نړۍ
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې پر ډونالډ ټرمپ د شوي برید په اړه نوي جزییات خپاره کړي
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا "ایفبيآی" تایید کړه چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوږ کې مرمۍ لګېدلې ده.
د متحدوایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې دا اعلان د ټرمپ د ټپي کېدو د علت په اړه متضاد راپورونه روښانه کوي.
یوه وسلهوال په پنسلوانیا کې د انتخاباتي غونډې په ترڅ کې پر دونالډ ټرمپ ډزې وکړې.
د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې پرون جمعه د جولای په ۲۶مه وروسته له دې په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې د اوونۍ په پیل کې ډایرکټر (کریسټوفر ری) یو مبهم بیان خپور کړ چې پر ټرمپ د ډزو په اړه يې شکونه راپورته کړي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لاریونوالو د حماس له منګولو د برمته اسراییلیانو د خوشې کېدو په موخه د موافقې غوښتنه وکړه
په لسګونو زره کسانو پرون په تلابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د لاریون پر مهال د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له بنده د پاتې سلو یرغمل شویو د خلاصون سبب شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
حماس او د فلسطینیانو نورو افراطي ډلو د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرائیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل چې دا موضوع په غزه کې د جګړې د پیل سبب شوه.
اسراییل وايي، له حماس ډلې سره لا هم ۱۰۱ کسان یرغمل دي، خو دا معلومه نه ده چې د دوی له ډلې څو کسان لا ژوندي دي.
په همدې حال کې له څو میاشتو د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په منځګړیتوب غیرمستقیمې مذاکرې روانې دي.
د بریتانیا او امریکا د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ ستایلی
د بریتانیا او امریکا د بهرنیو استخباراتي ادارو مشرانو د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ ستایلی دی.
د بریتانیا د ایم آی سکس ادارې مشر ریچارډ مور پرون وویل چې په تېره اګست میاشت کې د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو ناڅاپي عملیاتو او د سیمو لاندې کول یو ډېر زړور اقدام و چې د جګړې لوری بدلولای شي.
هغه دا څرګندونې پرون د سيآیاې له مشر ویلیم برنز سره په لندن کې د لیدنې پر مهال وکړې.
برنز د اوکرایني ځواکونو عملیات لویه لاسته راوړنه وبلله چې د ده په وینا د روسیې د پوځ له کمزورتیاوو څخه یې پرده لیرې کړه.
برنز وویل چې لویدیځ باید د جګړې د پراختیا مخه ونیسي، خو ده زیاته کړه چې د اوکراین متحدان دې د روسیې له بېځایه ګواښونو څخه هم نه وېرېږي.
لبنان کې د اسراییلو هوايي حمله؛ چارواکي: درې روغتیاپالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په هوايي برید کې درې تنه روغتیاپالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې وزارت ویاند پرون ناوخته وویل چې اسراییلو دا برید په جنوبي ښار فارون کې هغه مهال وکړ چې د لبنان د ملکي دفاع کارکوونکو د اسراییلي پوځ د یوه مخکېني برید په پایله کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه کوله.
لبنان دا پر خپلو رسمي کارکوونکو برید بللی او غندلی یې دی.
د لبناني چارواکو په وینا، اسراییلو له ۱۲ ساعتونو په لږه موده کې د دوهم ځل لپاره د لبنان د بېړنیو خدماتو پر یوه ډله برید وکړ.
د اسراییلو پوځ سمدستي د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په عین حال کې د لبنان حزبالله ډلې بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دوی د دې حملو په ځواب کې د اسراییلو پر یوه پوځي قطعه د توغندیو حمله وکړه.
د حزبالله او اسراییلو ترمنځ د حملو دا لړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییلو برید وکړ، نژدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل او اسراییلو د حماس پر ضد چې امریکا او اروپایي ټولنه یې تروریستي ډله بولي په غزه کې عملیات پیل کړل.
په پاکستان کې روانه اوونۍ د پولیو د واکسین عمومي کمپاین پیلیږي
چارواکو دا خبر وروسته تر دې ورکړ، چې له شپاړس کلونو وروسته په پلازمېنه اسلاماباد کې د پولیو د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو.
د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین مسوولې عایشه رضا وویل، د پولیو د واکسین کمپاین به سر له دوشنبې شروع شي او تر درې دېرش میلیونه ډېرو هغو ماشومانو ته به دا واکسین ورکړل شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.
په پاکستان کې سږ کال د پولیو اوولس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روسيې د "ورونژ" سيمې د وسلو په يوه زېرمه کې د اورلګېدنې خبر ورکړل شوی
د روسیې د جنوب لوېدیځ د ورونژ په سیمه کې د وسلو په زېرمه کې پراخ اور لګېدلی چې له امله یې چارواکو شاوخوا شپږ سوه کسان لهدې سیمې ایستلي دي.
والي الکساندر ګاسیف په ټلېګرام کې ویلي دي، چې دا اور نن سهار د اوستروګوژ په سیمه کې د ډرون الوتکې د ټوټو د رالوېدو له امله لګېدلی دی.
ګاسیف زیاته کړه، د شاوخوا سیمو یوشمېر خلک ایستل شوې دي او د مرګژوبلې راپورونه نهدي خپاره شوي.
نيويارک کې د يهودانو پر يوه مرکز د بريد پلان؛ په تور يې يو پاکستانی نيول شوی
یو پاکستانی تبعه چې په کاناډا کې اوسي، تورن شوی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ یې د امریکا په نیویارک ښار کې یوه حمله پلان کړې وه.
د امریکا عدلیې وزارت پرون جمعه په یوه بیان کې تورن کس ۲۰ کلن محمد شاهذیب خان یاد کړی او هغه تورن شوی، چې د اکتوبر په اوومه یا وړاندې، وروسته یې د یهودانو پر یوه مرکز د ډلهییزې وژنې پلان جوړکړی و.
پر دې نېټې پر اسراییل د حماس د پراخ برید چې له زرو زیات اسراییلیان پهکې ووژل شول، یو کال پوره کېږي.
د امریکا متحدهایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ Merrick Garland وویل، شاهذیب خان نیت کړی و چې د اسلامي دولت ډلې لپاره هرڅومره زیات یهودان چې کېدای شي ووژني.
نوموړي چې هڅه کوله له کاناډا متحدهایالتونو ته لاړ شي، د سپټمبر په څلورمه د امریکا سرحد ته له رسېدو سره سم ونیول شو.
هغه د قانون د تنفیذ دوو پټو افسرانو ته ویلي و، چې پلان لري د یوه برید لپاره د اسلامي دولت د ملاتړو یوه ریښتینې څانګه ایجاد کړي.
د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر ډيک چيني له کامالا هريس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی
د امریکا د متحدهایالتونو پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني چې ټول عمر جمهوریپال پاتې شوی ویلي، چې دی به د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کامالا هریس ته رايه ورکړي.
نوموړي نن شنبې په یوه بیان کې له هریس څخه خپل ملاتړ تایید کړ، چې هغه په بشپړه توګه د جمهوریپالو له کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مخالفت انګیرل کېږي، نه له هریس څخه ملاتړ.
په بیان کې ویل شوي: "بیا هیڅکله د ټرمپ پر قدرت باور نهشي کېدلی."
دغه راز بيان کې راغلي: "د اتباعو په توګه، موږ هر یو دنده لرو چې د خپل اساسي قانون د دفاع لپاره هېواد له ګونديتوب څخه لوړ وبولو."
ټرمپ د خپل ټولنیز پلاټفورم Truth Social platform له لارې په ځواب کې پخوانی مرستیال ولسمشر "یو غیر مناسب RINO" یاد کړی، یعنې "یوازې په نوم جمهوري غوښتونکی."
اسراييلي ځواکونو لوېديځه غاړه کې يوه امريکايۍ مېرمن وژلې
اسراييلي سرتېرو پرون جمعه يوه امريکايي ښځه چې په لوېديځه غاړه کې یې د مېشت ځايونو پر ضد مظاهره کړې وه، د دوو عيني شاهدانو په وينا داسې مهال په ډزو ووژله چې اسراييلي ځواکونو ته یې کوم ګواښ نه و متوجه کړی او د غرمې له اخ وډب وروسته وضعیت هم ارام و.
دوو فلسطیني ډاکټرانو ویلي، د امریکا د سیاتل ښار اوسېدونکې ۲۶ کلنه آیسنور ایزګي ایګي Aysenur Ezgi Eygi پر سر په ډزو ویشتل شوې ده.
د امریکا حکومت د ایګي مړینه تایید کړې، خو دا یې نهدي ویلي چې ایا ایګي چې د ترکیې تبعه هم وه، د اسراییلي پوځیانو په ډزو وژل شوې ده؟
سپینې ماڼۍ ویلي، د یوه امریکايي وګړي پر وژل کېدو ژوره خفه شوې او له اسراییلو یې غوښتي چې پهدې اړه پلټنې وکړي.
امريکا کې يوشمېر رای ورکوونکو ته د رای پاڼو د استولو خبر ورکړل شوی
داسې مهال چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر اوسه دوه میاشتې پاتې دي، د انتخاباتو لومړۍ رای پاڼې پرون (د سپټمبر شپږمه) د پوستې له لارې یوشمېر رای ورکوونکو ته ولېږل شوې.
دا رای پاڼې په شمالي کارولینا ایالت کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهم ډګر ګڼل کېږي د شاوخوا ۱۳۰ زره ناسوبه امریکايي وګړو په نوم استول شوې دي، خو د ټولې امریکا په کچه د انتخاباتو د پیل سیمبولیکه نښه به وي.
د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې شاوخوا ۱۵۵ میلیون امریکایانو برخه اخیستې وه.
سږني انتخابات چې د ولسمشر د مرستیالې کامالا هریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ به ترسره شي، لا له اوسه یوه حساس پړاو ته رسېدلي دي.
تمه ده چې دواړه کاندیدان به د سپټمبر په لسمه نېټه د لومړي ځل لپاره په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړي.
اروپايي ټولنې د اوکراين له زيانګالو خلکو سره بشري مرسته اعلان کړه
اروپایي ټولنې د ژمي له رارسېدو مخکې د اوکراین له زیانګالو خلکو سره د مرستې نوې بسته اعلان کړه.
د بودیجې، بشري سرچینو، بشري مرستو او د بحرانونو د ادارې په چارو کې د اروپايي کمېسیون ویاند بالاز اویواري Balazs Ujvari د ۴۰ میلیون یورو یا ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت دا مرسته پرون په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.
ښاغلي اویواري زیاته کړه، چې دا پیسې به د زیانمنو ودانیو د رغونې، د برېښنا او د سونګ توکو د برابرولو او اړو خلکو ته د استوګنځایونو د جوړولو پر چارو ولګول شي.
ویاند همداراز یادونه وکړه چې شاوخوا ۵ میلیون یورو به په مالداویا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.
دا مرسته د اروپايي کمېسیون له هغې یو میلیارد یورو بودیجې څخه چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته د اوکراین لپاره په پام کې نیول شوې ده، ورکول کېږي.