د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۰

افغانستان

کرکټ؛ هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه.
د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه.

د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالي چې د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.

په‌دې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق‌الله اتل مخکښ و، هغه ۵۲ منډې وکړې.

دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ په توپ اچونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

یادې لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او په‌‌دې سره یې د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګله‌‌دېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.

د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.

د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې له ټولو کورنیو غوښتي چې له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي او خپل ماشومان واکسین کړي. د دغه بنسټ په خبره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به په جنوبي حوزه کې د سې شنبې په ورځ پیل شي.

د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې څه کم دوه اونۍ مخکې په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۵ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې یې واکسین مخه نیولی شي.

حال‌وش: په ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه افغان کډوال مړه شوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پر یوې لویې لارې د افغان کډوالو موټر له یوه تیل وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له کبله يې اووه افغان کډوال مړه شوي او او نهه نور ټپیان دي.

دې سازمان پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پېښه د جمعې په ورځ د (سنبلې۲۷مه) د ایرانشهر او جکیګور ترمنځ پر لویه لار شوې ده.

تراوسه د دې افغانانو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

طالب چارواکي: چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې

د کابل ښار
د کابل ښار

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار داوومې ناحیې په چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.

دې ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د یوه ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي،" د غره د ښویېدنې په صورت کې د سلګونو کورنیو د زیانمنیدو احتمال شته او خلکو يې غوښتي چې دا سیمه تخلیه کړي".

وړاندې راغلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې په موخه سیمه ته استولی شوی دی.

د طالب چارواکو په خبره، د دې غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.

چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه ده چې په ځینو برخو کې استوګنیز کورونه د غره د لمنو سربیره د غره په پورته برخو کې جوړ شوي دي.

د کوهاټ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر۳۱ او د ټپیانو۸۴تنو ته لوړ شوی

په خیبرپښتونخوا کې یو مسوول چارواکی وايي، د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه کې ۳۱کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.

په کوهاټ کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډيو د نویو شمیرو په تایید سره وویل چې اته وسله وال په وژل شویو کې شامل دي.

د هغه په ټکو،" د وروستیو معلوماتو له مخې د وژل شویو کسانو له ډلې ۲۱تنه يې پولیس دي".

بل پلو، د خیبرپښتونخوا د پولیسو ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د اتو وسله والو د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.

پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.

له چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال جومات ته ننول او له پولیسو سره يې نښته پیل کړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.

دې وزارت ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".

تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې مرګونې چاودنه وغندله

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې وسله وال برید غندلی دی.

دې وزارت نن شنبه د (سنبلې۲۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".

وړاندې په اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.

پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.

د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد ازادي راډیو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۰تنو وژل کیدل او د ۷۸کسانو ټپي کیدل تایید کړي دي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي

ارشیف، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
ارشیف، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.

دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکس‌پاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.

هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".

د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.

د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.

خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.

ملګري ملتونه: پاکستان روان میلادي کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي

ارشیف، په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې د پولیسو له لوري نیول شوي
ارشیف، په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې د پولیسو له لوري نیول شوي

ملګري ملتونه وايي، پاکستان روان کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي او اخراج کړي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) او د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون جمعه د (سپټمبر ۱۸مه) په یوه ګډ راپور کې وویل چې "د روان کال له جنورۍ تر سپټمبره څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي".

د راپور په ټکو، دا کډوال د طالبانو تر واک لاندې داسې افغانستان ته ستنېږي چې کاري فرصتونه لا له وړاندې په‌کې په نشت حساب دي او خلک په‌کې له فقر او بې‌وزلۍ کړېږي.

د لاهور محکمې د افغان طبي محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د پاکستان د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۱۸مه، له پوهنتونونو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.

د فرانسې خبري اژانس د ترلاسه کړي حکم له مخې، قاضي خالد اسحاق د دغو محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم وغځاوه، خو د راتلونکې محکمې د ناستې نېټه یې نه ده ټاکلې.

دغه افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زده‌کړې کوي یا یې تازه نوم‌لیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي. د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.

تر دې مخکې د بلوچستان لوړې محکمې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زده‌کړو د دوام غوښتنه رد کړې وه.

د بشري حقونو ځینو بنسټونو د پاکستان له طبي شورا غوښتي و چې خپله پرېکړه لغوه کړي. دوی ویلي، دغه پرېکړه په ځانګړې ډول پر افغان ښځینه محصلانو اغېز کولی شي، ځکه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو محرومې دي.

افغانستان کې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې؛ د اخته کسانو شمېر ۲۵ ته ورسېد

ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین تطبیق
ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین تطبیق

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د (ډبلیو پي وي۱) دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.

دې سازمان پرون پنجشنبه وویل، د پولیو دغه مثبتې پېښې د هلمند او نورستان ولایتونو په دیشو او کامدېش ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پېښې د روان کال د اګسټ په ۴مه او ۶مه راپور شوي.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بل پلو، له پولیو پاک افغانستان اعلان کړی چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپیاین پیلېږي.

دې ادارې ویلي، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې به دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي.

لا معلومه نه‌ده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او یوازې واکسین‌يې مخه نیولی شي.

مکې ته نږدې د "حوثیانو" د بې‌پیلوټه الوتکې حملې ته د طالبانو حکومت خبرداری

ارشیف، د وسله‌والو طالبانو یو کاروان
ارشیف، د وسله‌والو طالبانو یو کاروان

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مکې ښار ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه غندلې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د حرمینو شریفین خلاف هر ډول اقدام چې د دې مقدسې سیمې امنیت تهدید کړي "نه‌بخښل کېدونکی جنایت" دی.

د وزارت په ټکو، مکه د اسلامي امت ګډه مقدسه سیمه ده او باید له هر ډول تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو په امن کې وي.

د سې شنبې په ورځ سعودي چارواکو د مکې پر ښار د حوثي یاغیانو له‌خوا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید د هڅې خبر ورکړ.

د ایران له ملاتړه برخه‌منې د یمن حوثي یاغیانو ډلې پر مکې ښار د برید هڅه رد کړه او ویې‌ویل چې د سعودي پوځي او د تېلو تأسیسات د دوی اهداف دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG