړی دیته اشاره کوي چې افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ،یوناما، په دې پیښه کې د څه دپاسه ۲۶۹ ولسي کسانو مړینه تایید کړې ده.
ریچارد بینت له طالبانو هم غوښتي چې په دغه ډول مراکزو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.
پاکستان ادعا کوي چې په دې هوايي برید کې پوځي اهداف په نښه شوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه یې رد کړي دي.
بغلان او بدخشان کې د تیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
بغلان او بدخشان ولایتونو کې دتیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
بغلان ولایت کې د طالبانو د حکومت لخوا د طبیعي پیښو په وړاندې دمبارزې رئیس هدایت الله بدري طلوع نیوز ته ویلي چې ددغو سیلابونو له کبله بغلان کې لږترلږه لس تنه مړه شوي دي.
هغه زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی بدري زیاتوي چې دغه سیلابونو د بورکې، مرکزي بغلان، ډنډ غوري ، دهنه غوري ، خنجان او تاله وبرفک ولسوالیو کې له سلو زیات کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې.
بلخوا د دبدخشان چارواکي وايي چې هلته هم دتیرې شپې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي او د ځینو ولسوالیو ترمینځ لارې یې پرې کړي دي.
د بدخشان چارواکي وايي د ابتدايي شمیرو له مخې ۳۰ کورونه بشپړ تخریب شوي او خلکو د کوکچې له سیند څخه دیو نارینه او یو ماشوم مړي را ویستلي دي.
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې نن جمعه هم د ورښت او سیلابونو اټکل شوی دی.
بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی
د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.
افغانستان کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.
بلخوا له پیښو سره دمبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دتوندو بارانونو ،چټکو بادونو ، تلندې او برښنا له کبله ۶ کسه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه اداره وايي یادې پیښې په کندهار، غور، هرات او تخار کې شوي دي.
له پولیو پاک افغانستان: د پولیو ضد کمپاین نن وروستۍ ورځ ده؛ ماشومان باید د پولیو په وړاندې خوندي شي
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د کمپاین په وروستۍ ورځ د پولیو د له مینځه وړلو نړیوال بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، موږ د ټولو هغو میندو او پلرونو څخه مننه کوو چې په روان کمپاین کې یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی او زیاتوي کمپاین نن هم دوام لري ترڅو ماشومان د پولیو څخه خوندي پاتې شي. د دې بنسټ په خبره د پولیو په دغه کمپاین کې به چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې پيل شوی، له پنځو کلونو کم عمره ۸،۳ ملیونه ماشومان واکسین شي.
پولیو یا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: له افغانستانه ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول
د طالبانو د حکومت د حج اواوقافو وزارت سعودي عربستان ته د ټولو حاجیانو د انتقال د بهیر د بشپړولو خبرورکوي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې له افغانستانه ټول حاجیان د آریانا افغان او کام آیر هوايي شرکتونو په وسیله په څه کم یونیم سل الوتنوکې مدینې منورې او جدې ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې په لومړي پړاو کې مدینې منورې ته ۱۴۹۸۴ او په دوهم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه جدې ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره سږکال ټولټال دیرش زره حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره ټول انتقال شوي حاجیان د دوی د هستوګنې لپاره په ځانګړیو معیاري او عصري ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.
پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو مالي ملاتړ
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او نړیوال بانک ویلي چې پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته مالي مرستې ورکوي.
دغه مرستې، چې پرون (چهارشنبې) اعلان شوې، د هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د تخمونو د تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابینو، پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، له دغو پنځو شرکتونو څخه درې د ښځو لهخوا اداره کېږي، او تمه ده چې دا پروژې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې، کرنیزو بازارونو او اقتصادي ودې سبب شي.