نړۍ
اسراییل: په لوېدیځه غاړه کې نهه وسلهوال وژلي شوي
د اسراییلو پوځ ویلي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په پراخو عملیاتو کې يې نهه وسلهوال وژلي دي.
خو د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې ۱۱ کسان د جنین او الفارعه کډوالو په کمپونو کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
اسراییلو تېره ورځ د فلسطین پر څلورو لویو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل.
له ۲۰۰۵م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د فلسطین څو ښارونه په دا ډول په نښه کېږي.
اسراییلو ویلي، دا عملیات يې د ترهګرۍ د له منځه وړو په هدف پیل کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه خبرداری ورکوي چې د ایبولا ناروغۍ په چټکۍ د خپریدو په حال کې ده
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغي تر هغو هڅو ډېره په چټکۍ خپرېږي چې د مخنیوي لپاره یې ترسره کېږي. دې نړیوالې طبي مرستندویه ادارې د دغې ناروغۍ د کنټرول او درملنې لپاره د بیړنیو اقداماتو د پراخولو غوښتنه وکړه.
د رسمي معلوماتو له مخې، د ایبولا تایید شوې پېښې د څه کم پنځو اوونیو په موده کې درې برابره زیاتې شوي او د یکشنبې تر ورځې پورې ۱۹۲۶ ته رسېدلې وې، چې له امله یې ۷۰۲ کسان مړه شوي دي. د MSF په وینا، دا په تاریخ کې د ایبولا ترټولو لویه درېیمه او د ترټولو چټکې پراختیا په حال کې وبا ده.
په کانګو کې یوازې د دغې مرستندویه ادارې د ایبولا د درملنې اووه مرکزونه او څه باندې ۱۵ د قرنطین واحدونه فعال دي.
ایبولا یوه نادره خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.
د فوټبال نړیوال جام: هسپانیا پایلوبې ته ووت؛ ارجنټاین او انګلستان نن لوبه کوي
د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن چهارشنبې په نیمه پایلوبې یا فاینل کې ارجنټاین او انګلسټان یو دبل په وړاندې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې پیلیږي.
تیره شپه د نیمه فاینل په لومړنۍ لوبه کې هسپانیا د دوو ګولونو په وهلو سره فرانسې ته ماتې ورکړه او پایلوبې یا فاینل ته ووت.
د ننۍ لوبې ګټونکی به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې چې د امریکا د نیوجیرسي په لوبغالي کې ترسره کیږي، له هسپانیا سره مخامخ شي.
متحده ایالاتو د ایران پر پوځي هدفونو د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړ
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) اعلان وکړ چې د شپې په اوږدو کې یې هرمز تنګي ته نږدې او د ایران د ساحلي سیمو پر پوځي هدفونو د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی دی. همدارنګه یې پر هغو بېړیو چې د ایران بندرونو ته روانې وې یا ترې راوتلې، سمندري کلابندۍ بیرته پیل کړې ده. په عین حال کې تهران ویلي یې دي په بحرین او کویټ کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
سینټکام په اېکسپاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل: "د امریکا جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او سمندري بېړیو د اووه ساعته عملیاتو په ترڅ کې د ایران د توغندیو او ډرونونو پرمرکزونو، سمندري وړتیاوو او ساحلي دفاعي سیسټمونو دقیق بریدونه وکړل، ترڅو د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې د سوداګریزو کشتیو او ملکي عملو امنیت ګواښي."
سینټکام زیاته کړه: "اوس مهال د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي بېړۍ او سلګونه پوځي الوتکې په منځني ختیځ کې په عملیاتو بوختې دي."
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وویل چې په بحرین او کویټ کې یې د هغو سیمو په ګډون چې د امریکا د پنځم سمندري ځواک له خوا کارول کېږي، د امریکا پر پوځي تاسیساتوبریدونه کړي دي. په همدې حال کې د اردن پوځ د جولای په ۱۵مه راپور ورکړ چې درې ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.
واشنګټن د ایران پر یوې مالي شبکې نوي بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر یوې مالي شبکې د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا، دغه نوي اقدامات په ځانګړي ډول محمد حسین شمخاني په نښه کوي، هغه شبکه چې د ایران له بندیزونو په تېښته کې مهم رول لري.
واشنګټن نوموړی د ایران د تېلو د صادراتو او د کانټینري لېږد رالېږد او د توکو د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د دغه هېواد د فعالیتونو د پراختیا «یو له اصلي عاملینو» څخه بولي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت د جولای په ۱۴مه د دغو بندیزونو د اعلان پر مهال په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د ایران رژیم د دوکې له لارې خپلې بقا ته دوام ورکوي او د شمخاني شبکه یې یو له تر ټولو ګټورو وسیلو څخه ده".
هغه زیاته کړې چې "د خزانې وزارت هغه مالي زېربناوې لهمنځه وړي چې دغه رژیم ته اجازه ورکوي څو د امریکا ملي امنیت او د نړیوالې کښتۍچلونې پر وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي".
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دې اقدام کې له ۵۰ څخه زیات کسان، ادارې او بېړۍ شاملې دي چې د واشنګټن په وینا، له محمد حسین شمخاني او د ایران له حکومت سره مرسته کوي څو "په داسې حال کې چې د ایران خلک د خپل حکومت د سیاستونو له امله له اقتصادي فشارونو سره مخ دي، دوی خپلو عایداتو ته دوام ورکړي".
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دا اقدام د واشنګټن د هغو دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې غواړي پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.
د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې ایران په هرمز تنګي کې خپل بېثباته کوونکي بریدونه بېرته پیل کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ایران په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو په ګواښلو او بریدونو سره د سمندري تګ راتګ بهیر نږدې درولی او له دې لارې یې د فارس خلیج پر خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوال اقتصاد د پام وړ فشار راوړونکی ځواک ترلاسه کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت په وینا، همدې موضوع د هرمز تنګی د تقابل د روان بحران له مهمو ډګرونو څخه ګرځولی دی.
هرمز تنګي کې تاوتریخوالی؛ اروپايي ټولنې د ۵ هېوادونو پر حریم پروازونه محدود کړل
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د بحرین، کوېټ، قطر، متحده عربي اماراتو د هوايي حریم او د عمان سمندرګي پر سر له الوتنو څخه د زمري تر لومړۍ نېټې پورې ډډه وکړي.
دا سپارښتنه په هرمز تنګي کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو او د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو د دوام په نتیجه کې خپره شوې ده.
د ازادې اروپا/راډیو ازادي د ایران څانګې د راپور له مخې ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ د بندرعباس په لوېدیځ او د ایران په څو نورو سیمو کې د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړ.
دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې تېره شپه د امریکا پوځ د عملیاتو په نوې لړۍ کې چې د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په وینا پنځه ساعتهیې دوام وکړ، له بوشهر، چابهار، ابوموسی او بندرعباس څخه نیولې د ایران په بېلابېلو سیمو کې هدفونه په نښه شول.
«د کراچۍ د حملې د طراح نیونه»؛ پاکستان ادعا کوي چې حمله له افغانستانه تنظیم شوې
د پاکستان پولیسو د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه د یوه کس د نیولو خبر ورکړی چې ویل کېږي، تېره میاشت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز د مرګوني برید اصلي طراح و.
پاکستاني چارواکي وايي چې د جون په ۲۷مه نېټه شوی برید چې په کې د رېنجرز ځواکونو درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو، له افغانستانه تنظیم شوی او ملاتړ یې شوی و او حمله کوونکي هم د پولې هاخوا روزل شوي او لوژستیکي مرستې یې ترلاسه کړې وې.
چارواکو د یوه بریدګر د ژوندي نیولو خبره کړې او ادعا یې کړې وه چې هغه د افغانستان تبعه دی، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی، رد کړې ده.
د ایبولا په اړه تازه خبرداری؛ کانګو کې واقعي شمېرې تر رسمي شمېرو زیاتې دي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې په کانګو کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو واقعي شمېر لږ تر لږه دوه برابره او ښايي تر رسمي شمېرو څلور برابره زیات وي.
د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر ډاکټر چیکوي ایهکویازو، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ختیځو سیمو ته له سفر وروسته، د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو کچه لږ تر لږه له هغو مواردو دوه تر څلور برابره زیاته ده چې تر اوسه مو پېژندلي دي."
ایبولا یوه نادره، خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.
د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي
د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.
د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محيالدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.
د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.
هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.
دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې
په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".
سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".
په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.
بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.
په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.
بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.
بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه
د بریتانیا د سکاینیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.
سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.
د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نهشي شاملېدای.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.
سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.