افغانستان
سویلي افریقا په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ افغانستان وګټله
د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کې د ۷ وېکټو په تفاوت افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ ۲ـ۱ افغانستان وګټله.
سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۲۲مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۴ اورونو کې ۱۶۹ منډې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۸۹ او الله محمدغضنفر ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په ۳۳م اور کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته بشپړ کړ.
په نننۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته ایډم مارکرم ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د ویلو ده چې په دې لوبه کې د راشدخان، فضل حق فاروقي او ریاض حسن پر ځای عبدالمالک، فرید احمد او نوید ځدراڼ ته د لوبې چانس ورکړل شوی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې پر نارینهوو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي
د طالبانو د حکومت لهخوا د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون تر توشیح کېدو وروسته پر ښځو سربېره پر سړیو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي دي.
واشنګټن پوست پرون یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.
دوی ویلي، ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.
دا محدودیتونه پخوا هم و، خو واشنګټن پوست لیکلي چې تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.
طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د امر بالمعروف د قانون په توشیح کېدو سره محتسبانو ته دا اختیار ورکړ چې د سپارښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې سرغړونکی توقیف کولی شي.
دغه قانون که څه هم په کور دننه او بهر له یو شمېر غبرګونونو سره مخامخ شو، خو طالبانو یې ننګه وکړه او وې ویل، هغه کسان چې دا غبرګونونه ښيي، له اسلامه نه دي خبر.
د تېر جمهوري نظام سرتېری "عیسی خان لغمانی" په یوه ګاونډي هېواد کې له بې برخلیکۍ شکایت کوي
د افغانستان د پخوانۍ ړنګې شوې اردو یو غړی عیسی خان لغمانی په یوه ګاونډي هېواد کې له بې برخلیکۍ شکایت کوي.
عیسی خان په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ باندې شپږ بریدګر وژلي وو.
عیسی خان په خپله یوه تازه بیان کې چې په خواله رسنیو کې ډېرمنعکس شوی ویلي: "بدبختانه زما ژوند دلته په خطر کې ده، غیر قانوني ژوند کوم، پاسپورټ نه لرم. که سبا ورځ مې ونیسي دا دولت مې ډيپورټ کوي او هلته مې ستونزې ډېرېږي."
عیسی خان لغمانی د خلکو تر منځ په "ټق چپه کو" اصطلاح مشهور دی هغه خبرې چې ده د بریدګرو له وژلو وروسته کړې وې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د پخوانۍ اردو او امنیتي ځواکونو ګڼ غړي له افغانستان ووتل او په ګاونډيو هېوادونو په تېره پاکستان کې یې هم سر خوندي نه دی.
د ناروې کډوالو شورا په ایران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابروي
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابروي.
دې شورا په ایران کې د تلې یا میزان په لومړۍ د نوي تعلیمي کال د پيل په مناسبت دا خبره کړې ده.
په بیان کې راغلي چې ایران کې نږدې یو نیم میلیون افغان ماشومان اوسېږي.
ناروې شورا او څو نور بنسټونه له هغې ډلې "تعلیم تر ټولو لومړی" هغو افغان ماشومانو ته ټولګي پرانیستي چې له ښوونځیو پاتې دي.
په ایران کې کډوال ماشومان تر ډېره په عامه ښوونځیو کې نه نیول کېږي او ډېر کم شمېر یې خصوصي زدهکړو ته لاسرسی لري.
افغانستان سویلي افریقا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا سره د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې ۱۶۹ منډې وکړې.
دغه سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۲۲مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰نیمې بجې پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.
په افغان توپوهونکو کې رحمنالله ګربز ۸۹ او الله محمد غضنفر ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
مېلمه لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې دا لوبلړۍ له وړاندې افغانستان ګټلې ده.
فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.
د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس نن یکشنبه د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو پایلو وښوده چې افغان لوبډله د ښو امتیازیاتو لرلو له امله له سيC ګروپ څخه د درېیمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه.
افغانستان په ګروپي پړاو کې یوازې یوه سیالي ګټلې وه او دوه نورې یې بایللې وې.
د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې به په ډېر احتمال سره افغانستان له پارګوای سره سیالي وکړي.
دغه سیالي به د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د ازبکستان په کوربهتوب ترسره شي.
ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو د حقونو غوښتنې واوري
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون شنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخته له یو شمېر ښځو او نجونو سره یوځای شوه چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې لپاره راټولې شوې وې.
ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې دې د دوی غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
اغلې یوسفزۍ په یوه ویډیو کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو منع شوي، په غزه کې نجونې تر بمباریو لاندې ژوند کوي او په نایجریا کې نجونې له طبیعي پېښو کړېږي.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره د هالند د ۱۶ میلیون ډالرو مرسته؛ اوچا له دې مرستو مننه کړې
د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د هالنډ د مرستې مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۳مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې هالنډ له دې صندوق سره له ۱۶ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
د اوچا پر اساس، هالنډ له ۲۰۱۶م کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو درېیم ستر تمویلوونکی هېواد دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان او سوډان هغه دوه هېوادونه دي چې تر شپږ میلیونه زیات وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخامخ دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي، ۱۹ میلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېد، چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.
کرکټ؛ نن د افغانستان او جنوبي افریقا وروستۍ سیالي ده
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې نن د درې یو ورځنۍ لوبلړۍ په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ شي.
افغانستان د دې لوبلړۍ دوې سیالۍ ګټلي او که نن درېیمه سیالي وبایلي هم، د لوبلړۍ ګټونکی دی.
د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمې بجې پیلېږي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې تېر ماسپښین یې په کابل کې دوه طالبان په یوه برید کې وژلي او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی وسلهوالو د کابل سرای شمالي ته نږدې د طالبانو پر موټر دا حمله وکړه.
طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.
ملګرو ملتونو تېره سې شنبه د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې "د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې" تراوسه د افغانستان د کومې سیمې کنټرول نه دی ترلاسه کړی، خو په ټکو یې دواړو وسلهوالو ډلو د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې پر طالبانو لږ ترلږه ۷۳ بریدونه کړي دي.