نړۍ
بوسنیا-هرزګوینا کې سېلابونه؛ د ۴۰ تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي
د ژغورنې ډلو په بوسنیا-هرزګوینا کې د سېلابونو له امله د ۴۰ کسانو د موندلو لپاره تر پرون ناوخته پورې هڅې کولې.
په بوسنیا-هرزګوینا کې یو شمېر کلیو ته مواصلاتي لارې قطع شوې دي.
د بوسنیا صدراعظم نرمین نیکسیچ پرون خبرې غونډې ته وویل چې د دونجا جابلانیکا سیمه سېلابونو ډېره اغېزمنه کړې ده.
د جمعې سهار سخت بارانونه پیل شول چې له امله یې سېلابونه وبهېدل او د بوسنیا-هرزګوینا په مرکزي او جنوبي سیمو کې د ځمکو د ښویېدو سبب شول.
تر اوسه په هرزګوینا کې د ۱۴ کسانو او په بوسنیا کې د درې کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي او د بېړنیو چارو د ادارو په وینا لږ تر لږه ۴۰ کسان تري تم دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي ښايي د هرمز تنګی ترسبا بېرته پرانیستل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اوس مهال له ایران سره داسې خبرې روانې دي چې هدف یې دا دی څو د هرمز تنګی تر سبا بېرته پرانیستل شي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا د هغوی لپاره وروستی فرصت دی چې یوه ښه هوکړه لاسلیک کړي، که نه نو سختې پایلې به ولري.»
د هغه په وینا، دغه خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي.
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران یو شمېر چارواکو او ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو ترسره کېدل رد کړي وو.
د امریکا ولسمشر وویل د دغو خبرو اساسي موضوع دا ده چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو زیاته یې کړه چې همداراز داسې مذاکرات هم روان دي چې له مخې یې تهران تر سبا د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.
ټرمپ تر دې وړاندې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل (Truth Social) کې لیکلي وو چې: «هرمز تنګی اوس مهال په بشپړه توګه د امریکا د سمندري ځواکونو تر کنټرول او زموږ د محاصرې لاندې دی؛ یا لکه ځینې یې چې بولي، د امریکا فولادي دېوال.»
هغه ټینګار وکړ چې ایران ته به اجازه ورنه کړي چې د هرمز له تنګي څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره حق العبور واخلي.
د امریکا ولسمشر همداراز وویل، د نفتو لوی شرکتونه د ایران سره د جګړې له امله د خامو تېلو د کمښت او د بیو د لوړېدو له کبله «له حده زیاتې ګټې» ترلاسه کوي.
ټرمپ وویل: «زه له دې وضعیت خوښ نه یم. هغوی له اړتیا او کمښت څخه په استفادې ډېرې پیسې ګټي، او دا سمه نه ده.»
افغانستان ته د قزاقستان د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی
قزاقستان د تېر کال د سپمټبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۲.۴ ملیون ټنه غله افغانستان ته صادره کړې ده.
د یاد هېواد د کرنې وزارت وايي د مخکېني کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د دوی د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د منځني اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړې.
اوسمهال اکثر اولیه خوراکي مواد او د سونګ توکي له منځنۍ اسیا افغانستان ته واردېږي.
پاکستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړې
د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) راپور ورکړ چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او نړۍ د مهمو تحولاتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او پاکستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ته اسلاماباد ته « په لومړني ممکن فرصت کې» د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې وروستي پرمختګونه او روان ډیپلوماتیک بهیر څېړلی او د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې د نږدې همکاریو او دوامدارو سلا مشورو پر اړتیا ټینګار کړی.
راپور زیاتوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې ټیلیفوني خبرو کې په رسمي ډول له سید عباس عراقچي څخه وغوښتل چې په لومړي مناسب فرصت کې اسلاماباد ته سفر وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا مهال په عراق کې دی. تر اوسه د دې بلنې د اصلي سبب په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې مخکې یې ویلي و د دې لپاره یې پر ایران پلان شوی «لوی برید» لغوه کړی چې ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړي، خبریالانو ته ویلي و چې ټاکل شوې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي.
خو تهران د دوشنبې په ورځ د دغو خبرو د ترسره کېدو راپورونه رد کړي دي.
د دمشق تازه هڅه؛ د عراق د کردستان سیمې ولسمشر له الشرع سره ولیدل
د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د عراق د کردستان د خودمختارې سیمې له ولسمشر نچیروان بارزاني سره وکتل.
رسمي سرچینو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د دغو خبرو هدف د دمشق او د سوریې د کردانو ترمنځ د ادغام د هوکړې پرمخ وړل دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې ولسمشر احمد الشرع د دوشنبې په ورځ د «اسد په ۱۲مه» په دمشق کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نچیروان بارزاني هرکلی وکړ.
دا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې راهیسې چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار اسد له واکه لیرې شوی، سوریې ته د عراق د کردستان د خودمختاره سیمې د ولسمشر لومړنی سفر دی.
وروسته له دې چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د سوریې د کردي ځواکونو او د نوي حکومت د قواوو ترمنځ نښتې وشوې، دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې د سوریې کردي اداره او ځواکونه یې د دولت په تشکیلاتو کې مدغمېږي.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دوشنبې په لیدنه کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې څو د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي.
نچیروان بارزاني هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه د داسې باثباته او متحدې سوریې ملاتړ کوي چې د ټولو قومونو او د بېلابېلو دینونو د پیروانو حقونه په کې خوندي وي.
تهران وایي، دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ هیڅ ډول خبرې اترې ندي روانې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل هغه خبرې چې اوس روانې دي، د دوو ساحلي هیوادونو، ایران او عمان ترمنځ دوه اړخیزې خبرې دي.
بقايي زیاته کړه چې د دغو خبرو په بهیر کې د نورو لورو حضور کولای شي رغنده یا زیانمن تمام شي، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي موضوع یوازې د ایران او عمان ترمنځ ده. دواړه هیوادونه په هرمزتنګي کې د کشتیو د تیریدو د لارې پرټاکلو خبرې کوي. د ایران د حکومت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ وویل چې له ایران سره به خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي خو د خبرو د ځای، ګډونوالو او د احتمالي هوکړې لپاره د ټاکل شوې مودې په اړه یې څه ونه ویل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ایرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غواړي له ایران سره یوه هوکړه وشي، ځکه د هغه په خبره، دی نه غواړي "خلک ووژل شي." ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید پلان په دې په هیله ځنډولی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د ایران د اټومي لانجې د حل لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
د ولسمشرټرمپ له دې څرګندونو وروسته نن د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه څه باندې څلور سلنه را ولویده او د برېنټ اومه تیلو د هربیرل بیه ۸۳ ډالرو او ۸۸ سنټو ته ورسېده.
په سوات کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیرلږترلږه ۱۷ او د ټپیانو لږترلږه ۳۴ ته ورسید
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر لږترلږه ۱۷ ته ورسید.
د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.
مخکې په دې پیښه کې د لږترلږه ۱۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و خو چارواکو وروسته وویل چې د دې پیښې درې ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه. د ټپیانو شمیر چې مخکې چارواکو ۱۸ تنه ښودلی و، لږترلږه ۳۴ ته رسیدلی دی. چارواکو مخکې د وژل شویو ۱۴ کسانوپه ډله کې، پنځه یې پولیس، اته یې ملکي وګړي او یویې احتمالي ځانمرګی یاد کړي وخو نده څرګنده چې درې نور چې په روغتون کې یې ساه ورکړې، ملکي وګړي او که پولیس دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.
ټرمپ: له ایران سره خبرې به نن دوشنبې غرمه مهال پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره به خبرې د دوشنبې ورځې په ماسپښین، د زمري په ۱۲مه، پیل شي، خو د خبرو د ځای، ګډونوالو او د احتمالي هوکړې لپاره د ټاکل شوې مودې په اړه یې څه ونه ویل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه ایرفورس ون کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غواړي له ایران سره یوه هوکړه وشي، ځکه د هغه په خبره، دی نه غواړي "خلک ووژل شي."
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید پلان په دې په هیله ځنډولی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د ایران د اټومي لانجې د حل لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پاکستان د پوځ له مشر سره د ډیپلوماټیکو هڅو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
د خیبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.
په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته وویل چې په وژل شویو کې پنځه پولیس او اته ملکي وګړي شامل دي. هغه زیاته کړه چې څوارلسم وژل شوی کس ښايي ځانمرګی بریدګر و. د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، لږ تر لږه ۱۸ کسان هم ټپیان شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه اعلامیه کې د دې ځانمرګي برید له امله "ژوره خواشیني او خفګان" څرګند کړی دی.
د پاکستان په سرحدي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې وسله وال بریدونه په څرګند ډول زیات شوي، چې تر ډېره د پوځ او پولیسو ځواکونه په نښه کوي.
د پاکستان حکومت د دغو بریدونو د زیاتوالي پړه پر افغان طالبانو اچوي او تور پورې کوي چې دوی د وسله والو ملاتړ کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، ایران باید په هر حال خپله تګلاره بدله کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، که په ایران کې حکومت بدل هم نه شي، بیا هم د دغه هېواد حکومت باید خپله تګلاره بدله کړي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي، او د مخنیوي لپاره باید پرې فشارونه زیات شي.
روبیو همداراز وویل چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په تر څ کې د ایران د پوځي او دفاعي وړتیاوو یوه مهمه برخه له منځه وړل شوې ده.
له بلې خوا، د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ایران د امریکا د ملي امنیت او نړیوال ثبات لپاره یو ستر ګواښ وباله او ویې ویل، تهران خپلې سرچینې د ترهګرو ډلو، توغندويي پروګرام او اتومي فعالیتونو ته ځانګړې کړې دي.
زیلینسکي له لویدیځ وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کیدای شي، پټرویټ توغندي ورکړي
د روسیې له خوا پر کییف او د اوکراین پر نورو ښارونو د وروستیو مرګونو هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له خپلو لوېدیځو متحدینو څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې د پېټرویټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو د لېږد بهیر چټک کړي.
زېلېنسکي تیره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د مسکو وروستیو بریدونو ته په اشاره چې د ده په خبره د اوکراین پرښارونو یې ۳۵ کروز او بالستیک توغندي او نږدې ۱۹۰ بېپیلوټه الوتکې توغولې، وویل:
"موږ د روسیې د دې ترهګرۍ پر وړاندې ځوابونو ته اړتیا لرو؛ د نړۍ له خوا رښتیني ځوابونه غواړو."
هغه د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید دا وویني چې روسیه د جګړې په اوږدولو سره د وژلو نوې لارې زده کوي او دا به یوازې پر اوکراینیانو پورې محدودې نه وي."
زېلېنسکي دغه ناهیلي داسې مهال څرګندوي چې داسې بریښي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا زړه نازړه شوی چې ایا کیف ته د دې اجازه ورکړي چې په خپله د پېټرویټ توغندي تولید کړي؟