افغانستان
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ازادو مبارزو بهر مېشي لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال وېکټور هوګو ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي نن شنبه د اکټوبر په ۲۶مه نېټه د ابوظبۍ په ښار کې د کابل پر وخت د شپې ناوخته ترسره شوه.
یاده سیالي د ازادو مبارزو د یوایفسي په سازمان کې ترسره شوه.
دا په ازادو مبارزو کې د فرید بشارت ۱۳مه بریا وه، هغه لا کومه سیالي نهده بایللې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سرپل کې چاودنې مرګژوبله اړولې
د سرپل ځايي سرچينې وايي، نن له غرمې وروسته د سرپل ښار په مرکز کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل چې، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شول.
ځايي طالبانو تر اوسه د چاودنې او مرګژوبلې د کره شمېر په اړه څه نهدي ويلي.
تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نهده اخيستې.
يوشمېر متقاعدين: بېوزله يو، زموږ تقاعد دې راکول شي
یوشمېر متقاعدینو پرون (شنبه) په کابل کې په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د دوی معاشونه دې ورکړل شي.
دوی د طالبانو تر کنټرول لاندې د خزانې او تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو.
ځینو متقاعدانو ویلي چې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د دې له امله چې د دوی تقاعدي معاش نهدی ورکړل شوی، اړ شوي چې خپل ماشومان په سختو کارونو وګوماري.
په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د متقاعدینو د معاش له ورکولو ډډه کړې ده.
طالب چارواکو په تېرو وختونو کې څو ځله ادعا کړې چې، د متقاعدینو معاش به ورکړي، مګر سره لهدې چې د دوی د واک تر درې کلونو زیات وخت وځي، دا پروسه تر اوسه پورې نهده پیل شوې.
ايراني چارواکي: په رضوي خراسان ولايت کې هره ورځ تر ۳زره ډېر افغان کډوال نيول کېږي
د ایران د رضوي خراسان ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې ريیس حسین شرافتي راد وايي، پهدې ولایت کې هره ورځ تر ۳ زره ډېر بېاسناده افغان اتباع نیول کېږي او د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته د دوغارون د سرحد له لارې افغانستان ته استول کېږي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (یکشنبې) د شرافتي راد په قول وویل چې، ده تازه د بېاسنادو افغان اتباعو د راټولولو لپاره وړاندیز شوې سیمه له نژدې کتلې ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا کمپ به د دوغارون سرحد ته نژدې، د ایران په تایباد ولسوالي کې په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.
د رضوي خراسان د بهرنیانو اتباعو او کډوالو د ادارې شمېرې ښیي چې، د دې ولایت په مرکز مشهد کې، چې له تهران وروسته تر ټولو ډېر کډوال پهکې اوسي، شاوخوا ۴ سوه زره کډوال د هویت او استوګنې اسناد لري.
د افغانستان کرکټ بورډ عربي اماراتو ته د بنګلهدېش کرکټ لوبډلې د رسېدو هرکلی وکړ
د بنګلهدېش د کرکټ ملي ټیم متحده عربي اماراتو ته ورسېد او هلته یې د افغان ماشومانو او د افغانستان کرکټ بورډ لهخوا هرکلی وشو.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلې، د افغانستان په کوربهتوب په شارجه کې درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.
د دوی ترمنځ لومړۍ سیالي به څلورو ورځې وروسته، یعنې د عقرب په ۱۶مه وي.
دوهمه لوبه د عقرب په ۱۹مه او وروستۍ لوبه د عقرب په ۲۱مه ترسره کېږي.
د کابل په پغمان کې تر لسو ساعتونو وروسته لګېدلی اور مهار شوی دی
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې لګېدلی اور تر لسو ساعتونو وروسته مړ شو.
د پغمان په قلعه حيدرخان سيمه کې پرون شاوخوا پنځهنیمې بجې اور ولګېد چې، تر نن سهار څلور بجو پورې یې دوام وکړ.
ځايي رسنۍ وايي، پهدې اورپېښه کې د سر و مال تاوانونه پېښ شوي، خو تر اوسه پورې یې شمېر څرګند نهدی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د خبر لهمخې، د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خالدځدراڼ ويلي، پرون له پېښې وروسته اور وژونکې ډله د اور وژلو لپاره سيمې ته استول شوې.
له بلې خوا يوشمېر سيمهييزو رسنيو ويلي، په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې اورلګېدو د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.
د افغانستان ختيځو ولايتونو کې د زلزلې ټکان احساس شوي
یوه زلزله چې شدت یې د ربښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې و، تېره شپه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې احساس شوه.
د جرمني د زلزلهپېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس، د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د شپې په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز په نورستان کې تر ځمکې ۱۹۳ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې له کبله د احتمالي زیانونو په اړه څه نهدي ویل شوي.
پاکستاني چارواکي: له تېر کال راهيسې د تورخم له لارې تر ۴لکه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه، چې دغه هېواد د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تر اوسه پورې څه باندې څلور لکه افغان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.
ډان ورځپاڼې نن د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې، تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک پیل شو، وروسته دا لړۍ ورو شوه خو په وروستیو کې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه چټکه شوې ده.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان کړی و چې، د نوامبر له لومړۍ څخه به ټول بېاسناده کډوال له پاکستانه باسي.
سلګونه زره نور افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته بېرته تللي دي.
طالبان: تېر کال مو څه باندې ۳۵۰ چک ډېمونه او بندونه جوړ کړي
د طالبانو حکومت وايي، تېر یو کال یې څه باندې ۳۵۰ چک ډېمونه یا بندونه جوړ کړي دي.
د دوی د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په یوه بیان کې پرون په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې، لهدې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې وزارت په لاس جوړې او اکثر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د طالبانو حکومت نهدي ویلي چې دا پروژې یې په کومو پیسو بشپړې کړي.
د طالبانو په حکومت کې تېر یو کال د چک ډېمونو د څه باندې درې سوو پروژو د جوړولو ادعا داسې وخت کېږي چې، د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لوېدیځه حوزه له وچکالیو کړېږي.
سږ کال د سېلونو د راوتلو په سبب هم د افغانستان ګڼې سیمې سختې زیانمنې شوې، چې یو لامل یې د اوبو د مهار د کافي تاسیساتو او بندونو نشتوالی یادیږي.
ايران د يو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایراني رژیم لهخوا د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شوي دي.
دا اعدامونه اکثر د کرج ښار په قزل حصار زندان کې شوي.
اعدام شوي کسان د مخدره موادو، بریدونو یا قصدي وژنو په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې د ناروې په اوسلو ښار کې مېشت دی، په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او اسرايیلو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان د ایران د رژیم لهخوا اعدام شوي.
دا په ۲۰۰۷ کال کې د ایران د بشري حقونو د سازمان لهخوا د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دغه سازمان په وینا پهدې میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان، شپږ ښځې او یو ایرانيالاصله جرمن وګړی هم شامل دي.
يوشمېر فعالانو او خبريالانو ايران کې د افغان خبريالانو د وضعيت د څېړلو غوښتنه وکړه
د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او افغان خبریالانو د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت د څېړلو غوښتنه وکړه.
شاوخوا پنځوسو دغو افغان خبریالانو او فعالان چې ښځېنه خبریالانې هم پهکې وې ګواښ وکړ که د دوی غوښتنو ته پام ونهشي تحصن او لاریون به وکړي.
د دې غونډې یوه تنظیموونکي نوید عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې د مدني ټولنې د سازمان او افغان خبریالانو د غونډې هدف دا و چې د نړیوالې ټولنې د بنسټونو لهخوا ورته هیڅ پاملرنه نهده شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو وضعیت ته پام وکړي. که دوی دا ځل پام ونهکړي، موږ به په پراخه کچه لاریونونه پیل کړو."
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه افغان خبریالان او فعالان له هېواد وتلي او اکثرو یې په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند غوره کړی.
دوی تر ډېره اروپايي یا امریکایي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او له نړیوالې ټولنې پهدې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.