د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

افغانستان

ترکمنستان له طالب چارواکو سره د يوې نوې ريل‌لارې جوړېدو د تفاهم خبر ورکړی

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ترکمنستان چارواکي وايي، د افغانستان د واکمنو طالبانو او ترکمنستان له چارواکو سره د افغانستان له لارې د یوې نوې ریل‌لارې د جوړېدو پر سر تفاهم ته رسېدلي دي.

انټرفکس خبري اژانس نن د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل چې، دا تفاهم د قزاقستان په اکتاو ښار کې د شمال- جنوب د سوداګرۍ او لوژستیک په فورم کې وشو.

په‌دې فورم کې، چې د جمعې په ورځ دایر شو، د دريو هېوادونو د ترانسپورتي چارو مشرانو درې اړخیزې خبرې وکړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له تایلنډ ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د لویو وچو جام په وروستۍ سیالۍ کې نن جمعه د سپټمبر په شپږمه نېټه د افغانستان او تایلنډ ملي لوبډلو سره سیالي ترسره کړه چې ۲ـ ۱ د تایلنډ په بري سره تمامه شوه.

په دې سیالیو کې تایلنډ ټولټال ۹ نمرې وګټلې چې اتلولي یې وګټله، ګواټیمالا هم د ۹ نمرو په لرلو سره دویم مقام ترلاسه کړ او افغانستان په درېیم مقام کې راغی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د دې سیالیو تر پیل وړاندې ویلي وو، دا سیالۍ د فوټسال د نړیوال جام د تیاریو په موخه ترسره کېږي.

د لویو وچو جام په سیالیو کې افغانستان ټولټال ۴ لوبې وکړې چې دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې په درېیم ګروپ کې قرار لري چې له انګولا، اوکراین او ارجنټاین سره به سیالۍ ترسره کړي.

د فوټسال نړیوال جام چې د ازبکستان په کوربتوب پیلېږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د سپټمبر په ۱۵مه نېټه ترسره کړي.

افغانستان به تر نړیوال جام دمخه دوه تمریناتي سیالۍ له تایلنډ او مراکش سره ترسره کړي.

کرکټ؛ د نیوزیلنډ پر وړاندې ټېسټ سیالۍ ته افغان لوبډله اعلان شوه

د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته اعلان شوې د افغان لوبډلې نوملړ
د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته اعلان شوې د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن جمعه د سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته خپله ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ دغه ټېسټ سیالي د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پیل او تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ریاض حسن، افسر ځاځی، اکرام علي‌خیل، بهیر شاه محبوب، شاهدالله کمال، عظمت‌الله عمرزی، شمس‌الرحمن، ضیاالرحمن اکبر، قیس احمد، خلیل احمد، ظاهرخان او نجات مسعود شامل دي.

افغان کرکټ بورډ ویلي وو چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې یوې شل کسیزې لوبډلې د هندوستان په ګریټر نویډا کې تمریناتي کمپ پیل کړی چې له ډلې یې یما عرب، فرید ملک، ګلبدین نایب او نوید ځدراڼ له ۱۶ کسیزې لوبډلې کېنول شول.

د افغانستان د کام ایر واليبال کلب په اسیايي سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د کام ایر واليبال کلب.
د افغانستان د کام ایر واليبال کلب.

د افغانستان د والیبال فدراسیون خبر ورکړی دی چې د کام ایر د والیبال کلب د اسیا په کچه د کلبونو په سیالیو کې ګډون کوي.

د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۶مه نېټه والیبال فدراسیون په یوه خبر کې ویلي دي، یاد کلب نن ایران ته سفر کړی دی او د اسیا په کچه د غوره کلبونو په سیالیو کې به ګډون وکړي.

د یاد کلب په ترکیب کې ۱۴ لوبغاړي، دوه روزونکي او یو مدیر شامل دي.

د افغانستان استازی کام ایر کلب به د سپټمبر میاشتې په ۸مه نېټه د ایران هېواد له استازي کلب فولاد ایران سره سیالي وکړي.

نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبې بهر شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نويد ځدران.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نويد ځدران.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خبر پر اساس د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې له لوبډلې بهر شو.

کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۶مه نېټه په یوه خبر کې ویلي دي، نوید ځدران د بدن د ښي لوري د پوښتیو په برخه کې ټپي شوی دی چې د اړوندو ډاکټرانو له لوري له لوبو منع شوی دی.

د بورډ په خبره، نوید ځدران تر درملنې لاندې دی، ترڅو د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته ورغیږي.

د ویلو ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې اوس‌مهال د هندوستان په ګریټرنویډا لوبغالي کې په تمریناتو بوخت دي او د روانې میاشتې په ۹مه نېټه به یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

کرکټ بورډ تر دې دمه د یادې ټېسټ سیالۍ لپاره خپله ۱۵کسیزه لوبډله نه‌ده اعلان کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان له جرمني افغانستان ته د ۲۸افغانان پر ډيپورټ اندېښنه ښودلې

جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.
جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.

د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومان ‌رایټس‌ واچ د جرمني په وروستي اقدام چې افغانستان ته په ډله‌ییزه توګه یې یوشمېر افغان کډوال بېرته استولي، اندېښنه ښودلې.

هیومان رایټس واچ پرون پنج‌شنبې په یوه بیان کې د جرمني پر دې اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې دې هېواد په‌دې کار سره په افغانستان کې پر روان بحران او د بشري حقونو په ناوړه وضعیت سترګې پټې کړې دي.

د بشري حقونو دې ډلې د جرمني حکومت ته ویلي، هیڅوک په افغانستان کې خوندي نه‌دی او هیڅوک باید بېرته دې هېواد ته وانه‌ستول شي.

د جرمني حکومت تېره اوونۍ د جمعې په ورځ ۲۸ افغانان چې د هغه هېواد د چارواکو په وینا په‌دې هېواد کې يې مختلف جرمونه ترسره کړي وو، په یوې چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږدول.

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی ځل دی چې جرمني په ډله‌‌ییزه توګه يوه ډله افغانان بېرته افغانستان ته لېږي.

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په می میاشت کې د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان له‌خوا د چړې د ګوزاونو په پېښه کې چې څو تنه ټپیان شوي و او یوه ټپي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه، له‌دې هېواده د افغانانو په ګډون د مجرمینو کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه ډېر تاوده شوي دي.

ريچارد بېنيټ د افغانستان د بشري وضعيت په اړه له بېلابېلو لوريو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ وایي، د ملګروملتو د بشري حقونو راتلونکې غونډې ته سترګې په لاره دی.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شي او په‌کې د افغانستان د بشري حقونو اوسنی وضعیت و ارزول شي.

ریچارډ بېنيټ د ملګروملتونو د راتلونکې غونډې په اړه په خپله ایکس‌پاڼه کې پرون ناوخته ولیکل.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې او قطر له سفرونو راګرځېدلی دی او په انقره او دوحه کې یې له یوشمېر افغان ښځو او نارینه‌و سره د پخوانیو ډیپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو په شمول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې د سپتمبر په درېیمه د افغانستان پر بشري وضعیت یو راپور ورکړی و او تمه ده چې د دوشنبې د ورځې غونډې ته دا راپور وړاندې شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له تایلنډ سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن جمعه د سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د لویو وچو جام په لوبو کې د کوربه تایلنډ پر وړاندې خپله وروستۍ سیالي ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، یاده سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته دوه بجې پیل شي.

که افغانستان دغه سیالي وګټي، نو د لویو وچو جام به هم وګټي.

د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان ګواټیمالا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وې، خو له کوېټ یې سیالي بایللې وه.

د دې سیالیو موخه د فوټسال د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی ښودل شوی دی چې د روانې سپټمبر میاشتې په نیمايي کې به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.

عباس کریمي په پارالمپیک کې دويم ځل لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه

عباس کریمي په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
عباس کریمي په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کې افغان معلول لوبغاړي عباس کریمي د دویم ځل لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه.

د پنج‌شنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په ۵مه نېټه ښاغلي کریمي د ۲۰۰ مټرو د لامبو وهلو په ګروپي سیالیو کې ګډون کړی و، چې د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال وګاټه.

د لامبو وهلو په‌دې سیالیو کې د چین لوبغاړو اول مقام وګاټه او اوکراین درېیم مقام ته ورسېد.

دغه راز عباس کریمي تېره جمعه د لامبو وهلو په یوې بلې ډله‌ییزې سیالۍ کې هم د سپینو زرو مډال ګټلی و.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د نسبتاً تېزو بادونو او خاورو د بادېدو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د هواپېژندنې ریاست سبا او بل سبا د افغانستان په زیاتو برخو کې د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، د سالنګونو په ګډون د شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو په بېلابېلو برخو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي میاشتې له نیمايي د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه د سختو اورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.

اوچا: افغانستان کې له هرو دوو کسانو يې يو بې‌وزله دی

يوشمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان
يوشمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي بې‌وزلۍ په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو تن اغېزمن کړی دی.

دغې ادارې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې اتیا فیصده کورنۍ په‌داسې حالت کې ژوند کوي چې د کورنۍ د هر غړي پر سر تر یوه ډالر کم عواید لري.

د اوچا په وینا، د روان میلادي کال یوازې څلور میاشتې پاتې دي او د افغانستان لپاره د ۲۰۲۴م کال د بشري غبرګون د پلان یوازې ۲۵ فیصده یې تمویل شوی دی.

د ملګروملتونو دغې ادارې لیکلي، په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره اضافي ملاتړ ته اړتیا ده.

ملګروملتونو ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۳ ملیونه او ۷ لکه کسان، چې د دغه هېواد د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG