افغانستان
له جرمني د پناه غوښتونکو د اخراج سلنه ډېره شوې
د پرونیو خپرو شویو رسمي شمېرو لهمخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج ۲۲ فیصده زیات شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پهدې موده کې د ۱۴۷۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج موارد ثبت کړي، حال دا چې د ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۲زره و.
جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې هغه ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې جرمني چارواکو په جرمونو کې ښکېل بللي وو، افغانستان ته اخراج کړل.
دا له کله چې طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، له جرمني د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لومړۍ پېښه وه.
دوی په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول او جرمني ویلي چې دا لړۍ به دوام کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو په هرات کې پیلېږي
ټاکل شوې د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو نن جمعه په هرات ولایت کې پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ به د هرات د موج ساحل او سرخ پوشان هرات لوبډلې او په دویمه لوبه کې به د هرات د صرافانو او د کندهار د عینو مېنې ټیمونه سره مخامخ شي.
دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم فصل د جون په میاشت کې په کابل کې شوی و.
رینا امیري: طالبانو د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته په افراطي ډول زور ورکړی
د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له لوري د نجونو پر طبي زدهکړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو غوښتنو او د نړیوالو فشار ته غوږ نه دی نیولی او د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته یې په افراطي ډول زور ورکړی.
دې همداراز ویلي چې طالبانو نجونې او ښځې له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له حضوره منع کړي او حتي دا اجازه یې ورڅخه اخیستې چې په لوړ غږ د خلکو په وړاندې خبرې وکړي.
امیري په یوه پیغام کې، چې تېره شپه یې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، د طالبانو نوې پرېکړې ته په اشارې لیکلي: "دا نوې تګلاره چې ښځې او نجونې له طبي انستیتیوتونو څخه منع کوي، د ښځو ژوند ته بشپړ ګواښ دی، ځکه چې هغوی له روغتیايي خدمتونو، او په تیره بیا میندې د ژوند ژغورنې له طبي پاملرنې څخه محروموي. دا غیرانساني او له منطق څخه لرې کار دی چې ښځو ته د طبي زدهکړو اجازه ورنهکړي او ښځې او نجونې د نارینه ډاکترانو لهخوا له درملنې څخه هم منع وي. دغه تګلاره په هرې مور، هر نا زیږېدلي ماشوم—که هلک وي که نجلۍ—او د افغانستان په راتلونکي باندې اغېزه لري."
د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر د دوشنبې په ورځ د خصوصي طبي انستیتیوتونو ريیسانو ته اعلان وکړ چې د دوی مشر امر کړی چې نور طبي انستیتیتونه د نجونو پر مخ بند کړي.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي (WFP) له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه بیان کې وویل، مالي مرسته به له محلي پرګنو سره مرسته وکړي چې طبیعي خطرونو ته چمتو شي او د اقلیم د بدلون د ویجاړوونکو اغېزو په وړاندې مقابله وکړي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې سږ کال د سېلابونو له امله له ۱۶۰زرو ډېر کسان اغېزمن شوي، نږدې ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
طالبان: پولیسو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې سلګونه افغانان نیولي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلاماباد کې د طالبانو لهخوا د کډوالو لپاره ګمارل شوي اتشه ویلي، چې په دغه ښار کې ۸۰۰ افغانان نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د نیول شویو افغانانو د شمېر په باب معلومات پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ته سپارل شوي او غوښتنه شوې چې دوی باید خوشې شي.
تېره اوونۍ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو له اعتراضونو وروسته د پاکستان چارواکو وویل چې ځینو افغان وګړو هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
د اسلاماباد د پولیسو قوماندان سید نصیر علي رضوي ویلي چې په شاوخوا زرو نیول شویو کسانو کې ۵۶ یې افغانان وو.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د دې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو چې افغان کډوال د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې دخیل نه دي.
محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازي محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د ډسمبرپه ۴ په یوه بیان کې ویل شوي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هغه ټاکنه منظور کړې او سمدستي به دغه دنده پیلوي.
نوموړي تردې مخکې د ۲۰۲۲م د مې نه د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
له هغه مخکې، صادق د ۲۰۰۸ نه تر۲۰۱۴م کال پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی داسې مهال ټاکي چې اسلامآباد پرافغانستان له واکمنو طالبانو سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
اسلامآباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پآکستان د وسلهوالو پر ضد چې د افغانستان له خاورې په هغه هېواد کې بریدونه ترسره کوي، جدي اقدام نهدی کړی، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي پاکستان دې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ملامتي پر نورو نه اچوي.
په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي
د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، نن سهار پنجشنبه د ډسمبر پنځمه یو لنډکروزر موټر د امو په سیند کې لوېدلی چې په کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پنځو قربانیانو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.
په تېرو دوو اوونیو کې بدخشان ولایت کې دا درېیمه مرګونې ترافیکي پېښه ده.
په تېرو دوو پېښو کې د کوکچې په سیند کې د دوو موټرو د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي چې د اتو کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.
طالبانو د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې او د دې تلوېزیون خپرونې یې "د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو" سره په ټکر کې بللي دي.
د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو په نوم د خصوصي تلوېزیون پر دفتر یرغل وروړ دا دفتر یې وتاړه او د دې تلوېزیون اووه کارکوونکې یې له ځان سره بوتلل.
نن پنجشنبې د طالبانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت پر خپله ایکسپاڼه د دې تلوېزیون د تړل کېدو په اړه ویلي: "د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده."
خو د بیان د ازادۍ او رسنیو د ملاتړ سازمانونو او فعالانو د طالبانو لهخوا د ارزو تلوېزیون تړل د طالبانو د حکومت د هغو هڅو د لړۍ بله کړۍ بللې چې په هېواد کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې او تر دې مخکې یې یو شمېر نورې رسنۍ هم تړلي دي.
په دې لړ کې د افغانستان د خبریالانونو د مرکز د چهارشنبې په ورځ د ارزو تلوېزیون تړل د رسنیو او خبریالانونو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دغه مرکز پرون په یوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دغې رسنۍ لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې، دفتر دې خلاص او خبریالان دې يې راخوشې کړي.
د اسټراليا کرکټبورډ يوځل بيا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه
وروسته له هغې چې د کړکټ نړیوالې شورا مشر د اسټرالیا لوبډله په ریاکارۍ تورنه کړه، د اسټرالیا کرکټبورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور لهمخې، د نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي د پنجشنبې په ورځ وویل، که استرالیا غواړي سیاسي پیغام واستوي، نو بیا دې په نړیوال جام کې هم د افغانستان په وړاندې نه لوبېږي.
خو د اسټرالیا د کرکټبورډ مشر مایک بیرډ نن (د ډسمبر ۵مه) وویل، هغه پر هغه دریځ ډېر ویاړي چې دوی خپل کړی دی.
په وروستیو کلونو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د طالبانو لهخوا د ښځو پر ورزش د بندیز له امله د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره له دوه اړخیزو سیالیو ډډه کړې، خو د نړیوال جام پهڅېر په مهمو سیالیو کې یې د افغانستان پر وړاندې لوبې کړې دي.
نن د افغانستان د سړو سيمو ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو وروستۍ ورځ ده
نن د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم نه تر دولسم ټولګیو د زدهکوونکو د کلنۍ ازموینې وروستۍ ورځ ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې، د ازموینو پر مهال "قوانین او مقررات" مراعات کړي.
افغانستان کې د شپږم ټولګي نجونې په مایوسۍ سره دې ازموینه کې ګډون کوي، ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زدهکړو منع کړي دي.
طالبانو له تېرو درې کالونو راهیسې پهدې برخه کې د نړیوالې ټولنې او کورنیو نیوکو او فشارونو سربېره هم تر اوسه خپله پرېکړه نهده بدله کړې.
يونېسف د افغان ماشومانو لپاره د څه باندې يو ميليارد ډالرو مرستو غوښتنه کړې
د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې د افغانستان لپاره د راتلونکې کال په ترڅ کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.
د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل پرون په یوه بیان کې وویل، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.
د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې لهدې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.
یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.