د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

په جرمني کې د "سلفیزم ضد" کمپاین یوه وېډيو نانندریزه شوې


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د جرمني‌ په جنوبي ایالت باوریه کې چارواکو هغه ویډیو لرې کړې چې د اسلامي سخت دریځۍ په اړه په کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و.

د جرمني‌ په جنوب کې د باوریه ایالت د کورنیو چارو وزارت په یوه وېډيو کې د سلفیزم په ضد د خبرداري هڅه کړې وه، خو دغه وېډیو یې له پراخو غبرګونونو وروسته بېرته لرې کړه.

دغه وېډیو چې د سپتمبر په دویمه د دغه وزارت پر ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپره شوې وه، ښيي چې یوه میرمن په ډېرې اسانۍ د سلفیانو د یوه مذهبي مشر په دام کې لویږي او د هغه دویمه ښځه کېږي.

په وېډيو کې دغه مذهبي مشر د یوه کاریکاتور په توګه ښکاري چې د یوې هیولا په توګه دغه مېرمن خولې ته اچوي او تېروي یې.

د دې سمبولیک حرکت معنا دا ده چې دا مېرمن د دغه مذهبي مشر دویمه ښځه کېږي او په داسې حال کې چې حجاب یې کړی، پخلنځی پاکوي، خپل خاوند له خپلې بنې سره ګوري او له سترګو اوښکې تویوي.

جرمني چارواکو هڅه کړې چې د دغې وېډیو له لارې خپلو خلکو ته وښيي چې په اسانه د سلفي مسلمانانو چې د سني مسلمانانو یوه سخت دریځه ډله ګڼل کېږي، دام ته لوېدلی شي.

خو دغه وېډیو وروسته تر هغه بیرته لرې شوه چې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

د جرمني یوشمېر قانون جوړونکو دا ویډیو د توکم پالنې هڅه بللې او د نازي جرمنانو له هغه کمپاین سره یې ورته بللې چې د یهودانو په ضد یې پيل کړی و.

د برلین په ایالتي پارلمان کې د چپي ګوند یوه غړي فرات کوکک پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د جرمني د باوریه ایالت وزارت "په مستقیم ډول کرکه" خپروي.

نوموړي ویلي، دا وېډيو د مسلمانانو ضد کرکه پاروي او هغه کمپاین ته ورته ده چې نازي جرمنانو د یهودانو په ضد کاوه.

دا وېډیو داسې مهال خپره شوې چې د څيړونکو په وینا په جرمني کې له "اسلامه وېره" مخ په زیاتېدو ده او د مسلمانانو ضد کړنې ډېرې شوي دي.

د دې وېډيو تر خپرېدو مخکې د جرمني په دوو ختیځو ایالتونو تورینګن او زاکسن کې سیمه‌ییزې ټاکنې هغه ګوند وګټلې چې د کډوالو ضد تګلارې لري.

د جرمني د کین اړخي ګوند یوه بل سیاستوال نیما مواسات دغه خپره شوې وېډیو "د توکم پالنې د نه منلو وړ کثافات" بللې او ویلې یې دي، د باوریه د والي یوخیم هرمن په ضد ممکن جنایي شکایت ثبت کړي.

د باوریه د کورنیو چارو وزارت د وېډیو له لرې کولو وروسته پرون سه شنبه ازادي راډیو ته وویل: "که وېډیو د خلکو د پاریدلو یا سو تفاهم لامل شوې وي" دوی یې په اړه بخښنه غواړي.

وزارت ویلي چې دوی د وېډيو په اړه نیوکې جدي ګڼي او سملاسي یې د سلفیزم ضد دغه کمپاین درولی دی.

د دغه وزارت ویاندې کریسټیانې فیچتمېر ازادي راډیو ته لیکلي، د سلفیزم ګواښ ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي.

په جرمني کې شاوخوا پنځه نیم میلیونه مسلمانان اوسېږي چې کابو درې میلیونه یې د جرمني اتباع دي او دا د جرمني د وګړو ۷ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG