د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

امریکا کې یوې پیشو تر ۱۲۰۰ کیلومتره ډېره لار وهلې؛ له څو اوونیو وروسته څرنګه پيدا شوه؟


په متحده‌ایالاتو کې یوه خړه پیشو
په متحده‌ایالاتو کې یوه خړه پیشو

په امریکا کې یوه پیشو
په امریکا کې یوه پیشو

یوه خړه پیشو چې د امریکا په متحده‌ایالتونو کې یې تر ۱۲۰۰ کیلومتره ډېره لار وهلې، له څو اوونیو وروسته څرنګه پيدا شوه؟

د راین بیو په نوم پیشو د مېلې پر مهال له یلوسټون ملي پارک څخه ترۍ تم شوه.

کیسه داسې وه چې سوزان انګویانو د جون په څلورمه له خپلو پیشوګانو سره ځنګله ته تللي وه، هلته راین بیو د ونو خوا ته تېره شوه بیا راستنه نه شوه.

انګویانو له خپل مېړه بني سره په دې پيشو پسې څلور ورځې په ځنګله کې وګرځېده، خو پيدا نه شوه.

تېره میاشت انګویانو دوی ته د مایکروچپ شرکت خبر ورکړ چې پیشو یې د کالیفرونیا په روزویلي کې د څارویو د څار د ساتنې په یوه مرکز کې ده.

دا سیمه ۱۲۸۷ کیلومتره له هغې سیمې لرې ده چې له دوی څخه پيشو ورکه شوې وه.

دا پيشو داسې پيدا شوه چې په روزویلي کې د یوې مېرمن سترګې پر دې پيشو لګېدلې وې چې په کوڅو کې ګرځېده، خو ګیرکولی یې نه شوای، دې مېرمنې هغې ته خواړه ورکول، اوبه یې ورته ایښودې، اخر یې د اګست په درېیمه ونیوله او د څارویو د څار مرکز ته یې یووړه.

په سبا یې انګویانو ته حال راغی، دا روسویلي ته په موټر کې ورغله، خپله پيشو یې واخیسته، د هغې شپږ پونډه وزن کم شوی و.

سوزان انګویانو اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل: "زما بیخي زړه ته لوېدلې چې دا سفر دې په خپله کړی، خپړ یې سولیدلي دي، ۴۰ فیصده وزن یې کم شوی، د نه خوړو له امله یې د بدن پروتین ډېر کم شوي، څوک ورسره نه و چې غم یې وخوري."

انګویانو زیاته کړه چې اوس یې خپلو پيشوګانو ته د مایکروچپ ترڅنګ جي‌پي‌ایس هم ورپه غاړه کړی دی چې بیا داسې چم ونه شي.

XS
SM
MD
LG