د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

افغانستان

رينا اميري ايران سره پر پوله د زيات شمېر افغان وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې

رينا اميري
رينا اميري

د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد‌ه‌‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د ایران د سراوان له ولسوالۍ سره د ګڼو افغانانو د وژلو یا ټپي کېدو د ادعا په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا هم لیکلي دي، هغه کسان چې له ځپل کېدو تښتي، باید له هغوی سره په خواخوږۍ او انسانیت چلند وشي، نه په خشونت.

روانه اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې، ایراني ځواکونو په هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت له لارې دغه هېواد ته داخلېدل.

ځیني کسانو له رسنیو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده، چې په وژل شویو او ټپي شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ملګروملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو موسسو او افرادو هم د دې پېښې د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې د سينې سرطان ۵۰سلنه ډېر شوی

ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د سینې د سرطان د ناروغانو په شمېر کې څه باندې ۵۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پرون د اکتوبر په ۳۱مه چې د سینې د سرطان په اړه د پوهاوي د میاشتې وروستۍ ورځ وه، د افغانستان د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، دا ناروغي په افغانستان کې د لسو معمولو سرطانونو له ډلې ده.

د راپور له‌‌مخې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام چارواکو ویلي دي چې، د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د سینې د سرطان موارد په سلو کې ۵۰،۹ زیات شوي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۴ زره و، چې له ۱۳ زرو زیاتې مېرمنې هم په‌دې ډله کې شاملې وې.

په نړۍ کې هرکال د سینې د سرطان د ۱،۷ میلیون نويو مواردو راپور ورکول کېږي او په بې‌وزلو او د لږ عاید لرونکو هېوادونو کې په‌دې ناروغۍ اخته نژدې شپېته سلنه کسان له‌دې کبله مړه کېږي، خو د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی او د معلوماتو لرل کولای شي د ډېری ناروغانو ژوند وژغوري.

بدخشان کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي

د بدخشان ولايت نقشه
د بدخشان ولايت نقشه

په بدخشان ولایت کې چارواکي په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړه کېدو او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکړ چې دا پېښه پرون د خواهان ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې وشوه.

د خبر له‌مخې په پېښه کې پنځه نور کسان هم لادرکه شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار رسنیو ته ویلي دي، پېښه هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر له مرکز فیض‌اباد څخه د کوفاب ولسوالۍ خوا ته روان و او په خواهان ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او سیند ته ولوېد.

خبر زیاتوي چې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نژدې دوه میاشتې مخکې ویلي و، په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې له دوو زرو زیات کسان مړه او شاوخوا شپږ زره نور ټپیان شوي دي.

د ډېری ترافیکي پېښو علتونه د سړکونو خرابي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.

د ازادۍ جبهې کابل کې د درې طالبانو د وژنې ادعا کړې

د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو
د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کابل په سرای شمالي سیمه کې یې د طالبانو د تلاشۍ پر موټرو برید کړی، درې تنه یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې پرون (د لړم ۱۱مه) پر خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا وکړه چې، وسله‌والو یې تېره شپه ناوخته د طالبانو د پولیسو او اسخباراتو د تلاشۍ د موټرو پر کاروان برید وکړ.

طالبانو تر اوسه رسما په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم نه‌شي کولای چې دا ډول ادعاوې په مستقل ډول تایید کړي.

د ازادۍ جبهې له‌دې مخکې ویلي و، چې د کابل پر هوايي ډګر د وروستۍ حملې په دوام چې مسوولیت یې دې ډلې ومانه، طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د کورونو تلاشي پیل کړې ده.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کور په کور تلاشیو خبرونه تایید کړي او ویلي یې دي چې، طالبان د کابل د شمال په سیمو کې د خپلو مخالفانو په لټه کې دي.

د طالبانو ستره محکمه: تمه ده چې ملاهبت‌الله اخندزاده د قصاص ۳۰ حکمونه توشیح کړي

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په تمه دي چې مشر يې د قصاص ۳۰ حکمونه توشیح کړي.

د افغانستان د کورنۍ رسنۍ طلوع نیوز د راپور پر بنسټ، نن جمعه د نومبر لومړۍ د طالبانو د سترې محکمې د جزايي دیوان مشر په پنجشېر ولایت کې په یوه ناسته کې ویلي، د محاکمو له‌خوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر شوي او دوی په تمه دي چې د ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا توشیح شي.

هغه وړاندې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.

د طالبانو له‌خوا د قصاص د حکمونو ترسره کولو نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په ځلونو د دې حکم د پلي کېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.

خو طالب چارواکو تل په افغانستان کې د شریعت او د قصاص د حکم پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

ډبيلو‌ايچ‌او: افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې

د شري يو ناروغ
د شري يو ناروغ

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وايي، په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتې شوې دي.

دغه سازمان نن جمعه په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې، په سپټمبر میاشت کې د شري ۴۱۵۵ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د ملګروملتونو ادارې دا هم ویلي چې، په سپټمبر کې د شري له امله ۱۸ مړینې ثبت شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ ټولټال ۵۲ زره او ۵۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له جرمني د پناه غوښتونکو د اخراج سلنه ډېره شوې

جرمني کې پناه غوښتونکي، ارشيف
جرمني کې پناه غوښتونکي، ارشيف

د پرونیو خپرو شویو رسمي شمېرو له‌مخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج ۲۲ فیصده زیات شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په‌‌دې موده کې د ۱۴۷۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج موارد ثبت کړي، حال دا چې د ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۲زره و.

جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې هغه ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې جرمني چارواکو په جرمونو کې ښکېل بللي وو، افغانستان ته اخراج کړل.

دا له کله چې طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، له جرمني د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لومړۍ پېښه وه.

دوی په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول او جرمني ویلي چې دا لړۍ به دوام کوي.

يوناما: طالبانو په وروستيو مياشتو کې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي

طالبان
طالبان

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي.

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرون ویلي، چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دغه ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق شوي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.

طالبانو په وروستیو کې په عام محضر کې تعزیري سزاګانې زیاتې کړي او په وروستي مورد کې په غزنې کې دوه کسان د اخلاقي فساد په تور په ۳۹، ۳۹ دُرو وهلي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.

د کاناډا صدراعظم پر ښځو د طالبانو وروستي بنديزونه وحشت‌ناک بللي

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه غندلي دي.

ټروډو د پنج‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې: "د طالبانو وروستی حکم وحشتناک دی."

هغه زیاته کړې، چې په عام محضر کې د یو بل د غږ له اورېدو د افغان ښځو او نجونو منع کول له ټولنې څخه د هغوی د حذف کولو یوه قصدي هڅه ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي په‌دې وروستیو کې ویلي چې، د بالغو ښځو لپاره د نورو بالغو ښځو د غږ اورېدل حرام دي.

حنفي وايي، بالغې ښځې حق نه‌لري چې د نورو بالغو ښځو په مخ کې حتی الحمدلله او سبحان الله ووايي.

د کاناډا د صدراعظم تر دغو څرګندونو مخکې، د ښځو د حقونو نورو فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو هم د طالبانو پر وروستیو محدودیتونو غبرګون ښودلی و.

ريچارډ بېنيټ د جمعې په ورځ ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کوي

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بېنیټ به د جمعې په ورځ د ملګروملتونو عمومي غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

بېنیټ د دوشنبې ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې راپور یې، په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه بیانوي.

د راپور په یوه برخه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د شکنجې او جنسي ځورونې د پېښو یادونه هم شوې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو نیت نه‌‌لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له یوه خصوصي ټلوېزیون سره خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یو "عقده‌‌يي شخص" یاد کړی او وايي دغه راپور یې هم د همدې عقدې له‌مخې برابر کړی دی.

طالبانو په زمري/ اسد میاشت کې ریچارډ بېنیټ د دې ډلې پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګاوه.

بېنیټ وویل، د طالبانو له دغه بندیز سره-سره په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوي.

طالبان: د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري

له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

د طالبانو د حکومت یوه پلټونکي پلاوي موندلې چې د ایران په کلګان دره کې څه موده وړاندې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري.

دغه پلاوي چې مشري یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي ویلي، دوی له دغې پېښې ۲ مړي او ۳۴ ټپيان افغانستان ته انتقال کړي دي.

د پلاوي د موندنو په خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنجشنبه خپره کړې، راغلي چې څېړنې يې لا بشپړې نه دي او له کوم کره شمېر پرته یې ویلي، یو شمېر نور قربانیان ایران او پاکستان کې پاتې دي چې پلاوی یې د موندلو لټه کوي.

د لومړي ځل لپاره د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ د تېرې تلې میاشتې په ۲۳مه راپور ورکړ چې ایراني پوله ساتو ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې کړې دي.

هغه مهال دغه بنسټ د پېښې د څو عیني شاهدانو په حواله وویل چې پیښه کې ګڼ شمېر کډوال وژل شوي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو بیا د ډزو پېښه رد کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG