د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

نړۍ

انګلستان د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د زياتو منډو کولو رېکارډ جوړ کړ

د انګلستان او پاکستان ټېسټ کرکټ سيالي.
د انګلستان او پاکستان ټېسټ کرکټ سيالي.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ پیل شوې لومړۍ ټېسټ سیالي نن جمعه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه پای ته ورسېده چې انګلستان په یوې پاڼۍ او ۴۷ منډو وګټله.

دغه ټېسټ سیالي چې د ملتان په ښار کې د اکټوبر په ۷مه نېټه پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د شان مسعود، عبدالله شفیق او سلمان اغا د سلیزو پر مټ ۵۵۶ منډې وکړې.

د انګلستان لوبډلې بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۸۲۳ منډې وکړې چې د یادې لوبډلې لپاره هري بروک ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډې وکړې.

د انګلنډ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې تر پاکستان ۲۶۷ منډې مخکې وه، پاکستان چې خپله دویمه پاڼۍ د څلورمې ورځې په اخري ساعتونو کې پيل کړې وه، د وروستۍ ورځې په لومړي سېشن کې یوازې د ۲۲۰ منډو په جوړولو وسوځېدل او په‌دې سره یې یو وار بیا په خپل کوربه‌توب ټېسټ لوبه وبایلله.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه ټېسټ سيالي به د اکټوبر په ۱۵مه نېټه پیل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جرمني صدراعظم پرون اوکراين سره د يونيم ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

د جرمني د صدراعظم او د اوکراين د ولسمشر ليدنه
د جرمني د صدراعظم او د اوکراين د ولسمشر ليدنه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون جمعه د یونیم ميلیارد ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ.

دغه اعلان د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زيلینسکي او د جرمني د صدراعظم شولڅ په کتنه کې وشو.

شولڅ وايي، په دغو مرستو کې د هوايي مدافع دستګاوې، توپخانه او بې‌پيلوټه الوتکې شاملې دي.

هغه ویلي دا مرسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته څرګند پیغام ورکوي، چې جرمني به د اوکراین تر څنګ وي.

زيلینسکي د اروپا د سفر پر مهال په جرمني کې تم شو، تر دې مخکې په جرمني کې د امریکا د متحده‌ایالتونو په یوه پوځي اډه کې د اوکراین په باب یوه نړیواله سرمشریزه لغوه شوه، ځکه په امریکا کې د توفانونو له کبله ولسمشر جو بایډن په خپل هېواد کې پاتې شو او ګډون یې نه‌شوای کولی.

شمالي کوريا د تبليغاتي پاڼو د شيندلو له امله جنوبي کوريا ته خبرداری ورکړی

شمالي کوريا
شمالي کوريا

شمالي کوریا پر خپل رقیب هېواد جنوبي کوریا تور ولګاوه، چې د شمالي کوریا خلاف د تبلیغاتي پاڼو د شیندلو لپاره د شمالي کوریا پر پلازمېنه بې‌پېلوټه الوتکې الوزوي.

شمالي کوریا خبرداری ورکړ، که دا الوتنې بیا تکرار شي، دوی به مجبور شي چې د ځواک په کارولو سره یې ځواب ووايي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د جنوبي کوریا بې‌پېلوټه الوتکې د اکتوبر میاشتې پر درېیمه، تېره چهارشنبه او پنج‌شنبه کشف شوي دي.

دغه وزارت جنوبي کوریا د شمالي کوریا له ملي حاکمیت په سرغړونه او د شمالي کوریا امن ته د خطر په پېښولو تورنه کړه.

د جنوبي کوریا حکومت او پوځ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د دغه بیان په باب څه نه‌دي ویلي.
د دواړو کوریاګانو ترمنځ په وروستیو کې د ځینو موضوعاتو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

ډبليو‌ايچ‌او: اسراييل غزه کې د هغو امبولانسونو مخه نيسي چې کار يې د خطرناکو ناروغانو لېږدول وي

غزه کې اسراييلي ځواکونه
غزه کې اسراييلي ځواکونه

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پر اسرايیل تور ولګاوه، چې د هغو امبولانسونو په وړاندې خنډ جوړوي، چې کار یې د جدي ناروغانو لېږدول دي، په ځانګړي ډول د غزې له خطرناکو برخو.

د اشغال شویو سیمو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن (Rik Peeperkorn) ویلي، دغه سازمان او د سرې میاشتې ټولنې په څېر یې نورو شریکانو په درېیو مواردو کې هڅه وکړه، چې د امبولانسونو له کتارونو سره، د غزې تړانګې په شمال کې درېیو روغتونونو ته ځانونه ورسوي.

د ده په وینا د محلي روغتیايي چارواکو په غوښتنه باید ځینې ناروغانو نورو ساحو ته لېږدول کېدلای، ځکه اسرايیلي چارواکو دوی ته له دغو ساحو او روغتونونو د وتلو امر کړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه استازي ویلي، د دوی کاروانونه د څو ساعتونو لپاره په چک پاینټونو کې ځنډول شوي دي.
د ده په وینا، بالاخره بې له‌دې چې څه ترلاسه شي، دغو کاروانونو ته بېرته د ستنېدو امر وشو.

د ۲۰۲۴کال د نوبل سولې جايزه يو جاپاني سازمان ته ورکړل شوه

د نوبل سولې جايزې د اعلان انځور
د نوبل سولې جايزې د اعلان انځور

د ۲۰۲۴ کال د نوبل د سولې جایزې جاپاني سازمان نیهون هیدانکیو Nihon Hidankyo ته چې پر هیروشیما او ناګاساکي د غورځول شویو اټومي بمونو ژوندي پاتې شویو جوړ کړی او د اټومي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې کوي، ورکړل شوه.

د ناروې د نوبل د سولې کمېټې نن جمعه په اوسلو کې اعلان وکړ، چې سږکال دغې جایزې ته ۱۷۹ افراد او ۸۹ سازمانونه غوره شوي و، چې له‌منځه یې دغه سازمان ته ياده جایزه ورکړل شوه.

دغې کمېټې د يادې جایزې د اعلانولو پر مهال وویل، د هیروشیما او ناګاساکي څخه د اټومي بمونو د ژغورل شویو دغه بنسټیز حرکت ته چې د هیباکوشا په نوم هم یادیږي، د نوبل د سولې جایزه د هغو هڅو په خاطر ورکړل شوه چې، دوی له اټومي وسلو د یوې پاکې نړۍ لپاره مخته وړي، د شاهدانو د سترګو لیدلی حالت یې بیان کړی چې ښیي اټومي وسله باید هیڅکله هم بیا ونه کارول شي.

د ناروې د سولې د نوبل کمېټې ویلي، د دې سازمان د پراخو هڅو په نتیجه کې په نړۍ کې اټومي وسله پر یوه تابو بدله شوې ده.

بلېنکن: امريکا په منځني ختيځ کې د يوې پراخې جګړې د مخنيوي هڅې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، واشنګټن تر اوسه هڅه کوي چې، په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي او له اسراییل یې غوښتي چې د بیروت په مرکزي برخه کې له وروستیو بریدونو وروسته، چې ۲۲ کسان په‌کې ووژل شول، د ملکیانو ساتنه وکړي.

بلېنکن دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې، اسراییل په بیروت کې په بریدونو کې دوه ودانۍ په نښه کړې وې چې بشپړې ویجاړې شوې.

بلېنکن په لاوس کې د ختیځې اسیا له سرمشریزې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټڼ په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره جدي هڅو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه، دا ډېره مهمه ده چې اسراییل ډاډ ترلاسه کړي چې د جګړې پر مهال ملکي وګړي خوندي دي.

د لبنان یوشمېر سرچینو ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د حزب‌الله یو جګپوړی غړی وژل شوی دی.

د اوکراين ولسمشر نن د جرمني له صدراعظم او د نړۍ د کاتوليکانو له مشر سره جلا ليدنې لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن د جرمني له صدراعظم اولاف شولز او د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره وګوري.

زیلینسکي به د اوکراین مهمو اروپایي متحدینو ته په‌دې سفر کې، چې هدف یې د روسیې په وړاندې روانه جګړه کې له کییف سره د پوځي او مالي مرستو راجلبول دي، نن په واتیکان او برلین کې له دغو مشرانو سره خبرې ترسره کړي.

د اوکراین ولسمشر د دې سفر په ترڅ کې پرون پنج‌شنبې له لندن، پاریس او روم څخه کتنه ترسره کړه او د روسیې په وړاندې جګړه کې د خپلې بریا د پلان په اړه يې رڼا واچوله.

نوموړي د فرانسې له ولسمشر او د بریتانیا او ایټالیا له صدراعظمانو سره تر لیدنو کتنو وروسته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر کې ولیکل، ده او نورو مشرانو موافقه وکړه چې د دغه پلان په اړه به په ګډه کار کوي، خو په‌دې اړه یې نور جزیات ورنه‌کړل.

د بلوچستان په ډوکي کې د سکرو په يوه کان کې ۲۰ تنه وژل شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان
پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان

نامعلومو وسله‌والو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل.

په‌دې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د ماموریت یوه افسر همایون خان نن خبریالانو ته وویل چې، حمله کوونکو د راکټونو په شان له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

د روغتیايي چارواکو په وینا روغتون ته د ۲۰ تنو مړي او ۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د چين د مرکزي بانک پخوانی مرستيال د مرګ په سزا محکوم شوی

د چين بيرغ
د چين بيرغ

د چین د مرکزي بانک پخوانی مرستیال فان ییفې د بډې اخیستو په تور د مرګ په سزا محکم شو.

د چین دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې ییفې ته د دوو کلونو په ځنډ دغه سزا ورکول کېږي.

پر هغه تور پورې دی، چې د ۳۸۶ ميلیون چینايي ین په ارزښت چې څه باندې ۵۴ ميلیونه ډالره کېږي، جایدادونه په غیرقانوني ډول منلي دي.

د چین دولتي رسنیو د چین د یوې محکمې د حکم له‌مخې دغه خبر ورکړی دی.

د جرمني صدراعظم اسراييل ته د نورو وسلو او مهماتو ورکولو اعلان وکړ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون اسرايیل ته د نورو وسلو او مهماتو د ورکولو اعلان وکړ.

هغه پر اسرايیل د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت د پارلمان په یوه مباحثه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.

شولڅ په خپلو خبرو کې وویل، موږ اسراييل ته وسلې ورکړي او نورې وسلې او مهمات به هم ولېږدوو.

د اپوزیسیون کرسشن ډیموکرات اتحاد او کرسشن سوسیال اتحاد ګوندونو د شولڅ پر حکومت انتقاد کړ، چې اسرايیل ته یې کافي ملاتړ نه‌دی برابر کړی.

د اقتصاد وزارت مخکې څرګنده کړې وه، د جرمني حکومت د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ اسرايیل ته د جنګي وسلو د صادرولو اجازه ورنه‌کړه، خو ټینګار یې وکړ چې اسرايیل ته د وسلو پر صادراتو عمومي بندیز نه‌شته.

حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغل کړل، له هغې راهیسې په غزې تړانګه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه روانه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG