د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

له جنوبي افریقا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبلړۍ ګټل؛ په پراخه کچه د افغان لوبډلې ستاینه وشوه


د افغانستان او سویلي افریقا له روانې لوبلړۍ یو انځور
د افغانستان او سویلي افریقا له روانې لوبلړۍ یو انځور

د جنوبي افریقا د کرکټ له پیاوړې لوبډلې په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبلړۍ ګټل په افغانستان کې دننه او بهر په پراخه کچه ستایل شوي دي.

د کرکټ ملي لوبډلې د دغه لوبې تر بري وروسته په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د جنوبي افریقا له پیاوړې لوبډلې د لوبلړۍ ګټه په خپل نوم کړه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه بری په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو له لوري په پراخه کچه وستایل شو.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد بشیر وايي، د کرکټ ملي لوبډلې وروستي بري په افغانستان کې ډېر خلک خوشحاله کړل.

د جنوبي افریقا پر وړاندې په پرونۍ لوبه کې راشدخان وکولای شول څو د لوبې غوره لوبغاړی شي. هغه د دې لوبډلې پنځه لوبغاړي اوټ کړل.
د جنوبي افریقا پر وړاندې په پرونۍ لوبه کې راشدخان وکولای شول څو د لوبې غوره لوبغاړی شي. هغه د دې لوبډلې پنځه لوبغاړي اوټ کړل.

هغه وویل: "ډېره خوشحاله یم چې افغانستان لوبه وګټله، تېره شپه ډېره ښه لوبه وشوه، خدای دې وکړي چې تل داسې ښې لوبې وکړي، په افغانستان کې خلک د لوبې د ګټلو له امله ډېره خوشحاله دي."

د پروان ولایت اوسېدونکی رحمت‌الله وايي، ویاړي چې افغان لوبډله په داسې شرایطو کې د دوی ته خوښي ورکوي.

رحمت‌الله وویل: "ډېر خوشحاله یم او د افغانستان په ملي ټیم ویاړم، اوس چې په افغانستان کې حالات ډېر خراب دي، دا یوه ډېره لویه خوشحالي ده."

د بلخ ولایت یوې اوسېدونکې ویسا افغان هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "چې کله دوی لوبې وګټي نو هغه بیا بېل خوند لري، ځکه همدا اوس یوازې کرکټ دی چې موږ ته خوشحالي راکوي او د افغانانو په شونډو خندا راولي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افريقا سره دری يو ورځنۍ لوبې لري چې د لړۍ دوهمه هغه یې پرون جمعه د سپټمبر۲۰مه په لوی توپیر وګټله او په دې ترتیب یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د دغه لړۍ لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشوه چې هغه هم افغانستان نسبتاً په لوی توپیر وګټله او ټاکل شوې د دغه لړۍ وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د سپټمبر۲۲مه په همدې لوبغالي کې وشي.

که څه هم یادې لوبې د افغانستان په کوربه‌توب کېږي، خو افغان لوبډله د معیاري لوبغالو د نه موجودیت او امنیتي ستونزو له کبله تر ډېره نړیوالې لوبې په شارجه او د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پخوانی کپټان اصغر افغان، د کرکټ نړیوالو پوهانو او ګڼو نورو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د کرکټ ملي ټیم وروستی بری ستایلی او ویلي چې افغان لوبډله اوس د دې جوګه شوې څو پیاوړې لوبډلې ماتې کړي.

د کرکټ څارونکي او پوهان له ډلې احمد فرهاد فدايي وايي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم اوس له هر اړخه په نړۍ کې د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه د افغانانو استازولي کوي.

فدايي وايي: په ټوله کې زموږ لوبډله ډېره منظمه شوې، بیټسمینان لرئ، بالران لرئ، سپینران لرئ او دوه وېکټ ساتونکي شته.

فدایي وايي: "په ټوله کې زموږ لوبډله ډېره منظمه شوې، بیټسمینان لرئ، بالران لرئ، سپینران لرئ او دوه وېکټ ساتونکي شته، نور نو په ټیم څه غواړئ؟ الحمدالله هر څه په‌کې شته، د چمپین ټرافۍ لپاره چې افغان ټیم ورځي هم دا ډېر ښه پیل و."

له جنوبي افریقا سره د لوبو له دغه لړۍ وړاندې د افغانستان کرکټ د يو ورځينو لوبو لوبډلمشرحشمت‌الله شهیدي یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې له جنوبي افریقا وروسته به افغان ملي ټیم له "بنګله‌دېش، زیمبابوې او وېسټ اینډيز" سره د لوبو لړۍ ولري او هیله یې ښودلې وه چې افغان لوبډله په کې ښه وځلېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG