د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

نړۍ

په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي

په ډېره اسمعیل خان کې پاکستاني سرتېري د ګزمې پر مهال
په ډېره اسمعیل خان کې پاکستاني سرتېري د ګزمې پر مهال

په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو د پېښو په دوام پرون چهارشنبه وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان له کلاچۍ سیمې څخه د پاکستان د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي دي.

تښتول شوی افسر چې د راپورونو له مخې د بریدمنۍ رتبه لري خالد نومېږي او وسله‌والو له هغه سره یوځای د هغه دوه ورونه او یو وراره هم تښتولی دی.

مشال راډیو په سیمه کې د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه افسر د خپل پلار د جنازې مراسمو ته تللی و چې د وسله‌والو منګولو ته ورغی.

تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته منلې چې دغه افسر او د هغه د کورنۍ غړي، چې تراوسه یې دندې معلومې نه دي، دوی یوه خوندي ځای ته تښتولي دي.

پاکستان په وار وار تور پورې کوي چې تحریک طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو لوی درستیز پرون چهارشنبه په یوه غونډه کې یوځل بیا دا تورونه رد کړل او وې ویل، پاکستان د خپلې ادعا لپاره هېڅ ثبوت نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امريکا او بريتانيا يو ځل بيا له اوکراين په کلک ملاتړ ټينګار کړی

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر
د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر یو ځل بیا له اوکراین څخه په کلک ملاتړ ټینګار وکړ، خو پر هغو وسلو لګول شوي محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي چې لوېدیځ اوکراین ته يې ورکړي او کییف اجازه نه‌لري چې د روسیې د خاورې دننه پرې هدفونه په نښه کړي.

سپینې ماڼۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دواړو مشرانو په خبرو کې دا موضوع چې ایا کییف ته اجازه ورکړي چې له لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې د خاورې د ننه د بریدونو لپاره کار واخلي؟ راپورته نه‌شوه.

تمه کېده هغو نښو ته په پام چې د اوکراین متحدینو په‌دې وروستیو کې پر دغو وسلو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره ښودلې، له بایډن سره د سټارمیر په کتنه کې به نوموړی په‌دې برخه کې پر هغه فشار راوړي.

خو په خپره شوې اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې، بلکې له اوکراین څخه د ملاتړ د دوام ترڅنګ د ځینو نړیوالو مسایلو یادونه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د پنج‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که لوېدیځ خپله پالیسي بدله او اجازه ورکړي چې له وسلو یې د روسیې په خاوره کې د ننه د لیرې هدفونو لپاره کار واخیستل شي، نو دا به د روسیې په وړاندې د ناټو د جګړې په معنا وي.

بلېنکن: روسي رسنۍ "آر‌ټي" د ډيموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره ناسم معلومات خپروي

آر‌ټي نيوز
آر‌ټي نيوز

د امریکا متحده‌ایالات وایي، د روسیې خبري رسنۍ RT له کریملن څخه مستقیم اوامر ترلاسه کوي او هغه د روسیې له پوځي استخباراتو سره کار کوي، ترڅو د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره په ټوله نړۍ کې غلط معلومات خپاره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه ناوخته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحده‌ایالات نوي شواهد راټول کړي چې دRT او د رسییه سیودنیه Rossia Segodnya میډیا ګروپ تر چتر لاندې څلورو نورو رسنیو ترمنځ همکاري ثابتوي.

د ده په خبره د دوی هدف دا دی چې، نورو هېوادونو ته د غلطو معلوماتو د ګواښ خبرداری ورکړي.

د امریکا خزانې وزارت تېره اوونۍ امریکایانو ته خبرداری ورکړ، چې روسیه د امریکا د روان کال د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د نفوذ هڅه کوي.

دې وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د روسیې پر دغو رسنیو یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، وزارت به یې یو ډیپلوماتیک کمپاین پیل کړي، ترڅو هغه شواهد له نورو هېوادونو سره شریک کړي چې متحده‌ایالتونو د RT د پراخو وړتیاوو په اړه ترلاسه کړي او له هغو به وغواړي چې په وړاندې یې اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.

ناټو په تور سمندرګي کې د اوکراين پر يوې کښتۍ د روسيې بريد غندلی

ارشيف
ارشيف

په تور سمندرګي کې د اوکراین د غَلو دانو پر یوه ملکي کښتۍ د روسیې حملې د ناټو غبرګون پارولی دی.

د ناټو ویاندې فرح دخل الله له‌دې پېښې یوه ورځ وروسته پرون (د وږي ۲۳مه) په‌دې اړه غبرګون وښود او برید یې وغانده.

مېرمن دخل الله د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د خبرو پرمهال وویل، دا حملې هيڅ راز توجیه نه‌لري او یوازې په جګړه کې د روسیې بې پروايي ښيي.

په عین حال کې د ناټو غړې رومانیا په تور سمندرګي کې د کښتیو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

رومانیايي چارواکو پرون وویل، دا کښتۍ د رومانیا په اوبو کې روانه وه، چې د شپې په یوولسو بجو د روسیې په برید کې په نښه شوه.

د رومانیا ساحلي ګارډ په یوه بیان کې وویل، ياده کښتۍ د اوکراین له چیرنومورسک ښار څخه استانبول ته غلې دانې لېږدولې.

د نړۍ د کاتوليکو عيسويانو مشر غزه کې د جګړې پر غځېدو خواشيني ښودلې

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس
د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د نه پرمختګ له کبله خواشیني څرګنده کړه، خو پاپ فرانسس په عین حال کې د اسراییلو په بمباریو کې د فلسطیني ماشومانو د وژنې د بندېدو غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسس چې د آسیا پاسیفیک هېوادونو ته له دولس ورځني سفر وروسته پرون له خپلې الوتکې د راکوزېدو په حال کې خبرې کولې وويل، دی په غزه کې د سولې د ټینګښت پر لور د پرمختګ نښې نه ويني.

پاپ له‌دې مخکې هم بیا بیا په غزه کې د تاوتریخوالي په غندنه کې خبرې کړې دي.

پاپ زیاته کړه چې، دی هره ورځ د غزې له کاتولیکې کلیسا سره چې د ده په وینا شاوخوا ۶۰۰ تنه مسلمانانو او عیسویانو پناه په‌کې اخیستې ده، خبرې کوي او د هغو له خولې د جګړې په اړه بوږنوونکې خبرې اوري.

د غزې جګړه د تېر کال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې د اسراییلو پر قلمرو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اسراییلو په ځوابي حملو کې تردې دمه د فلسطیني چارواکو د معلوماتو له‌مخې له ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژلي دي.

اروپایي ټولنې روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو لېږل غندلي

Iran -- Fath-360 missile
Iran -- Fath-360 missile

اروپایي ټولنې له ادعا سره سم روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د لېږلو غندنه کړې او ویلي یې دي چې پر دې غور کوي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بورېل نن په بروکسل کې وویل چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره به ایران ته واضح او همغږه ځواب ورکړي او پر داسې لارو چارو به غور وکړي چې د ایران د هوایي چلند سکتور ورسره محدود شي.

د ایران د هوایي چلند پر سکتور له مخکې نه هم سخت بندیزونه لګېدلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د پولیو کمپاین بشپړېدل ستایلي

په غزه کې د پولیو کمپاین یو انځور
په غزه کې د پولیو کمپاین یو انځور

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوسس په جګړه ځپلې غزه کې د پولیو د لومړي پراو د کمپاین د بشپړېدو ستاینه وکړه او په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې ولیکل چې دا د غزې په تړانګه کې د ژوند د یوه تریخ ورځني واقعیت په ترڅ کې ستره بریا ده.

د دې کمپاین په ترڅ کې څه باندې پنځه لکه شپېته زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شو.

د واکسین دا کمپیان د سپټمبر په لومړۍ نېټه وروسته تر دې پيل شو چې په غزه کې له ۲۵ کالونو وروسته د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې خبر ورکړل شو.

د اوکراین ولسمشر له روسیې د ۴۹ سرتېرو د خوشې کېدو خبر ورکړ

ارشیف
ارشیف

د اوکراین ولسمشر نن د ټیلیګرام له لارې له روسیې څخه د ۴۹ اوکرایني سرتېرو د خوشې کېدو او خپلو کورونو ته د ستنېدو خبر ورکړ.

ولودمیر زیلینسکي وویل چې دا پوځیان تبادله شوي دي.

تراوسه روسیې د دې تبادلې په اړه څه نه دې ویلي.

له دې وړاندې دواړو لوریو څو ځله د بندیانو تبادله کړې ده.

شمالي کوريا په لومړي ځل د يوارنيمو د غني کولو تاسيساتو انځورونه خپاره کړل

د شمالي کوريا مشر د يوارنيمو د غني کولو له تاسيساتو د ليدنې پر مهال
د شمالي کوريا مشر د يوارنيمو د غني کولو له تاسيساتو د ليدنې پر مهال

شمالي کوریا نن جمعه د لومړي ځل لپاره د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو تصویرونه خپاره کړل، چې ښیي د دې هېواد مشر کیم جونګ اون له دغو تاسیساتو کتنه کوي.

نوموړی له دغو تاسيساتو د کتنې پر مهال وايي، د خپلو اټومي وسلو د زېرمو د بډاینې لپاره به په‌کې نور سانتریفیوژونه نصب شي.

شمالي کوریا چې لومړۍ اټومي ازموینه یې په ۲۰۰۶م کال کې ترسره کړه او د وسلو پر پروګرام یې ملګروملتونو بندیزونه لګولي، تر اوسه پورې یې هیڅکله هم د یورانیمو د غني کولو تاسیسات په جزیاتو نه وو ښکاره کړي.

شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې د ملګروملتونو له بندیزونو سرغړونو ته دوام ورکوي او یو لامل یې دا دی، چې روسیه او چین چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي، د پیوینګ یانګ ملاتړ کوي.

جنوبي کوریا د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو په خاطر پر شمالي کوریا انتقاد کړی او ویلي یې دي، دا هېواد هڅه کوي د تاکتیکي اټومي وسلو لپاره د موادو تولید زیات کړي، چې هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره په ټکرکې دي.

روسيې له خپلې خاورې د شپږو بریتانوي ډیپلوماټانو د ایستلو خبر ورکړی

د برېتانيا بيرغ
د برېتانيا بيرغ

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې، FSB نن جمعه وویل، له دغو بریتانوي ډیپلوماتانو یې چې په جاسوسۍ او تخریبي فعالیتونو تورن شوي، باورلیک اخیستی دی.

د روسیې دولتي ټلوېزیون د دغې ادارې د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړ، چې ویلې یې دي دغه شپږ ډیپلوماتان به د روسیې له خاورې و ایستل شي.

ايف‌ايس‌بي ادعا وکړه چې، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښیي دوی د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې څانګې له‌خوا روسیې ته لېږل شوي، چې اصلي دنده یې زموږ هېواد ته د ستراتېژیکې ماتې ورکول دي.

يادې ادارې تور پورې کړی، چې دوی د دې کار لپاره د استخباراتو په راټولولو او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل وو.

دغه اقدام دوه ورځې وروسته له هغه کېږي، چې متحده‌ایالاتو او بریتانیا له اوکراین سره د نږدې ۱،۵ ميلیارد ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه.

ټاکل شوې د بريتانيا صدراعظم نن له ولسمشر جوبايډن سره وګوري

د امریکا ولمسشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر
د امریکا ولمسشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر

د امریکا ولمسشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر نن جمعه په واشنګټن کې سره ګوري.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي، چې اوکراین د متحده‌ایالتونو او بریتانیا په ګډون پر لوېدیځ فشارونه زیات کړي، چې هغه محدویدیتونه لیرې کړې چې له‌دې هېواد سره په مرسته شویو وسلو یې لګولي دي.

د دغو محدودیتونو له امله کییف نه‌شي کولای چې له دغو وسلو د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره کار واخلي.

د بایډن او سټارمیر ترمنځ دغه خبرې داسې مهال کېږي، چې د سپینې ماڼۍ له‌خوا د پالیسۍ د بدلون نښې لیدل کېږي.

اوکرایني چارواکو روانه اوونۍ کیف ته د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ډیویډ لامي د سفر په جریان کې پر خپلې غوښتنې یو وار بیا ټینګار وکړ، چې لوېدیځ دې اجازه ورکړي چې د دوی له‌خوا په ورکړل شویو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د روسیې د خاورې دننه اهداف په نښه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG