افغانستان
د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ دویمه ورځ هم بې لوبې پای ته ورسېده
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم پرته له لوبې کولو پای ته ورسېده.
د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د ورښتونو له امله د لوبې په دویمه ورځ هم لوبغالی د لوبې کولو جوګه نهشو.
په پلان کې وه چې دغه ټېسټ سیالي د دوشنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوی وای، خو ورښتونو او لوند لوبغالي لا هم سیالي ځنډولې ده.
د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کې شدید ورښت لوبغالی لوند کړی و چې لوبڅارانو پرلهپسې دوه ورځې بار بار د لوبغالي ارزونه وکړه او پرېکړه یې دا وه چې لا لوبو ته نه دی چمتو.
که چېرې لوبغالی لوبو ته اماده و، د لوبې درېیمه ورځ به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ پيل شي.
د ویلو ده چې دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۳مې نیټې دوام لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.
په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.
نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.
په فراه کې لسګونه کسان ژغورل شوي
د فراه په سیلونو کې یوشمیر ایسار کسان ژغورل شوې دي.
په فراه کې د طالبانو چارواکو نن وویل چې د مرکز په قرغ زرد او دزدک سیمو کې یې شاوخوا دوسوه کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
د فراه په ولایت کې د سې شنبې په شپه د سیلونو له امله د یوه کس د مړینې، د څلورو نورو د ټپي کیدو او خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبرونه خپاره شوې وو.
د سیلونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې هم د سر او مال د زیان د اوښتو خبرونه خپاره شوې دي خو تر اوسه له رسنیو سره دقیقې شمیرې نه دې شریکې شوي.
د بریتانیا په یوه روغتون کې له برید وروسته یو افغان نیول شوی
د بریتانیا پولیس د یوه شل کلن افغان د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د بریتانیا په شمال لویدیځ کې یې د (نیوټن لي ویلوز) په روغتون کې سې شنبې ناوخته د اورسپنې پر یوې الې پنځه کسان برسیرن ټپيان کړې دي.
پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس روغتون ته له ډاکټر سره د لیدو لپاره تللی و خو کله چې یې غوښتنه رد شوه په قهر شو، یو میز یې مات کړ بیا پر خلکو حمله وکړه.
په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي
د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.
د کډوالو نړیوال سازمان؛ طبیعي افتونو افغانان بشري مرستو ته اړمن کړي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د طبیعي پېښو له کبله له ۲۷زرو څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره يې مرستې کړي دي.
دغه سازمان د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په مرستو شویو توکو کې نقدې پیسې، اضطراري سرپناه، غیرخوارکي توکې، اوبه او روغتیايي خدماتونه شامل دي.
ای او ایم وايي، له دغو زیانمن شویو څخه نژدې ۱۵زره کورنیو مالي مرستې او خیمې ترلاسه کړي دي.
د دغه سازمان په ټکو، افغانستان له طبیعي افتونه لکه زلزلې او سیلابونه سره مخ هېواد دی او اقلیمي بدلونو دغه ستونزه لا پسې ډیر کړې ده.
ای او ایم خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون او په افغانستان طبیعي پېښې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاتوي.
دغه سازمان له دې وړاندې ویلي چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، داخلي کډوالۍ او له نورو هېوادونو څخه له اخراج سره مخ شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.
د افغانستان واورین سړي د معلولو کسانو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې
عبدالقاسم فردوسي چې د "افغانستان د واورین سړي" په نوم مشهور دی د غور ولایت په مرکز کې د معلولیت لرونکو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې ده.
فردوسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د دغو ورزشي حرکتونو موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مالي ملاتړ او کاري فرصتونو برابرولو ته د خلکو پام وراړول دي".
فردوسي چې بوکسر دی، نژدې لس کاله کیږي چې په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کوي.
هغه میاشت وړاندې د کابل ـ غور لویې لارې د جوړیدو په موخه په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کړي وو.
په کراچۍ کې د وژل شوې افغانې ښځې خاوند نیول شوی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قنسوال عبدالجبار تخاري وايي، هغه سړی نیول شوی چې وړمه ورځ یې د دې ښار په سهراب ګوټ کې د ښځې او ماشومانو مړي موندل شوي وو.
د تخاري په خبره، پولیسو د فاطمې خاوند چې نجیب الله نومیږي او په خټه پاکستانی دی، نیولی دی.
د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنيو ته وړمه ورځ ويلي و چې "د ۳۰کلنې فاطمې او د هغې د درېيو ماشومانو مړي د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي".
پوليسو ویلي چې د ټولو قربانيانو په غاړه کې د رسيو يا زندۍ کېدو نښې ليدل شوي دي.
پولیسو وړاندې ویلي و، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دا ښځه او ماشومان يې چا وژلي دي، خو د طالبانو جنرال قنسول وايي، عاملانو ته به يې سزا ورکړي.
بدخشان کې ترافیکې پېښې د ۷ کسانو ژوند اخیستی دی
د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته نن سه شنبې ویلي، "پېښه د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د فولډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده".
د کامګار په خبره، ټپیان نژدې روغتون ته انتقال شوي دي.
په افغانستان د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت د ډیرو ترافیکي پېښو اصلي لامل ګڼل کیږي.
پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي
د اسلام اباد په فیصل ټاون کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته وویل، " د امریکا غږ پخوانی خبریال عاشق الله جلالزی، د ارزو ټلویزیون پخوانی خبریال ذکرالله یزداني او د یوې محلي راډیو کارکوونکی عتیق الله رحیمي نن سهار سې شنبه پولیسو نیولي او حاجي کمپ ته يې انتقال کړي دي".
که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریالان ولې نیول شوي، خو ډیر کله پاکستاني پولیس په دې هېواد کې میشت افغانان د ویزو د نه درلودو له کبله نیسي او بیرته يې افغانستان ته دپیورټ کوي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په زرهاوو افغانان د دوی په ټکو د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه
د بنګله دیش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا، او د لرې کړای شوې مشرې شیخ حسینې اصلي سیاله، د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه. دا ۸۰ کلنه وه.
د ضیا د بنګله دیش نشنلسټ ګوند (BNP) د سې شنبې په ورځ پر فیسبوک پاڼه ولیکل:
"زموږ د خوښې مشره نوره زموږ سره نشته. هغې نن سهار ۶ بجې له دې نړۍ سترګې پټې کړې."
ضیا غوښتل په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درېیمې دورې لپاره هم د صدراعظمې په توګه نومانده شي. دا به وروسته له هغه لومړي انتخابات وي چې په دې هیواد کې په۲۰۲۴ کال کې د مشهور انقلاب په نتیجه کې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.
خالده ضیا وروسته له هغه په ۱۹۹۱م کال کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه چې مېړه یې – د هغه مهال ولسمشر ضیا الرحمان ووژل شو.
دې د خپلې کاري دورې پر مهال په زندان او کور کې د نظر بندۍ وختونه هم تېر کړي ول. دې ته د فساد له تورونو هغه مهال برات ورکړل شو او د درملنې لپاره لندن ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.