افغانستان
د خبريالانو مرکز په کابل کې د مهدي انصاري پر ورکېدو خواشيني ښودلې
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوه خبریال مهدي انصاري پر ورکېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
په هغه خبرتیا کې چې د سهشنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه د دې مرکز په وېبپاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې انصاري په کابل کې ورک شوی، خو انصاري ته نژدې سرچینې ادعا کوي چې دوی داسې شواهد لري چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د انصاري وضعیت روښانه کړي او له کورنۍ سره یې د ژر تر ژره یو ځای کېدو زمینه برابره کړي.
دغه مرکز ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د طالبانو استخباراتو مهدي انصاري نهدی نیولی.
مهدي انصاري تر دې پېښې مخکې په کابل کې د افغانستان له خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار کاوه.
دې خبري اژانس په ۱۳۸۸ کال کې په فعالیت پیل وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو ستره محکمه: تمه ده چې ملاهبتالله اخندزاده د قصاص ۳۰ حکمونه توشیح کړي
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په تمه دي چې مشر يې د قصاص ۳۰ حکمونه توشیح کړي.
د افغانستان د کورنۍ رسنۍ طلوع نیوز د راپور پر بنسټ، نن جمعه د نومبر لومړۍ د طالبانو د سترې محکمې د جزايي دیوان مشر په پنجشېر ولایت کې په یوه ناسته کې ویلي، د محاکمو لهخوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر شوي او دوی په تمه دي چې د ملا هبتالله اخندزاده لهخوا توشیح شي.
هغه وړاندې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.
د طالبانو لهخوا د قصاص د حکمونو ترسره کولو نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په ځلونو د دې حکم د پلي کېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.
خو طالب چارواکو تل په افغانستان کې د شریعت او د قصاص د حکم پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
ډبيلوايچاو: افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې
د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وايي، په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتې شوې دي.
دغه سازمان نن جمعه په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې، په سپټمبر میاشت کې د شري ۴۱۵۵ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
د ملګروملتونو ادارې دا هم ویلي چې، په سپټمبر کې د شري له امله ۱۸ مړینې ثبت شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ ټولټال ۵۲ زره او ۵۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له جرمني د پناه غوښتونکو د اخراج سلنه ډېره شوې
د پرونیو خپرو شویو رسمي شمېرو لهمخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج ۲۲ فیصده زیات شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پهدې موده کې د ۱۴۷۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج موارد ثبت کړي، حال دا چې د ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۲زره و.
جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې هغه ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې جرمني چارواکو په جرمونو کې ښکېل بللي وو، افغانستان ته اخراج کړل.
دا له کله چې طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، له جرمني د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لومړۍ پېښه وه.
دوی په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول او جرمني ویلي چې دا لړۍ به دوام کوي.
يوناما: طالبانو په وروستيو مياشتو کې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي.
یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرون ویلي، چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دغه ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق شوي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.
طالبانو په وروستیو کې په عام محضر کې تعزیري سزاګانې زیاتې کړي او په وروستي مورد کې په غزنې کې دوه کسان د اخلاقي فساد په تور په ۳۹، ۳۹ دُرو وهلي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.
د کاناډا صدراعظم پر ښځو د طالبانو وروستي بنديزونه وحشتناک بللي
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه غندلي دي.
ټروډو د پنجشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې: "د طالبانو وروستی حکم وحشتناک دی."
هغه زیاته کړې، چې په عام محضر کې د یو بل د غږ له اورېدو د افغان ښځو او نجونو منع کول له ټولنې څخه د هغوی د حذف کولو یوه قصدي هڅه ده.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي پهدې وروستیو کې ویلي چې، د بالغو ښځو لپاره د نورو بالغو ښځو د غږ اورېدل حرام دي.
حنفي وايي، بالغې ښځې حق نهلري چې د نورو بالغو ښځو په مخ کې حتی الحمدلله او سبحان الله ووايي.
د کاناډا د صدراعظم تر دغو څرګندونو مخکې، د ښځو د حقونو نورو فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو هم د طالبانو پر وروستیو محدودیتونو غبرګون ښودلی و.
ريچارډ بېنيټ د جمعې په ورځ ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بېنیټ به د جمعې په ورځ د ملګروملتونو عمومي غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.
بېنیټ د دوشنبې ناوخته پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې راپور یې، په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه بیانوي.
د راپور په یوه برخه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د شکنجې او جنسي ځورونې د پېښو یادونه هم شوې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو نیت نهلري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له یوه خصوصي ټلوېزیون سره خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یو "عقدهيي شخص" یاد کړی او وايي دغه راپور یې هم د همدې عقدې لهمخې برابر کړی دی.
طالبانو په زمري/ اسد میاشت کې ریچارډ بېنیټ د دې ډلې پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګاوه.
بېنیټ وویل، د طالبانو له دغه بندیز سره-سره په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوي.
طالبان: د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري
د طالبانو د حکومت یوه پلټونکي پلاوي موندلې چې د ایران په کلګان دره کې څه موده وړاندې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري.
دغه پلاوي چې مشري یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي ویلي، دوی له دغې پېښې ۲ مړي او ۳۴ ټپيان افغانستان ته انتقال کړي دي.
د پلاوي د موندنو په خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنجشنبه خپره کړې، راغلي چې څېړنې يې لا بشپړې نه دي او له کوم کره شمېر پرته یې ویلي، یو شمېر نور قربانیان ایران او پاکستان کې پاتې دي چې پلاوی یې د موندلو لټه کوي.
د لومړي ځل لپاره د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ د تېرې تلې میاشتې په ۲۳مه راپور ورکړ چې ایراني پوله ساتو ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې کړې دي.
هغه مهال دغه بنسټ د پېښې د څو عیني شاهدانو په حواله وویل چې پیښه کې ګڼ شمېر کډوال وژل شوي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو بیا د ډزو پېښه رد کړې وه.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو دې د ښځو او نجونو په اړه صادر کړي ټول فرمانونه لغوه کړي
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د افغانستان واکمنان باید سملاسي ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې له مخې یې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بریدونه شوي چې په وینا یې د ښځو د ژوند ټولې برخې یې متاثره کړې دي.
دوی دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر په قانون کې چې تېره اګست میاشت کې توشیح او رسمي جریده کې خپور شو، د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.
د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر خالد حنفي تازه ویلي، کله چې یوه بالغه ښځه لمونځ ادا کوي او یوه بله بالغه ښځه یې له مخې تېرېري، دا لمونځ کوونکي ښځه اجازه نه لري چې "الحمدلله" او "سبحان الله" ووایي.
پر دې سربېره، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز لګول شوی او ښځې په اکثرو ادارو کې له کار کولو منع شوي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو تر دې وړاندې له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونه اعاده کړي، خو طالبان بیا وایي، ښځو ته یې په اسلامي چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان شپږم راغلی
له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان کې تر جنوبي سوډان وروسته شپږم راغلی دی.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه یا "سيپيجی" CPJ د شاخص په سر کې اول او دویم د هیتي او اسراییل نومونه راغلي چې د ژورنالیستانو وژنې په کې کېږي، خو قاتلان یې له مجازاتو خوندي دي.
دا کمېټه وايي په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالیستان وژل شوي دي.
دغې کمېټې په نړۍ کې د ژورنالیستانو له وژنکو د معافیت په باب په یوه شاخص کې ویلي، په افغانستان کې د ۱۳ دغو وژنو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د راپور له مخې، زیاتې وژنې په ۲۰۱۸م کال کې شوې دي، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول چې ۹ تنه یې ژورنالیستان وو او په هغوی کې د ازادۍ رادیو درې خبریالان؛ سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ شامل وو.
د هغو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.
یوسفزۍ او نورو فعالانو له بریتانیا د طالبانو د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره یوځای یې د بریتانیا د پارلمان له غړو او وزیرانو غوښتنه وکړه، هغه څه په رسمیت وپېژني چې د طالبانو د رژیم لهخوا جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض ګڼل کېږي.
ملالې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: "موږ باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو."
هغې زیاته کړې چې تمه لري د پارلمان غړي او حکومت د کوټلو اقداماتو له لارې دا موضوع تعقیب کړي.
د طالبانو پر حکومت انتقادونه کېږي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې یې له تبعیض ډکه پالیسي خپله کړې او لا هم دوام لري.
نجونې لا هم تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولی او د دوی پر وړاندې یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.
ښځې او نجونې نهشي کولی په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو او اکثرو دولتي ادارو کې کار وکړي.