د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۸

افغانستان

رينا اميري د افغانستان په اړه د پرېکړه‌ليک د تصويبېدو له امله له ملګروملتونو مننه کړې

رينا اميري
رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا مننه کړې چې، د افغانستان په اړه پرېکړه‌لیک یې په اجماع سره تصویب کړ.

مېرمن امیري پرون جمعه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ څخه د هغو دوامدارو هڅو په خاطر مننه کوي، چې نوموړی یې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د ټولنې د نورو زیانګالو د حقونو د ملاتړ لپاره مخته وړي.

هغې زیاته کړه، د ښاغلي بېنیټ راپور به د طالبانو له‌خوا په اصطلاح د "اخلاقي قانون" د ویجاړونکو اغېزو په وړاندې د اقداماتو لپاره د بشري حقونو د شورا ۵۸مې غونډې ته یو مهم ګام وي.

د هغې په خبره دغه قانون له افغان ښځو او نجونو هغه محدوده خپلواکي هم اخلي چې، دوی په خپلو هڅو سره د ځان لپاره ایجاد کړې ده.

رینا امیري همدارنګه ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي په ملاتړ کې ثابته پاتې شي او د زیات حساب ورکولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه په استفادې تګ‌لاره مخته ونیسي.

د هغې په وینا دا د یوه باثباته، اقتصادي ودې او امن لرونکي افغانستان لپاره کلیدي او یو ستراتېژیک اړین اصل دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې چهارشنبې په ورځ له رایې اخیستنې پرته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړه‌‌‌لیک چې په‌‌‌دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړبلل شوی، تصویب کړ او هم یې د یوه بل کال لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنيټ ماموریت وغځاوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په بغلان کې یوشمیر کسان نیولي

د طالبانو له لورې په بغلان کې د موسیقي نیول شوې الې
د طالبانو له لورې په بغلان کې د موسیقي نیول شوې الې

په بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني د یو ویشت کسانو د نیولو خبر ورکړ. دا کسان د موسیقي غږولو او شراب څښلو په تور تورن شوې دي.

امنیه قومانداني په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له دې تورنو کسانو څخه د موسیقي الې ګرځول شوي چې په دغو کې دمبوره، غیچک، طلبه او هارمونیه شامل دي.

د بغلان د امنیه قومانداني په وینا له تورنو کسانو څخه یې دیارلس بوتله شراب هم ترلاسه کړې دي.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، موسیقي یې منع کړې ده او په مختلفو ولایتونو کې یې د موسیقي الې نیولي او سوځولي دي.

اروپایي ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې اعلان وکړ

په افغانستان کې سیلاب ځپلي- ارشیف
په افغانستان کې سیلاب ځپلي- ارشیف

اروپايي اتحادیې وویل چې په افغانستان کې به له هغو کسانو سره چې وروستیو سیلونو سخت ځپلي دي د یولک او پنځه اویا زره یورو مرستې وکړي.

دغې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، هرات، لوګر او روزګان کې د شاوخوا دولس زره کسانو لاسنیوی وکړي.

دا مرستې وروسته تر دې اعلان شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وروستیو څو اونیو کې له سختو بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي.

د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې وویل چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله د یوې میاشتې په ترڅ کې د تلفاتو شمیر ۲۱۴ ته لوړ شوی دی.

یوناما یوځل بیا په نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو غوښتنه کوي

د طبي انستیتیوتونو محصلینې چې په زده کړو یې بندیز ولګول شو ، دیسمبر ۲۰۲۴ ،
د طبي انستیتیوتونو محصلینې چې په زده کړو یې بندیز ولګول شو ، دیسمبر ۲۰۲۴ ،

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما،د طالبانو لخوا په نجونو باندې د لګول شويو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.

یوناما د پنجشنبې په ورځ ، د "معلوماتو او ارتباط په تخنیک کې د نجونو" دنړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنه وکړه.

یوناما وویل څلورنیم کاله کیږي چې د نجونو یو نسل له زده کړو پاته دی.

یوناما وايي تحصیل او په ځانګړې توګه داطلاعاتو او ارتباط د تخنیک په برخه کې زده کړې ، د کار ، نوښت او ښې راتلونکې لپاره لار پرانیزي.

د معلوماتو او ارتباط په تخنیک د نجونو ورځ هرکال د اپریل په ۲۳ مه لمانځل کیږي.

طالبانو واک ته په ستنیدو پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ ترامرثانی وتړلې.

اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا اندیښنه څرګندوي

د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی ژیل برتران ، ارشیف
د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی ژیل برتران ، ارشیف

دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته دسفر په ترځ کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کاراو د عام ژوند په چارو کې یې په ونډې باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا جدي اندیښنه څرګنده کړه.

افغانستان کې داروپايي اتحادیې استازولي وايي دغه محدودیتونه د بشري حقوقو د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي چې د اقتصاد او ټولنې لپاره اوږدمهاله ویجاړونکي نتایج لري.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د داخلی او بهرنیو فشارونو سره سره د ښځو په هکله خپله پالیسي بدله کړې نه ده او ادعا کوي چې د ټولو افرادو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي .

داروپايي اتحادیې د استازولی اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي برتران کابل ته د ۵ ورځنی سفر په ترځ کې چې د چهارشنبې په ورځ پایته ورسیده طالب چارواکو ، د دیپلوماتیکې ټولنې غړو ، د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو استازو سره ولیدل.

اعلامیه زیاتوي چې د بشري حقوقو وضعیت په دغو خبرو اترو کې مهم ځای درلود.

بدخشان کې په ۳ بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو مړینه

بدخشان کې د طالبانو د حکومت چارواکي په دریو بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو د مړینې خبر ورکوي.

د بدخشان امنیه قومانداني وايی د چهارشنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ او مرکز فیض اباد ترمینځ لار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله یو کس مړ ا و درې تنه نور ټپیان شول.

او د شهر بزرګ ولسوالۍ په لار دیوې بلې ترافیکي پیښې له امله ۲ کسه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطی، دترافیکي قوانینو نه مراعاتول او دسړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ داهم وايي چې دوه کسه د چهارشنبې په ورځ جرم ولسوالۍ کې د لامبو په مهال ډوب او مړه شوي دي.

یو افغان پناغوښتونکی د بریتانیا د کډوالۍ د نوي قانون له مخې مجرم وپیژندل شو

ارشیف. د انګلستان او فرانسې ترمنځ د کډوالو لار
ارشیف. د انګلستان او فرانسې ترمنځ د کډوالو لار

بریتانیا کې یوې محکمې یو افغان کډوال د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې مجرم وپیژنده.

بریتانوي رسنیو له هغې ډلې بي بي سي او تلګراف لیکلي چې د تاجک محمد په نوم دغه ۳۲ کلن ځوان تورن دی چې د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې د انګلنډ کانال له لارې د کډوالو یوه ربړۍ بیړۍ چلولې.

راپورونو کې راغلي چې دې بیړۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو او چلوونکي د نورو پناغوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.

تورن د سه شنبې په ورځ ( د ثور لومړۍ نیټه) محکمه کې له قانون څخه په سرغړونې اعتراف کړی دی.

هغه ته به د جون د میاشتې پر ۱۰مه سزا اعلانېږي.

کابل کې د دودیزو لوبو سیمه ییزه جشنواره پنجشنبه پیلیږي

د اوزلوبې افغان لوبغاړي، ارشیف
د اوزلوبې افغان لوبغاړي، ارشیف

ټاکل شوې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ ( د ثور ۳مه) د کورش او سامبو لوبو او دودیزې غیږنیونې جشنواره پېل شي.

د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې ویلي چې دغو لوبو کې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې ۱۶۰ لوبغاړي برخه اخلي.

کورش یو ډول لرغونې رزمي لوبه ده چې په ازبکستان کې ۳۵۰۰ کاله مخکې ریښه لري.

سامبو بیا یو ډول نوی رزمي ورزش دی چې له غیږنیونې او جودو څخه جوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته ښځې له ورزشي فعالیتونو منع کړي او د نرینه و لپاره یې هم پر ځینو ورزشي څانګو محدودیتونه وضع کړي دي.

پنجشنبه به د افغانستان ۲۳ ولایتونه د ورښت او سېل شاهدان وي

ارشیف: انځور له AFP  اژانس څخه اخیستل شوی
ارشیف: انځور له AFP اژانس څخه اخیستل شوی

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپيژندنې ریاست په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېل وړاندوینه کړې ده.

د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې د پنجشنبې په ورځ به نورستان ، کونړ ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، پنجشیر ، پروان ، بغلان ، سمنګان ، بدخشان ، کندوز ، تخار ، بلخ ، سرپل ، فاریاب ، غور ، بادغیس ، دایکنډي ، بامیان ، غزني ، میدان وردک ، لوگر او پکتیا ولایتونه د شدید ورښت، برښنا او سملاسي سیلونو شاهدان وي.

د باران اندازه له لسو تر دیرش ملي مترو پورې اټکل شوې.

په افغانستان کې د څو وروستیو اونیو سیلونو او بارانونو او نورو طبیعي پيښو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل او خلکو ته یې دروند مالي زیان واړوه.

په دې ترڅ کې د بدخشان چارواکو ویلي چې په کوف اب ولسوالۍ کې یې د هغو څلورو کسانو مړي د چهارشنبې په ورځ را وایستل چې د واورې ښوېدو له کبله مړه شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان د علي وزیر ( خپل سره توقیف) او د هغه د نه خوړو اعتراض باندې اندیښنه ښودلې

علي وزیر، ارشیف
علي وزیر، ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې علي وزیر نژدې شل میاشتې " د خپل سره توقیفونو " په کړیو او د بیا نیولو او دوسیو په تکرار کې تېر کړې دي.

د سازمان په خبره، که څه هم د پاکستان یوې محکمې د روان ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه د علي وزیر د خوشې کېدو حکم وکړ، خو له څو ساعتونو وروسته بیرته ونیول شو.

د بښنې نړیوال سازمان په دادو زندان کې د علي وزیر د نه خوړو وروستی اعتراض ته هم اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي چې هغه داسې مهال له درملنې انکار کړی چې د شکرې، د وینې له لوړ فشار او د زړه له ناروغیو کړېږي.

د پاکستان حکومت علي وزیر تورن کړی چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې علي وزیر" د حکومتي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم" زنداني شوی دی.

صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو سیالیو کې ګډون کوي

افغان ورزشکاره صوفیه سروري
افغان ورزشکاره صوفیه سروري

تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي.

نوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي.

هغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي.

صوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه .

افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG