افغانستان
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره تمریناتي سیالي کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام د تیاریو په موخه خپله دویمه تمریناتي سیالي نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه نېټه د مراکش هېواد پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، سیالي به د کابل پر وخت ماذدیګر ۵:۳۰ بجې د ازبکستان هېواد په پلازمېنې تاشکند کې پیل شي.
افغان لوبډلې تېره ورځ په خپلې لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې له پاراګوای سره لوبه ۲ـ۲ مساوي کړه.
د ویلو ده چې د فوټسال نړیوال جام په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۵مه نېټه له انګولا سره وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کابلوف: له تروريستي نوملړ څخه د طالبانو پر ايستلو کار کوو
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لېسته وباسي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور لهمخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.
روسیې په ۲۰۰۳م کال طالبان په شمالي قفقاز کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړل.
په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لېستونو وایستل، خو تر اوسه د دغو درې هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
سرګی لاوروف له اميرخان متقي سره پر اقتصادي پياوړتيا خبرې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په مسکو کې په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د سکتور په شمول د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، لاوروف او متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي ناستې په څنډه کې سره ولیدل.
دواړو خواو د افغانستان د ستونزو پر حللارې او د مسکو او کابل ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي چې، دواړو خواوو له بهره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د نه منلو وبلله.
نن د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د اوبو اوانرژۍ وزارت له اټکل سره سم، نن به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې باران و اوري او د هېواد په سیندیزو حوزو کې به د اوبو سطحه لوړه شي.
دغه وزارت پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ناڅاپي بارانونو، ورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورت او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د سېلونو او شدید باران احتمال پهکې زیات دی.
په وروستیو ورځو کې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سېلونو له کبله د څو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.
هالنډ ته د یو شمېر افغانانو د لېږد پرېکړه وغندل شوه
د هالنډ د حکومت اپوزسیون د واکمن ښې اړخي ګوند هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د دوی له پوځیانو سره افغان کارکوونکي هالنډ ته نه لېږدوي.
د هالنډي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د هالنډ د حکومت وزیرانو هغه پرېکړه بېرته واخیسته چې ویلي وو، ۱۴۵ افغان امنیتي ساتونکي چې په افغانستان کې يې په غیرمستقیم ډول د دوی له پوځیانو سره کار کړی و، هالنډ ته انتقالوي.
اپوزسیون پرون ماښام په یو لړ بحثونو کې ویلي، دا پرېکړه افغان امنیتي ساتونکو ته د مرګ د سزا د ورکولو او د "ژمنې ماتولو" په مانا ده.
اپوزسیون له ښې اړخو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
د هالنډ حکومت ویلي، که څه هم ممکن د دغو افغان امنیتي ساتونکي ډېر شمېر په هالنډ کې د پناه د غوښتنې وړ وي، خو د دوی انتقال او په هالنډ کې يې ځای پرځای کول ستونزمن دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نژدې څلور زره افغانان هالنډ ته انتقال شوي دي.
د مسکو فارمټ غونډه کې نن د افغانستان پر وضعيت خبرې کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې خپل مسولیت پرځای کړي او له جګړې وروسته د افغانستان د رغونې چارې بېرته پیل کړي.
لاوروف دغه څرګندونې نن د مسکو فارمټ چې روسیه يې کوربنه ده، د غونډې ګډونوالو ته په پرانیستونکې وینا کې وکړې.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور لهمخې لاورف همدارانګه پر افغانستان د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کېدو او د دې هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د لاوروف په خبره په افغانستان کې بشري اړتیاو ته په پام چې، د ملګروملتونو په خبره له ۲۳ ميلیونه زیات وګړي یې مرستو ته اړ دي، باید لهدې هېواد سره د نړیوالو بشري مرستو اندازه زیاته شي.
هغه همدارنګه وویل، دغه پروسه باید سیاسي نهشي.
د مسکو فارمټ پهدې شپږمه مشورتي غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پهدې غونډه کې به په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د هڅو پر پیاوړتیا، د طالبانو د حکومت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې د تړلو دروازو تر شاه له بحثونو وروسته به یوه ګډه اعلامیه هم صادره شي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هیله وښوده چې دغه غونډه به له سیمهییز امنیت او اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.
د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کې رامنځته شوی، هدف یې د افغانستان په وړاندې له چلنجونو سره مبارزه او سیمهییزې همکارۍ ته وده ورکول دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دا هېواد بیا د طالبانو لاس ته پرېوت، د سیمې قدرتونو د طالبانو له سرپرست حکومت سره فعالې ښکېلتیا ته مخه کړې ده.
د خوړو او کرنې ادارې په يوشمېر ولايتونو کې ښځو ته د مچيو د روزنې بستې وېشلي
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" په نورستان او د افغانستان په اووه نورو ولایتونو کې پر ۱۵۰۰ ښځو د مچیو د روزنې د بستو د وېش خبر ورکړ.
دغې ادارې په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو وویل، دا مرستې د "کلیوالي معیشت د پیاوړتیا او خوراکي خوندیتوب" د پروګرام برخه ده.
د FAO په وینا، هغو مېرمنو چې د مچیو د روزنې د وسایلو بستې ترلاسه کړي، د خپلو کورنیو مسوولیت ور ترغاړې دی.
په دغو بستو یا کڅوړو کې د مچیو روزنې تجهیزات او د خوندیتوب وسایل شامل وو.
د خوړو نړیوال پروګرام تېره چهارشنبه وویل چې په افغانستان کې ښځې د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لري.
د ملګروملتونو د دې ادارې د معلوماتو لهمخې، په هېواد کې زرګونه ښځې د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابروي.
په افغانستان کې څه دپاسه درې کاله مخکې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د دغه هېواد په ډېرو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګول شوی دی.
ايياوايم: تېره مياشت کې تر ۲۳۰زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل شوي
د کډوالۍ نړيوال سازمان "IOM" وايي، په تېره يوه مياشت کې څه باندې ۲۳۰زره افغانان له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې، پهدې شمېر کې ۴۳ سلنه افغانان په زوره افغانستان ته اخراج شوي دي.
د راپور لهمخې پهدې وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او وخت نا وخت د ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند شکایتونه خپرېږي.
د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر پایه به دوه ميلیونه بېاسناده افغان پناه غوښتونکي له ایرانه وایستل شي.
روسیه نن جمعه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې کوربنه ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، پهدې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو، له نشهيي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو خبرې وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سهشنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي به د غونډې په څنډه کې نن جمعه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري او پر دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.
د روسیې په ګډون، تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
کرن ډيکر: امريکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نهکوي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، متحدهایالات د مسکو فارمټ ته د سیمهییز ډیالوګ په توګه ګوري او هیڅکله یې هم په غونډو کې ګډون نهدی کړی.
مېرمن ډیکر دغه څرګندونې نن پنجشنبې له رسنیو سره په یوه انلاین غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحدهایالات د مسکو د فارمټ په غونډه کې ګډون کوي، وکړې.
نوموړې وویل، سیمهییز بېلابېل پلاټفورمونه شته او هر هغه څه چې افغانان سره یو کولای شي، ارزښت لري.
خو د مېرمن ډیکر په خبره لازمه نهده چې متحدهایالات په ټولو دغو پلاټفورمونو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه سبا جمعه جوړه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، پهدې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي، د تروریزم ضد او د مخدرو موادو پر هڅو تمرکز وشي.
د مېرمن زاخارووا په خبره پهدې غونډه کې به د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.
که څه هم د دې غونډې هیڅ یوه برخهوال هېواد لکه د نورې نړۍ په څېر د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه په رسمیت نهدی پېژندلی، خو اړیکي یې ورسره ټینګې کړې دي.
د هند پولیسو د نشهيي توکو یوه لویه بسته نیولې
د هند پولیسو د نشهيي توکو یوه لویه بسته پرون ونیوله.
د پولیسو په وینا، دا ۵۶۰ کیلوګرامه کوکاین دي چې د بازار د نرخ له مخې یې بیه ۲۶۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
پولیسو څلور تنه په دې تړاو د ډیلي په جنوب کې نیولې او په دې باور دي چې په دې قضیه کې د مخدر موادو د قاچاق یو نړیوال سازمان لاس لري چې مشري یې په نوي ډیلي کې افغانان کوي.
د هندي چارواکو په وینا، نیول شويو کسانو غوښتل چې دا کوکاین په ډیلي او شاوخوا سیمو کې خرڅ کړي.
دوې ورځې مخکې تر دې هم دوه افغانان د محمود وارث هاشمي او عبدالنایب په نومونو له یوې اندازې مخدرو موادو سره په ډیلي کې نیول شوي وو.