افغانستان
طالبانو د کابل په پغمان کې د ګازو په يو شرکت کې د اورلګېدنې خبر ورکړی
د طالبانو د امنيه قومندانۍ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو په یو شرکت کې د اورلګېدنې خبر ورکړی دی.
د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) نن ماښام لیکلي، دا اور په قلعه حیدرخان سیمه کې لګېدلی دی.
هغه زیاته کړې، د اطفايي ټیمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې اور مهار کړي.
خالد ځدران د دې اور د لګېدو د علت په اړه څه ویلي نهدي.
بلخوا يوشمېر سيمهييزو رسنيو ويلي، چې په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په ځینو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه د اورونو لمبې او لوګي ښيي.
د اور لګېدنې لامل او احتمالي زیان او مرګژوبله تر اوسه معلومه نهده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګروملتونو يو استازي د طالبانو د روغتيا له وزير سره د روغتيايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې کړي
د ملګروملتونو د نفوسو ادارې سیمهییز مشر د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزیر سره په کتنه کې په لیرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د نړیوالو مرستو په جذبولو خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د راپور لهمخې، پیوسمیت د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي ته ویلي؛ ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه زیات کړي او پهدې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راتګ او په هېواد کې دننه د خلکو د بېځایه کېدو له امله د افغانستان روغتیایي خدمتونه تر فشار لاندې راغلي دي.
له بلې خوا، د افغانستان سره میاشت ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۷۴ افغان ماشومانو څخه، چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، ۴۶ تنه به له درملنې وروسته په راتلونکو درېیو ورځو کې هېواد ته راستانه شي.
د دې ماشومانو درملنه د جرمني د سولې کلي بنسټ په مرسته شوې ده.
راشدخان د نړۍ د لوړ عايد لرونکو په لېست کې شامل لوبغاړی دی
د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان، چې میاشتنی عاید یې ۵۹ میلیون افغانیو ته رسېږي، د نړۍ د لوړ عاید لرونکو ورزشکارانو په لېست کې شامل دی.
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، راشد خان چې د ګوجرات ټیم غړی دی، کلنی معاش یې ۷۰۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.
راشد خان، د دې ترڅنګ چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی، دا مهال د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) یو له لویو ستورو څخه ګڼل کېږي.
راشد خان یو خیریه بنسټ هم لري، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې تاسیس کړی او له یتیمانو او بېوزلو ماشومانو سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې مرستې کوي.
کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پيليږي
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (چهارشنبې) د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې مخامخ شي.
دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربهتوب په شارجه کې کېږي، د کابل په وخت په دوه نیمې بجې پیلیږي.
په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د روان نوومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دوهمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسي حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.
طالبان: تر پنجشنبې به په سينديزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي سېلابونه راووځي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن (سهشنبې) څخه تر پنجشنبې پورې د ورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي په ځینو ځایونو کې د سېلونو سبب شي.
دې وزارت پرون (دوشنبې) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې پر اساس وویل، له نسبتاً شدیدو بارانونو سره مل د هریرود، مرغاب او امو په سیندیزونو حوزو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
دغه وزارت له هغو خلکو چې یادو سیندونو ته نژدې اوسي، غوښتي چې نه یوازې په خپله د سېل خطر ته متوجه واوسي بلکې د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د باران په وجه د واورو د ویلي کېدو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.
طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو نارینه په درو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ درو وهلي دي.
دې محکمې نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې پر دې دوو کسانو د تعزیري سزا حکم د فرخار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس تطبیق شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې مخکې له دې په یوه جلا بیان کې ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور د خلکو په مخ کې په ۳۹ درو وهلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو، ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر ترپایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.
د ملي مقاومت جبهې په کاپیسا کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا وکړه
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې کسانو یې په کاپیسا کې د طالبانو یو غړی وژلی او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حمله تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په درهٔ کلان ساحه کې شوې ده.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې د بغلان په نهرین کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي د شنبې ناوخته وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.
طالبانو د دغو ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولی چې دغه ادعاګانې په بې پرې ډول تایید کړي.
فوټبال؛ د زونونو د اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلېږي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن دوشنبه د نومبر په ۴مه نېټه د زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيلېږي.
خبر زیاتوي چې یادې سیالۍ د هرات ولایت په کوربتوب پيلېږي چې د فوټبال د پینځو زونونو اتلې لوبډلې به په کې سیالۍ ترسره کړي.
د خبر د جزییاتو له مخې، له دې سیالیو به دوه مخکښې لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لار پیدا کړي.
په دې سیالیو کې د هرات، ننګرهار، کابل، هلمند او بلخ استازي کلبونه برخه لري چې څو اوونۍ وړاندې یې د خپلو زونونو په کچه سیالیو کې اتلولۍ ګټلې وې.
د ویلو ده چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د هرات او کابل استازو کلبونو ترمنځ وي او وروستۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې په لسمه نېټه د هلمند او کابل کلبونو ترمنځ ترسره شي.
طالبان: له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي
د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد پرون یکشنبه د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی د راستنو شویو افغانانو د اوسېدو مدیریت کړی دی.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې راشد حنفي ته د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګمارل شوي کمېسیون د موقتي استوګنې کمېټې کاري راپور وړاندې کړ.
په همدې حال کې له پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي چې ژمنه شوې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان د تېر کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د ۱.۷ میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.
ایران هم په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کړی دی.
ایراني چارواکي وايي، د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پورې به دوه ملیونه غیرقانوني افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
ملګرو ملتونو په هلمند کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی چې څه باندې ۶زره کسان به ورڅخه ګټه اخلي.
دغې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه مرکز د جاپان د حکومت په مرسته جوړ شوی چې اوس په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال لهخوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
وړاندې ویل شوي چې جمال د بولان د اوبو رسولو پروژه هم وکتله، چې د "یواینایچسيآر" UNHCR لهخوا بشپړه شوې او د ښار زرګونو خلکو ته پاکې اوبه برابروي.
طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه له کور څخه د تېښتې په تور ۳۹ درې وهلې
د طالبانو سترې محکمې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ درو د یوې ښځې د وهلو خبر ورکړ.
دغې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې سزا پرون د کوزکونړ لپاره د طالبانو د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې تطبیق شوه.
سترې محکمې پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې تېره پنجشنبه خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.