افغانستان
په پاکستان کې د برښنا پایو کې د ځړول شويو پنځو کسانو جسدونه د افغانانو وبلل شول
د افغانستان او ایران پولې ته نږدې د پاکستان د بلوچستان په چاغي کې د برښنا پایو کې د ځړول شويو پنځو جسدونو پېژندنه شوې ده.
دغه کسان څو ورځې مخکې له مرمیو تر لګېدو وروسته د برښنا پایو کې ځړول شوي وو.
د پاکستان پولیسو نن یکشنبه د اګست ۱۸مه پاکستاني ډان ورځپاڼې سره دا منلې چې دغه کسان د افغانستان د هلمند ولایت دي او په دې اړه څېړنې رواني دي.
د پاکستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي عتیق شهواني په سیمه کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې جسدونه ځايي روغتون لېږدول شوي.
تر اوسه چا د دې پېښې مسولیت نه دی منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کابل په پغمان کې تر لسو ساعتونو وروسته لګېدلی اور مهار شوی دی
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې لګېدلی اور تر لسو ساعتونو وروسته مړ شو.
د پغمان په قلعه حيدرخان سيمه کې پرون شاوخوا پنځهنیمې بجې اور ولګېد چې، تر نن سهار څلور بجو پورې یې دوام وکړ.
ځايي رسنۍ وايي، پهدې اورپېښه کې د سر و مال تاوانونه پېښ شوي، خو تر اوسه پورې یې شمېر څرګند نهدی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د خبر لهمخې، د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خالدځدراڼ ويلي، پرون له پېښې وروسته اور وژونکې ډله د اور وژلو لپاره سيمې ته استول شوې.
له بلې خوا يوشمېر سيمهييزو رسنيو ويلي، په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې اورلګېدو د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.
د افغانستان ختيځو ولايتونو کې د زلزلې ټکان احساس شوي
یوه زلزله چې شدت یې د ربښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې و، تېره شپه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې احساس شوه.
د جرمني د زلزلهپېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس، د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د شپې په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز په نورستان کې تر ځمکې ۱۹۳ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې له کبله د احتمالي زیانونو په اړه څه نهدي ویل شوي.
پاکستاني چارواکي: له تېر کال راهيسې د تورخم له لارې تر ۴لکه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه، چې دغه هېواد د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تر اوسه پورې څه باندې څلور لکه افغان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.
ډان ورځپاڼې نن د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې، تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک پیل شو، وروسته دا لړۍ ورو شوه خو په وروستیو کې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه چټکه شوې ده.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان کړی و چې، د نوامبر له لومړۍ څخه به ټول بېاسناده کډوال له پاکستانه باسي.
سلګونه زره نور افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته بېرته تللي دي.
طالبان: تېر کال مو څه باندې ۳۵۰ چک ډېمونه او بندونه جوړ کړي
د طالبانو حکومت وايي، تېر یو کال یې څه باندې ۳۵۰ چک ډېمونه یا بندونه جوړ کړي دي.
د دوی د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په یوه بیان کې پرون په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې، لهدې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې وزارت په لاس جوړې او اکثر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د طالبانو حکومت نهدي ویلي چې دا پروژې یې په کومو پیسو بشپړې کړي.
د طالبانو په حکومت کې تېر یو کال د چک ډېمونو د څه باندې درې سوو پروژو د جوړولو ادعا داسې وخت کېږي چې، د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لوېدیځه حوزه له وچکالیو کړېږي.
سږ کال د سېلونو د راوتلو په سبب هم د افغانستان ګڼې سیمې سختې زیانمنې شوې، چې یو لامل یې د اوبو د مهار د کافي تاسیساتو او بندونو نشتوالی یادیږي.
ايران د يو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایراني رژیم لهخوا د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شوي دي.
دا اعدامونه اکثر د کرج ښار په قزل حصار زندان کې شوي.
اعدام شوي کسان د مخدره موادو، بریدونو یا قصدي وژنو په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې د ناروې په اوسلو ښار کې مېشت دی، په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او اسرايیلو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان د ایران د رژیم لهخوا اعدام شوي.
دا په ۲۰۰۷ کال کې د ایران د بشري حقونو د سازمان لهخوا د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دغه سازمان په وینا پهدې میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان، شپږ ښځې او یو ایرانيالاصله جرمن وګړی هم شامل دي.
يوشمېر فعالانو او خبريالانو ايران کې د افغان خبريالانو د وضعيت د څېړلو غوښتنه وکړه
د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او افغان خبریالانو د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت د څېړلو غوښتنه وکړه.
شاوخوا پنځوسو دغو افغان خبریالانو او فعالان چې ښځېنه خبریالانې هم پهکې وې ګواښ وکړ که د دوی غوښتنو ته پام ونهشي تحصن او لاریون به وکړي.
د دې غونډې یوه تنظیموونکي نوید عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې د مدني ټولنې د سازمان او افغان خبریالانو د غونډې هدف دا و چې د نړیوالې ټولنې د بنسټونو لهخوا ورته هیڅ پاملرنه نهده شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو وضعیت ته پام وکړي. که دوی دا ځل پام ونهکړي، موږ به په پراخه کچه لاریونونه پیل کړو."
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه افغان خبریالان او فعالان له هېواد وتلي او اکثرو یې په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند غوره کړی.
دوی تر ډېره اروپايي یا امریکایي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او له نړیوالې ټولنې پهدې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.
غور کې د طالبانو او د خلکو ترمنځ نښته؛ طالبانو ۳۰ځايي اوسېدونکي نيولي
غور ولایت کې دوو ځایي سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې طالبانو د شهرک ولسوالۍ په تنگی ازو کلي کې له خلکو سره د نښتې وروسته ۳۰ تنه ځایي اوسېدونکي، چې په هغوی کې یوشمېر ماشومان هم شامل دي، نیولي دي.
دا نښته تېره پنجشنبه هغه وخت پیل شوه چې د ځایي اوسېدونکو په وینا، د طالبانو یو قوماندان د کورونو د تالاشۍ په پلمه په یوه ورځ کې دوه ځله د خلکو کورونه وپلټل.
سرچینو وویل، د سیمې خلکو چې د کورونو د تالاشۍ مخالف و، له طالبانو سره نښته وکړه او د هغوی یوشمېر وسلهوال یې بې وسلې کړل.
دا پېښه پهداسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ هم د غور په پسابند ولسوالۍ د سنگان کلي اوسېدونکو د تالاشۍ پر مهال له طالبانو سره شخړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه ټپیان شوي وو.
خوست کې د غرغښت راډيو خپرونې بېرته پيل شوې
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه اعلامیه کې د غرغښت سیمهيیزې راډیو د خپرونو د بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.
ددې اعلامیې په خوست ولایت کې غرغښت راډيو چې درې ورځې وړاندې د ځينو راډيویي خپرونو په بګراونډ کې د موسیقۍ د شتون له امله د یاد ولایت د امربالمعروف ادارې لهخوا تړل شوې وه، نن یې بېرته خپرونې پیل کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یاده اعلامیه کې د غرغښت راډیو د بېرته پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ د دغې راډیو تړل د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې پر رسنیزو محدودیتونو د لا زیاتېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالب چارواکو نه یې د غوښتنه کړې، څو رسنیو ته اجازه ورکړي چې د هېواد د رسنیو قانون پر بنسټ کار وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یا (AFJC) د معلوماتو لهمخې، په تېرو ۱۲میاشتو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او تېرکال په نسبت د خبریالانو نیول او د ځینو رسنیو بندول تر هغه په شدت دوام لري.
طالبانو د کابل په پغمان کې د ګازو په يو شرکت کې د اورلګېدنې خبر ورکړی
د طالبانو د امنيه قومندانۍ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو په یو شرکت کې د اورلګېدنې خبر ورکړی دی.
د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) نن ماښام لیکلي، دا اور په قلعه حیدرخان سیمه کې لګېدلی دی.
هغه زیاته کړې، د اطفايي ټیمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې اور مهار کړي.
خالد ځدران د دې اور د لګېدو د علت په اړه څه ویلي نهدي.
بلخوا يوشمېر سيمهييزو رسنيو ويلي، چې په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په ځینو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه د اورونو لمبې او لوګي ښيي.
د اور لګېدنې لامل او احتمالي زیان او مرګژوبله تر اوسه معلومه نهده.
د افغانستان لپاره د ازبکستان استازي د اروپايي ټولنې له استازي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي
د افغانستان بشري وضعیت، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشیف او د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ترهي هاکالا د بحث یو له مهمو موضوعاتو څخه و.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې د دې دوو چارواکو له لیدنې خبر ورکړی دی.
په بیان کې راغلي، ایرګاشف او هاکالا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره، د نړیوالې ټولنې د هڅو او افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره په ترمز کې د نړیوال ترانسپورت او لوجستیکي مرکز د کارولو پر امکاناتو خبرې اترې وکړې.
وړاندې راغلي، دواړو چارواکو د افغانستان اړونده مسایلو په اړه، پر دوه اړخیزو سلا مشورو تاکید وکړ.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د بشري ناروین خبرداری ورکول کېږي.