افغانستان
افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه له هانګ کانګ سره لوبوي
ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د عمان په کوربتوب په پیل شويو درې اړخیزو سیالیو کې له هانګ کانګ سره ولوبېږي.
دا د یادو درې اړخیزو سیالیو پایلوبه ده چې د کابل پر وخت به ماسپښین ۱:۳۰مه بجه پیل شي.
د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ او دویمه له عمان ګټلې وه او تر ننۍ لوبې وروسته دا لوبلړۍ پای ته رسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه سیالۍ د اسیا ایمرجینګ سیالیو د چمتووالي په موخه پلان شوې دي.
د ویلو ده چې د اسیا ایمرجینګ جام سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په همدې نېټه د سریلانکا له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
استرالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله
د استرالیا سلګونو وګړو، پخوانیو او اوسنیو پوځيانو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو نن په پلازمېنه کانبرا کې په افغانستان کې د استرالیايي پوځيانو د ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله.
استرالیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو یوه میاشت وروسته، د القاعده او طالبانو پر ضد د نړیوالو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د ماموریت د کالیزې په مراسمو کې د هغو استرالیايي سرتېرو زړورتیا او قربانۍ وستایلې چې په دغه ماموریت کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، استرالیا له خپل متحد، امریکا سره د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولاړه، ځکه د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ژوند پر هغه ډول برید و چې د استرالیا خلکو ته هم ارزښت لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې
افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړه چې پرون ناوخته دواړو خواوو د پکتیا د ډنډ پټان او د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښته کړې ده.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبه) ویلي چې د دوی ځواکونو ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان هغه مهال وژلي چې غوښتل یې د پاکستان خوا ته ننوځي.
د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.
پاکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په دې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې. د افغانستان د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې داعش او د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې او د هغو ملاتړ کوي.
پاکستان له افغانستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي ادعا وکړه
پاکستان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښین کې د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستانه د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې ده.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول نن راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د سرانان په سیمه کې د یوه ګودام د پلټنې په ترڅ کې یو موټر ودراوه چې وسلې او مهمات یې لېږدول.
تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
بینیټ حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکولو هرکلی وکړ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د جنوبي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوانتم "ناوې" پېلې ته د نوبل د سولې جایزې د ورکولو هرکلی کړی دی.
بېنټ د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مېرمن پېلای خپل ټول عمر د عدالت، سولې، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او دی خوښ دی چې د هغې د ارزښتناکو هڅو درناوی شوی دی.
د هغه په وینا، دې خبر د بشري حقونو مدافعانو ته، په ځانګړي ډول په غزه کې له وروستیو پېښو، د ده په وینا له نسل وژنې او د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا له لوري د بندیزونو له لګولو وروسته، نوې هیلې را ژوندی کړي دي. د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په اوسلو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ناوانتم "ناوې" پیلې ته ورکړل شوې ده.
بینیټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت څارنه کوي، تیره اونۍ یې د ماموریت دوره د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.
د افغانستان پنځه لوبغاړي په پارا اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شول
د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، د پاراآسیایي لوبو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره له کابله جاپان ته روان شول.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب پنځه لوبغاړي د وزن پورته کولو، پاراتکواندو او د میز پرسرټېنس په برخو کې سیالۍ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ورزشه منع شوې دي او ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارې له هېواده وتلې دي.
ټاکل شوې چې د پاراآسیایي لوبو پنځم پړاو د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د اکتوبر په ۱۸مه په جاپان کې پیل شي.
د یوه بل خبري له مخې د کندهار د کرکټ جام سیالۍ، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د "عمر سعادت" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې نعمان شاه د غوره لوبغاړي او نجیبالله درمل د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شول.
د کندهار جام په سیالیو کې د افغانستان د اوو ولایتونو نهو لوبډلو ګډون کړی و.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله عمان ته ځي
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله نن «د اکتوبر په ۱۰مه» عمان ته سفر کوي، څو له عمان او بنګلهدېش سره اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نارینهوو اسیا جام ته د لوبډلې د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.
د سفر لپاره په اعلان شوي نوملړ کې سهیل خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.
افغانستان او بنګلهدېش ټېسټ لوبه؛ بنګلهدېش په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د بنګلهدېش لوبډلې ۳۱۷ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
دا سیالي، د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په لوبغالي کې کېږي او د افغانستان د لوبډلې کپټاني رحمت شاه کوي.
پخوا د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبډلو کپټاني د حشمتالله شهیدي په غاړه وه.
د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او رحمانالله ګربز په شمول ډېر تجربهکاره لوبغاړي نهشته.
افغانستان تر دې وړاندې له بنګلهدېش سره دوه ټېسټ لوبې کړي چې یوهیې ګټلې او بلهیې بایللې ده.
د بنګلهدېش لوبډلې چې نجمالحسین شانتو یې لوبډلمشر دی، سږ کال استرالیا ته په یوه ټېسټلوبه کې ماتې ورکړې وه.
نن به بنګلهدېش چې دوه توپ وهونکي لا لري، خپلې لومړۍ پاڼۍ ته دوام ورکړي.
۱۹ افغانان ایران ته د غیر قانوني اوښتو په تور نیول شوي
د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر وايي، ۱۹ افغانانیې چې غوښتلیې په غیر قانوني ډول ایران ته واوړي، نیولي دي.
د دې قول اردو دفتر د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په موسیاباد سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتلیې په قاچاقي ډول د افغانستان له سرحدي سیمو ایران ته واوړي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د غوریان ولسوالۍ مسئولانو ته سپارل شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې دوی په تېرو میاشتو کې لسګونه بېاسناده افغانان ایران ته له ناقانونه اوښتو منع کړي دي.
ملګري ملتونه : سږکال تقریبا ۶ لکه ګډوال له ایران افغانستان ته ستانه شوي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ ( UNHCR) وايي سږ کال څه دپاسه ۵۸۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي .
یاده اداره زیاتوي چې په دغو کسانو کې چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر دریمې ستانه شوي ، ۸۵ سلنه یې اخراج یا ډیپورټ شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي تیرکال هم له ایرانه ته ۱.۹ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي و چې اکثریت اخراج شوي و.
دغه اداره وايي د راستنېدونکو کسانو دا لویه کچه په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د روزګار پر لارو چارو فشار زیاتوي، د بېثباتۍ او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوام خطرونه لوړوي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي، چې یواځې د روان زېږدیز کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې ۴۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې لس سلنه یې اخراج شوي.
د افغانستان او بنګله دیش ترمینځ ټیست لوبه روانه ده
د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ د ملي ټیمونو ترمینځ په ابوظبي کې ټیسټ لوبه روانه ده.
پچه بنګله دیش وګټله او بیټنګ یې غوره کړ.
د بنګله دیش ټیم تراوسه په ۳۱ اورونو کې ۱۵۲ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځیدلی دی.
د افغانستان د کریکټ بورډ له اعلان سره سم روانه ټیسټ لوبه د اکتوبر په دیارلسمه پای ته رسیږي. له هغې وروسته د افغانستان ، زمبابوې او بنګله دیش ټیمونه د اکتوبر له ۱۷ تر ۲۳ پورې د (ODI) یا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبلړۍ کې سره مخامخ کیږي.