نړۍ
د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې په هوايي بریدونو کې نن سهار ۱۴ تنه ټپیان شوي دي
د ازادۍ راډيو د اوکرایني څانګې د خبر لهمخې، دا كسان وروسته له هغه ټپيان شول، چې روسي ځواكونو د اوكراين په شمال ختيځ سومي سيمه كې د كنوتاپ ښارګوټی په نښه كړ.
د دې ښار ښاروال ارتیم سیمینیخین، پر خپل ټلېګرام لیکلي، د ټپيانو له ډلې يې يو په کوما کې دی.
هغه زياته کړه، د دغو بريدونو په پايله کې د کنوتاپ په ځينو برخو کې برېښنا پرې شوې او د ده په وينا، د انرژي سیستم ته د پام وړ زيان رسېدلى دى.
د دې سیمې پوځي ادارې ویلي دي، روسیې په دغو بریدونو کې له شاهد ډرونونو څخه کار اخیستی دی.
راپورونو وايي، روسیې په سیستماتیک ډول د اوکراین د انرژۍ اساسي زیربناوې په نښه کړي، چې درانه زیانونه یې اړولي او برېښنا ته یې د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسيې دفاع وزارت د اوکراين د ۸۳ بېپيلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی
د روسیې دفاع وزارت وایي چې، نن سهار وختي یې د اوکراین ۸۳ بېپیلوټه الوتکې د روسیې په شپږو سیمو کې راغورځولي دي.
دفاع وزارت پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي، ۳۴ په کورسک، ۲۰ په بریانسک، ۱۲ په کریمیا، ۸ په وورونیژ، ۴ په اوریل او ۳ په بیلګورود سیمو کې په ډزو راغورځول شوي دي.
چارواکو په بریانسک ښار کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د یوې ویشتل شوې الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په عین حال کې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو ویلي چې، د روسیې ۳۱ بېپیلوټه الوتکې او یو توغندی یې لهمنځه وړي دي.
د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وویل، د روسیې یو توغندی د اطفایې پر یوه مرکز لګېدلی، چې په نتیجه کې یې د اور وژنې دوه کارکونکي ټپیان شوي دي.
بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه برید کې چې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي وو، د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور لهمخې دا پېښه د دې ایالت په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې شوې ده.
د رحمتالله په نوم د پولیسو یوه چارواکي دې اژانس ته ویلي چې، په دغه برید کې د پولیسو هغه موټر په نښه شوی و، چې د پولیو د واکسین د کارکونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول.
د عبدالفتاح په نوم د پولیسو یوه بل چارواکي ویلي، په اووه وژل شویو کسانو کې پنځه ماشومان، یو پولیس او یو دوکاندار شامل دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
لهدې مخکې روانه اوونۍ په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا په څو سیمو کې د دغه کمپاین پر کارکونکو او ګومارل شویو پولیسو یې بریدونه وشول، چې په نتیجه کې یې څوتنو ته مرګژوبله اوښتې وه.
په پاکستان کې چې روان زېږديز کال د پولیو مثبتې پېښې پهکې په بېساري توګه زیاتې شوې، د چارواکو په خبره یې د واکسین په روان کمپاین کې به چې نن یې وروستۍ ورځ ده، له پنځو کلونو کمعمره ۴۵ ميلیونه ماشومان واکسین شي.
کامالا هريس: که ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي، ارزانه روغتيايي خدمتونه به محدود کړي
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس وايي، که د هغې سیال ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدان د نوومبر د پنځمې په انتخاباتو کې بریالي شي، د ارزانه روغتیايي خدمتونو پروګرامونه به محدود کړي.
هریس د پنجشنبې په ورځ (۳۱ اکتوبر) په ویسکانسن کې رایه ورکوونکو ته یادونه وکړه چې، ټرمپ په ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو کې هم د دې قانون د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.
هغې خبریالانو ته وویل، د ټولو امریکایانو لپاره ارزانه روغتیايي خدمتونه پهدې ټاکنو کې له خطر سره مخامخ دي.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې څو ځلې هڅه کړې وه چې، دا قانون لغوه کړي او د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتي مبارزو کې یې ژمنه کړې وه چې که بیا ولسمشر غوره شو، د ارزانه روغتیايي خدماتو د قانون لغوه کول به یې لومړیتوب وي.
بلېنکن: اسراييل او لبنان يو تفاهم ته نږدې شوي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل او لبنان د ملګروملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک د پلي کېدو په اړه پر یو تفاهم ته نږدې شوي دي.
ښاغلي بلېنکن چې د جنوبي کوریا له باندنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، سیمې ته د خپل وروستي سفر پر اساس ویلی شي چې پهدې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
په همدې خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم هیله څرګنده کړه چې په لبنان کې به ژر د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي هیله څرګنده کړې وه چې، په راتلونکو څو ورځو کې له اسراییل سره د اوربند موافقه اعلان شي او د اسراییل عمومي راډیو بیا له لبنان سره د ۶۰ ورځو د اوربند لپاره د موافقې د مسودې د چمتو کېدو خبر ورکړی و.
ايراني چارواکي: پر اسراييل به خامخا ځوابي بريد کوو
ایراني چارواکو، چې په وروستیو کې یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي باله، خبرداری ورکړ چې پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي.
د پنجشنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په "نه تصورکېدونکې بڼه" وویني.
نوموړي په شیراز کې د وینا پر مهال یادونه وکړه چې په تېر ځوابي برید کې اسراییل ولیدل چې اسمان یې څرنګه پرانیستل شو.
د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون (پنجشنبې) وویل چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.
له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئيیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (پنجشنبې) د درې ایراني چارواکو په قول ویلي، د ایران مشر علي خامنهيي د خپل هېواد د ملي امنیت شورا ته امر کړی چې پر اسراییل حملې ته چمتو شي.
روسيې د لاتويا يو وګړی د جاسوسۍ په تور پر ۷ کاله بند محکوم کړی
د لاتویا یو وګړی، ګاونډي هېواد روسیې ته د جاسوسۍ په تور په ۷ کاله بند محکوم شو.
د لاتویا خبري اژانس لیتا (LETA) راپور ورکړی، چې دغه ټکسي چلوونکی پرون مجرم وپېژندل شو، چې د روسیې د استخباراتو ام امنیتي ادارو په ګټه یې اطلاعات ټولول.
د حکم لهمخې دغه سړی چې د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې نیول شوی و، د ایډیالوژیکو انګېزو له مخې عمل کړی او د ټلېګرام د هغو کانالونو د لارښوونو مطابق یې عمل کړی، چې روسپلوه فعالانو د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې جوړ کړي وو.
د ادعا لهمخې د ټلېګرام دغو کانالونو هغو کسانو ته درخواستونه لېږلي چې لاتویا د دفاعي نظام، په لاتویا کې د ناټو د فعالیتونو او د اوکراین په ملاتړ د کېدونکو اقداماتو په باب اطلاعات راټول کړي.
بلېنکن: د شمالي کوريا پوځيان ښايي راتلونکو ورځو کې د اوکراين جګړې ته ولېږل شي
د امریکا متحدایالتونه وايي، د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان چې د اوکراین پر پوله ځای پر ځای شوي، ښايي په راروانو ورځو کې جګړې ته ولېږل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه، چې د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټین او د هغوی د جنوبي کوریا سیالان په کې حاضر وو.
بلېنکن ویلي: "موږ تر اوسه نهدي لیدلي چې دا سرتېري د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې ځای پر ځای شوي وي، خو موږ اټکل کوو چې په راتلونکو ورځو کې دا کار وشي."
هغه ویلي روسیه د شمالي کوریا دغو سرتېرو ته د توپونو په ویشتلو، بېپيلوټه الوتکو او نورو برخو کې روزنه ورکوي.
د ده په وینا دا هرڅه دا په ډاګه کوي، چې دوی به بشپړ ډول هوډ لري، چې دغه ځواکونه د جګړې پر لومړۍ کرښه د پوځي عملیاتو لپاره وکاروي.
له لبنان د توغول شويو توغنديو په پايله کې ۷ اسراييليان وژل شوي
چارواکي وايي د اسرايیل په شمال کې پرون، هغو توغندیو چې له لبنان توغول شوي وو، د څلورو بهرنیو کارګرو په ګډون ټولټال ۷ کسان وژلي دي.
دا پېښه داسې وخت شوې، چې د اسرايیل پوځ، د لبنان په جنوب کې له مېشتو خلکو غوښتنه کړې چې نورو سیمو ته کډه وکړي.
بلخوا د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر لهمخې، په لبنان کې په تازه هوايي حملو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.
پرون پنجشنبه بیا د فلسطین چارواکو خبر ورکړ، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرايیل په یوه چاپه کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دوه فلسطینیان د اسرايیل په چاپه کې وژل شوي او درېیم د اسرايیلي پوځیانو په ډزو.
د اسرائیل پوځ وايي د دوی ځواکونو د نور شمس په نوم د کډوالو کمپ کې افراطي وسلهوال په نښه کړي، دغه ځای په وروستیو میاشتو کې څو-څو وارې جګړې صحنه و.
پوځ وايي، د حماس ډلې هغه یو افراطي وسلهوال یې وژلی، چې پر اسرايیلیانو یې حملې پلانولې.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اوکراين ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په رسمي ډول د دغه هېواد لوی څارانوال اندري کوستین لیوي له دندې ګوښه کړ.
دا اقدام د هغه تحقیقاتو څخه وروسته شوی چې څرګنده شوه چې د اوکراین یوشمېر حکومتي چارواکو د معلولیت ګټې ترلاسه کړي او د غلطو پلمو لهمخې یې له نظامي خدماتو څخه ډډه کړې.
زیلینسکي د اندري کوستین د لیرې کولو فرمان نن (اکتوبر ۳۱مه) وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې د اوکراین پارلمان دوه ورځې وړاندې د هغه د لیرې کولو په حق کې رایه ورکړه.
وروستي تحقیقات ښیي چې د خمیلنیتسکي په سیمه کې ډېری څارنوالانو په ناسم ډول د معلولیت جوازونه ترلاسه کړي، کوم چې دوی ته اجازه ورکوي چې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي او د نظامي خدماتو څخه ډډه وکړي.
دا رسوایي په اوکراین کې د خلکو د اعتراض او ټول هېواد کې په پراخه کچه د تحقیقاتو د پیل سبب شوه.
اوکراین هڅه کوي د روسیې د بېدلیله برید مخه ونیسي چې د ۲۰۲۲په فبروري کې پیل شوی او لاهم دوام لري.
شمالي کوريا د يو بل توغندي د ازمايلو خبر ورکړی
شمالي کوریا وایي، د اټومي وسلو د پیاوړتیا لپاره یې یو تر ټولو پرمختللی او پیاوړی توغندی ازمایلی دی.
دا هېواد د وسلو دغه نوې ازموینه وروسته له هغې کوي چې، پیونګیانګ روسیې ته د سرتېرو په لېږلو تورن شوی دی.
جنوبي کوریا تر دې ازموینې یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا د یوه بل لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې تر لویو وچو پورې رسېدلی شي، یا هم د اټومې ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.
دغه ازموینه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې، د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکو پر پیونګیانګ غږ وکړ چې، خپل ځواکونه له روسیې وباسي.
شمالي کوريا روسيې ته د پوځيانو لېږل رد کړي، خو تېره اوونۍ يې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي و، که دا ډول پوځيان لېږل کېږي، دا به له نړيوال قانون سره سمون ولري.
پیونګیانګ د ملګروملتونو د بندیزونو لهمخې د بالستیک توغندیو له ازمايلو څخه منع شوی دی.
خو د دې هېواد واکمن کیمجونګ اون سږکال دغه ازموینې ګړندۍ کړي او کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې، دا هېواد مخکې لهدې چې روسيې ته وسلې ورکړي، هغه ازمویي.