د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

افغانستان

طالبانو د چابهار بندر له لارې د افغاني محصولاتو په صادرېدو کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

د طالبانو د ټرانسپورټ وزیر حمیدالله اخندزاده د ایران د سیستان او بلوچستان له والي څخه د چابهار بندر له لارې د افغاني محصولاتو په صادرېدو کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

ایراني رسنیو پرون دوشنبې راپور ورکړ چې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت والي محمد کرمي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه کابل ته تللی، د طالبانو د ټرانسپورټ سرپرست وزیر په شمول له بېلابېلو چارواکو سره پر دوه اړخیزو سوداګري او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.

اخندزاده له کرمي سره په کتنه کې د چابهار بندر د پراختیا او د تاسیساتو په کار کې د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خبريالانو مرکز په کابل کې د مهدي انصاري پر ورکېدو خواشيني ښودلې

خبریال مهدي انصاري چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.
خبریال مهدي انصاري چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوه خبریال مهدي انصاري پر ورکېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

په هغه خبرتیا کې چې د سه‌شنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه د دې مرکز په وېب‌پاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې انصاري په کابل کې ورک شوی، خو انصاري ته نژدې سرچینې ادعا کوي چې دوی داسې شواهد لري چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د انصاري وضعیت روښانه کړي او له کورنۍ سره یې د ژر تر ژره یو ځای کېدو زمینه برابره کړي.

دغه مرکز ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو استخباراتو مهدي انصاري نه‌دی نیولی.

مهدي انصاري تر دې پېښې مخکې په کابل کې د افغانستان له خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار کاوه.

دې خبري اژانس په ۱۳۸۸ کال کې په فعالیت پیل وکړ.

بلوچ: د طالبانو حکومت دې ترهګرې ډلې وځپي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

پاکستان یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی، د هغو ترهګرو ډلو ګواښونو ته ‌دې پام وکړي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته خطر پېښوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن د اکټوبر اتمه په یوې خبرې ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بامیانو او کابل په بریدونو کې ښکېلې ډلې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې روزل شوې وې.

هغې زیاته کړې، که څه هم طالبان هڅې کوي چې دا ترهګرې ډلې وځپي، خو په خبره يې دغو ډلو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او د سیمې د امنیت لپاره ګواښ جوړوي.

مېرمن بلوچ زیاته کړه: "طالبان د دې پر ځای چې نور ملامته کړي، ښه دا ده چې د دې ډلو ځپل پیل کړي."

که څه هم طالبانو د دې پاکستانۍ چارواکې تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له‌دې وړاندې يې په ځلونو د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني يې د دې هېواد داخلي مسئله بللې ده.

د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي وو.
ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو اټکل کړی دی.

دې وزارت نن د اکټوبر اتمه پر خپلې وېب‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې ورښتونو اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني ولايتونو کې شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، د ورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

تېره اوونۍ د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو له کبله سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربېره، د دوی په سلهاو جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې وې.

طالبان: په يوه مياشت کې تر ۳۴زره جريبه ډېره ځمکه له غصب بېرته راګرځول شوې

ارشیف: طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یوه ډېره اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده کړې.
ارشیف: طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یوه ډېره اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده کړې.

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې يې څه باندې ۳۴زره جریبه ځمکه چې غصب شوې وه، بېرته مسترده کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د اکټوبر اتمه پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر د دې وزارت د یو بیان په حواله ویلي، دغه دولتي ځمکه په غور، میدان وردګ، تخار، نورستان، بادغیس او پنجشېر ولایتونو کې له غصب څخه راګرځول شوې ده.

د طالبانو حکومت په‌دې اړه چې دا ځمکه يې د چا له غصب څخه راګرځولې، څه نه‌دي ویلي.

له‌دې وړاندې د طالبانو حکومت د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه ځانګړې محکمه، مقرارت او کمېسیون جوړ کړی و.

که څه هم دا معلومه نه‌ده چې څومره دولتي ځمکې غصب شوي، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹م کال کې ویلي وو، په ټول هېواد کې څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۳ امبولانسونه ورکړل شوي

د سره صلیب یو امبولانس
د سره صلیب یو امبولانس

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۳ امبولانسونه ورکړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سره میاشت ټولنې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري دوی ته په ۱۳ سپارل شویو امبولانسونو کې ۱۱ سټنډرډ او دوه لوی ټرکونه دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امبولانسونه به د افغاني سره میاشت ټولنې د بشري چارو له هلوځلو سره مرسته وکړي.

له قرغزستان څخه افغانستان ته د پټرولو صادراتو کې زیاتوالی راغلی

ارشیف
ارشیف

د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وايي، دې هېواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځلي زیات صادر کړي دي.

قرغزي رسنیو پرون دوشنبې د قرغزستان د احصایې د ملي کمېټې پر اساس وویل چې دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیونه او ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړي دي.

د تېر کال په ورته موده کې، قرغزستان د ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر کړي وو.

افغانستان ته د قرغزستان د صادر شویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.

د قرغزستان د تېلو لوی صادراتي هېواد نه دی.

افغانستان ته د دغه هېواد صادر شوي پټرول د دغه هېواد د ټولو صادر شویو پټرولو ۸۴ سلنه کېږي.

یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلې کورنۍ لا هم مرستو ته اړتیا لري

د هرات د تېر کال د زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
د هرات د تېر کال د زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، په هرات کې له زلزلې یو کال وروسته لا هم په دغه ولایت کې ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.

یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ملګرو ملتونو او ملګرو یې له پېښې وروسته له سلګونو زرو کسانو سره مرستې کړې دي.

دغه دفتر زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.

تر دې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي وو، په هرات کې د وروستۍ زلزلې یو کال پوره شو او کورنۍ اوس بېرته په خپلو پښو د درېدو په حال کې دی.

یونېسف په دې مناسبت نن په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې برخه کې پرمختګ نازک دی.

دغې ادارې د ماشومانو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو او ټولنو د پیاوړتیا لپاره د نور ملاتړ غوښتنه کړې چې دوی د بقا لپاره اساسي خدمات او سرچینې ولري.

د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.

زلزله ځپلو ویلي چې د کال له تېرېدو وروسته هم ټولو ته کورونه نه دي ورکړل شوي او ځینې یې اساسي خدمات نه لري.

یونېسف د هرات د تېر کال زلزله ځپلو د نور ملاتړ غوښتنه وکړه

د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.
د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په هرات کې د وروستۍ زلزلې یو کال پوره شو او کورنۍ اوس بېرته په خپلو پښو د درېدو په حال کې دي.

یونېسف په دې مناسبت نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې برخه کې پرمختګ نازک دی.

دغې ادارې د ماشومانو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو او ټولنو د پیاوړتیا لپاره د نور ملاتړ غوښتنه کړې چې دوی د بقا لپاره اساسي خدمات او سرچینې ولري.

د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.

زلزله ځپلو ویلي چې د کال له تېرېدو وروسته هم ټولو ته کورونه نه دي ورکړل شوي او ځینې یې اساسي خدمات نه لري.

نوراحمد د کربین لیګ غوره لوبغاړی ونومول شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نوراحمد
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نوراحمد

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نوراحمد د کربین لیګ د مخکښ توپ اچونکي او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.

د کربین لیګ یا سي پي ایل سیالو پایلوبه پرون یکشنبه د اکټوبر په ۶مه نېټه د ویسټ اینډيز د پروېډینس په لوبغالي کې د سنټ لوشیا کینګز او ګیانا امازون واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۶ وېکټو په تفاوت سنټ لوشیا وګټله او د کربین لیګ د سږني پړاو اتله شوه.

په پایلوبه کې ګایانا لوبډلې ۱۳۸ منډې کړې وې او سنټ لوشیا په نولسم اور کې د ۴ وېکټو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.

نوراحمد چې د سنټ لوشیا په لوبډله کې لوبېده، په پایلوبه کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او په ټولیزه توګه یې په ټورنمنټ کې ۲۲ وېکټې واخیستې چې تر ټولو توپ اچونکو مخکې و او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

دغه راز د یاد لیګ د ګایانا په لوبډله کې رحمن‌الله ګربز لوبېده، خو په پایلوبه کې په صفر وسوځېد.

د ویلو ده چې د کربین لیګ په سږني پړاو کې بیلابیلو لوبډلو ته څلور افغان لوبغاړي ولوبېدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG