نړۍ
اروپايي ټولنې د اوکراين له زيانګالو خلکو سره بشري مرسته اعلان کړه
اروپایي ټولنې د ژمي له رارسېدو مخکې د اوکراین له زیانګالو خلکو سره د مرستې نوې بسته اعلان کړه.
د بودیجې، بشري سرچینو، بشري مرستو او د بحرانونو د ادارې په چارو کې د اروپايي کمېسیون ویاند بالاز اویواري Balazs Ujvari د ۴۰ میلیون یورو یا ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت دا مرسته پرون په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.
ښاغلي اویواري زیاته کړه، چې دا پیسې به د زیانمنو ودانیو د رغونې، د برېښنا او د سونګ توکو د برابرولو او اړو خلکو ته د استوګنځایونو د جوړولو پر چارو ولګول شي.
ویاند همداراز یادونه وکړه چې شاوخوا ۵ میلیون یورو به په مالداویا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.
دا مرسته د اروپايي کمېسیون له هغې یو میلیارد یورو بودیجې څخه چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته د اوکراین لپاره په پام کې نیول شوې ده، ورکول کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان له روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی
د پاکستان پوځ روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی دی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه هېواد د پوځ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د "دوستۍ هفت" په نوم دغه پوځي تمرينونه د تېرې سه شنبې په ورځ د میزان ۲۴مه د روسيې او پاکستان د پوځونو ترمنځ د همکارۍ د اوومې کاليزې په مناسبت د خیبر په پښتونخوا ایالت کې پیل شول.
ټاکل شوې چې دا تمرینات د دوه اوونیو لپاره وغځول شي.
د دې تمرینونو د ترسره کولو موخه د ګډې روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لوړول ښودل شوي دي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ د نیمه پایلوبې لوبډلې معلومې شوې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز جام د نیمه پایلوبې څلور لوبډلې معلومې شوې.
د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، له اې ګروپ څخه اسټرالیا د لومړۍ او نیوزیلنډ دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
دغه راز له بي ګروپ څخه وېسټ اینډیز د لومړۍ او سویلي افریقا د دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ځانونه رسولي دي.
ټاکل شوې ده چې لومړۍ نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ سبا پنجشنبه د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شي.
همدارنګه دوهمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلنډ او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
د یاد نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په شلمه نېټه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې په سږني نړیوال جام کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې تر نورو پیاوړې حسابېدې، خو یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې ونه رسېدې.
امريکا پر بيروت د اسراييل له هوايي بريدونو سره مخالفت ښودلی
په بیروت کې د مرګژوبلو د زیاتېدو او د ایران د ښکېلتیا په صورت کې د جګړې د پراخېدو له امله، امریکا چې د اسراییل نژدې متحد دی، د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بیروت په هوايي بریدونو کې د اسراییل له وروستیو پراخو حملو سره مخالفت دی.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د اسراییل پوځ په تېرو دوو اوونیو کې د لبنان د جنوب له څلورمې برخې څخه زیاتو خلکو ته له خپلو کورونو څخه د وتلو امر کړی دی.
اسراییل وایي چې، د لبنان پر جنوب یې د حزبالله د شړلو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
امریکا، حزبالله يوه تروریستي ډله بولي او اروپايي اتحاديې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي ډلو په لېست کې شامله کړې ده.
ځینې لوېدیځ هېوادونه پر اسراییل فشار راوړي چې په لبنان او غزه کې اوربند ومني، خو بیا هم متحدهایالتونه وایي چې د اسراییل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
په تېرو څو اوونیو کې یې د اسراییل لپاره د یوه توغندوی ضد دفاعي سیستم په برابرولو او د خپلو سرتېرو په استولو سره خپله دغه ژمنه پوره کړې ده.
ترکيې پر اسراييل د نړيوالو بنديزونو غوښتنه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د شخړو په خاطر د اسراییل پر ضد د نړیوالو بندیزونو او لهدې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د پرې کولو غوښتنه وکړه.
هاکان فیدان پرون (سهشنبې) د خپل هېواد د واکمن ګوند له استازو سره د فلسطین په اړه په غونډه کې وویل، باید نور د خبرو او ډیپلوماسۍ له پولو هاخوا لاړ شي او پر اسراییل باید بندیز ولګول شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سهشنبې په ورځ له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل: "نن ورځ اسراییل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره پر اصلي ګواښ بدل شوی دی، خو اسراییل دغه جرم په یوازې سر نه ترسره کوي."
نوموړي زیاته کړه چې، ځینې هېوادونه شته چې د اسراییل ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.
امريکايي چارواکي: اسراييل د ايران پر اټومي تاسيساتو او د تېلو پر چاڼځايونو بريدونه نهکوي
د امریکا دوو جګپوړو چارواکو اسوشیټید پریس خبري اژانس ته ویلي، د جو بایډن حکومت ډاډ ترلاسه کړی چې اسراییل به د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو او د تېلو پر چاڼځایونو برید ونهکړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، واشنګټن باور لري چې په اسراییل کې د "تاد" د دفاعي سیستم ځای پر ځای کول او هلته د دغه سیسټم لپاره د نژدې ۱۰۰ امریکایي سرتېرو استول، د ایران د متقابلو بریدونو په اړه د اسراییل اندېښنې تر یوه بریده کمې کړي دي.
پنتاګون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د جو بایډن په امر، د اسراییل د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره به پهدې هېواد کې د "تاد" بالستیک توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.
اسوشیټید پریس د دې امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي لیکلي، سره لهدې چې اسراییل دغه ژمنه کړې، خو دا ژمنه سل په سلو کې نهده او د شرایطو لهمخې ښایي بدلون ومومي.
د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته وتلې لوبډلې معلومې شوې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز جام د نیمه پایلوبې څلور لوبډلې معلومې شوې.
د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، له A ګروپ څخه اسټرالیا د لومړۍ او نیوزیلنډ دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
دغه راز له B ګروپ څخه ویسټ اینډیز د لومړۍ او سویلي افریقا د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ځانونه رسولي دي.
ټاکل شوې ده چې لومړۍ نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ سبا پنجشنبه د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شي.
همدارنګه دویمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
د یاد نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په شلمه نېټه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې په سږني نړیوال جام کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې تر نورو پیاوړې حسابېدې، خو یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې ونه رسېدې.
له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې
د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ پهدې اړه چې ایا د ولسمشر په توګه یې د د دندې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي کنه، له څرګندونو ډډه وکړه.
ټرمپ پرون سهشنبې د شیکاګو په اقتصادي کلپ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پهدې اړه نهغواړي نظر ورکړي، خو یوازې دومره وایي که دغه کار وکړي دا به یو ځیرکانه حرکت وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال باب وود وارډ په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې، ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د ولسمشرۍ د دندې له پای ته رسېدو وروسته اووه ځلې په خصوصي توګه د ټيليفون له لارې له پوتین سره خبرې کړې دي.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې، ټرمپ په پټه د کرونا وایروس، کوویډ۱۹ د تشخیص ماشین د روسیې ولسمشر ته استولی، خو د ټرمپ ویاند سټیو چیونګ دغه ادعا ناسمه بللې ده.
اسراييل د لبنان په ختيځ کې پر حزبالله تازه بريدونه کړي
وروسته له هغې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، پر حزبالله به چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده رحم ونهکړي، د دې هېواد ځواکونو پرون سهشنبې د لبنان په ختیځ کې پر حزبالله نوي بریدونه وکړل.
د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور لهمخې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په دغو بریدونو کې په بعلبک ښار کې یو روغتون له فعالیته لوېدلی دی.
تر دغو بریدونو مخکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، د اسراییل په مرکزي برخه کې پر یوې پوځي اډې د حزبالله د بېپیلوټه الوتکې د تېرې یکشنبې د ورځې برید ته به چې څلور اسراییلي سرتیري پهکې ووژل شول، په بې رحمۍ ځواب ووایي.
هغه پرون لهدې اډې څخه د کتنې په مهال همدارنګه وویل، پر حزبالله به چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې بریدونه وکړي.
د حزبالله مرستيال مشر: د روانې جګړې د حل يوازنۍ لار اوربند دی
د حزبالله مرستیال مشر نعیم قاسم اسراییلو ته ویلي چې، د روانې جګړې د حل یوازنۍ لاره اوربند دی.
قاسم د اسراییلو لهخوا د خپل مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته نن د درېیم ځل لپاره وینا کړې او ویلي يې دي، اسراییلو ته له کمزوري موقفه د اوربند وړاندیز نهکوي.
حزبالله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحدهایالتونو لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.
نعیم قاسم ویلي، که اسراییل اوربند نهغواړي، دوی هم د جګړې دوام ته چمتو دي.
د اسراییل پوځ د همدې میاشتې په لومړیو کې په لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيل کړه او د حزبالله پر اهدافو وخت نا وخت هوایي بریدونه هم کوي.
د ناامنۍ له ډېرېدو سره-سره پاکستان نن د شانګهای سرمشريزې کوربه دی
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د ایوروایشیا سیمې لوړپوړي چارواکي د شانګهای په سرمشریزه کې داسې مهال راټول شوي چې، دغه هېواد له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخامخ دی.
زرګونه امنیتي ځواکونو نن سهشنبه اسلاماباد ته ورغلي، لویې لارې او سړکونه د همدې سرمشریزې د امنیت په موخه بند کړي دي.
ياده غونډه کې د امریکا د پخواني متحد چین په ګډون د ۷ هېوادونو صدراعظمانو او د هند د بهرنیو چارو وزیر برخه اخیستې.
دوی د سیمې پر امنیتي او سیاسي مسئلو او دغه راز سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او د شانګهای سازمان د غړو پر یووالي خبرې کوي.
غونډه داسې مهال پيل شوې چې، پرون دوشنبه په بنو کې د وسلهوالو مخالفانو په برید کې ۴ پولیس او ۵ برید کوونکي وژل شوي دي.
د بنو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.
بل لور ته نا پېژانده وسلهوالو د جمعې په ورځ په بلوچستان ایالت کې ۲۱ کان کېندونکي ووژل.