د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۱

نړۍ

نایجریا کې د یوه ښوونځي د ودانۍ نړېدل؛ لږترلږه ۲۲ کسان مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د نایجریا په مرکزي برخه کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۲ تنه مړه شوې دي.

دا پېښه پرون جمعه د نایجریا د مرکزي ایالت پلاتوو په جوس ښار کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳۰ کسان په نژدې روغتونونوکې تر درملنې لاندې دي.

ډېری قربانیان زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي دي.

چارواکو ویلي چې، ښایي د مړو شمېر زیات شي ځکه شاوخوا دوه سوه زده‌کونکو د دې ښوونځي د ودانۍ په هغه برخه کې په ټولګیو کې په زده‌کړو بوخت و چې پرې راونړېده.

د ژغورنې کارکوونکي د نړېدلې ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې شویو لټه کوي.

ویل شوي چې د ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ وروسته له هغې راونړېده چې څو ورځې په سیمه کې سخت بارانونه و ورېدل.

د دې پېښې د اصلي لاملونو په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د وینزویلا زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده

د وینزویلا چارواکي وايي د چهارشنبې د ورځې پیاوړو زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده.

د ژغورنې عملیاتو د جمعې په ورځې هم دوام وکړ. زرګونه کسان لادرکه دي.

دریشتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دغو دوه زلزلو دچهارشنبې په ماښام د پلازمینې کاراکاس لویدیځې سیمې ولړزولې.

کارپوهان وايی دا په تیره یو پیړۍ کې په وینزویلا کې ترټولو پیاوړې زلزلې وې.

د کاراکاس هوايي ډګر له کار لویدلی او سلګونه ودانیو او روغتونونو ته زیان اوښتی دی.

یو شمیر هیوادونو د مرستې لپاره چمتووالی څرګند کړی دی . امریکا هم د بشري مرستو رسولو لپاره خپل ځینې بندیزونه لیرې کړي دي.

مارکو روبیو: له ایران سره یوې هوکړې ته لېواله یو، خو په هر قیمت نه

دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بحرین ته د سفر په مهال
دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بحرین ته د سفر په مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن له تهران سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نرمښت «یو حد او حدود» لري.

روبیو، چې سیمې ته د سفر په ترڅ کې بحرین ته تللی، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، وویل چې امریکا به هېڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په بدل کې مالیه واخلي، ځکه د هغه په وینا، دا کار به «بشپړه ګډوډي » رامنځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمان ته نږدې په یوې بار وړونکې بېړۍ برید شوی او یوڅه زیان یې لیدلی دی.

تر اوسه هېچا د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی، خو څو امریکايي چارواکو ایران په دې برید تورن کړی دی.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عمان له خوا د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوې لنډمهالې لارې د معرفي کولو په غبرګون کې ټینګار کړی چې د ایران له همغږۍ او څارنې پرته به هرمز تنګي کې د بېړیو حرکت ناامن او خطرناک وي.

اسرائیل: خپل ځواکونه له لبنان څخه نه ستنوو

په لبنان باندې د اسرائیل د وروستیو بریدونو د ویجاړیو یو انځور
په لبنان باندې د اسرائیل د وروستیو بریدونو د ویجاړیو یو انځور

د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ ترڅو چې حزب الله بې وسلې شوی نه وي خپل ځواکونه له لبنان څخه نه باسي.

د اسرائیل د حکومت ویاند، ډیویډ منسر، خبریالانو ته وویل:
«تر څوچې حزب‌الله یو ګواښ وي، بې وسلې شوی نه وي او پوځي تشکیلات یې له منځه نه وي تللي، موږ به خپل ځواکونه د لبنان له جنوب څخه ونه باسو.»

حزب‌الله د تېر کال (کب) میاشت کې، وروسته لدې چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، د اسرائیل پر شمال د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو په توغولو جګړې ته داخل شو. په مقابل کې، د اسرائیل پوځ پر لبنان پراخ هوايي بریدونه پیل کړل او خپل ځمکني ځواکونه یې هم د دغه هېواد جنوب ته ولېږل.

د جګړې په جریان کې، د لبنان حکومت په واشنګټن کې له اسرائیل سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د دغو خبرو په اړه ویلي چې دواړه ګاونډي هېوادونه د «ارادې او نیت پر بنسټ یوې ژمنې» ته نږدې شوي دي.

ایران امریکا سره د تفاهم‌ لیک د امضا په درشل کې ټینګار کاوه چې د اسرائیل له خوا پر لبنان بریدونه باید پای ته ورسېږي، او د دغه تفاهم له لاسلیک څو ورځې وروسته د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ اوربند رامینځ ته شو.

حزب الله یو سیاسي او پوځي سازمان دی چې امریکا یې یوه ترهه ګره ډله ګڼی خو اروپايي اتحادیه یې یواځې پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.

د وینزویلا د زلزلو د مړو او ټپیانو شمیر له زرو کسانو اوښتی

په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمیر لږترلږه ۱۶۴ ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر له ۹۷۰ اوښتی.

دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.

دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. چارواکو وویل چې له متحده ایالاتو او څو اروپایي هېوادونو څخه لسګونه ژغورونکي ډلې د ځپل شوې سیمې پر لور استول شوي او د چین، هند، برازیل او ان ایران په ګډون چې په خپله جګړې ځپلی، یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې وړاندیز کړی دی.

روبیو: د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې به د روانې میاشتې په پای کې پیل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي خبرو نوی پړاو به د جون میاشتې په پای کې په سویس کې بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې د فارس خلیج سیمې ته د خپل مهم سفر د دویمې ورځې په پای کې وکړې. د دې سفر هدف د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهالي هوکړې په اړه د سیمې د اندیښنو کمول بلل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې روبیو د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه بحرین ته روانیدو مخکې په کویټ کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "زما په باور، تخنیکي ډله به د جون په ۲۹مه یا ۳۰مه بېرته خبرو ته کښېني."

هغه څرګنده کړه چې په دغو خبرو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د انرژۍ وزارت متخصصین ګډون وکړي او بحثونه به د بندیزونو، اټومي مسایلو او د هوکړې د عملي کولو پر میکانیزمونو متمرکز وي.

روبیو ټینګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي د یوه نازک اوربند ته ورته فضا څخه ژر تر ژره یو هراړخیزاو دوامداره توافق ته لاره هواره کړي.

واشنګټن او تهران تیره اونۍ یوتفاهم لیک لاسلیک کړچې له مخې یې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ د هرمزتنګی بیرته پرانستل شو او امریکا د ایران د بندرونو محاصره پای ته ورسوله.

په وینزویلا کې دوه پرله پسې زلزلې؛ څه باندې یوه پیړۍ کې بې سارې وې

په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله له ۳۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونو نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د مړو او ټپیانو شمېر به نور هم لوړ شي، ځکه تراوسه ژغورونکې ډلې ټولو هغو سیمو ته چې زلزلې ځپلې، ندي رسیدلي.

دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.

دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. د ژغورنې او بیړنیو خدماتو سلګونه کارکوونکي په چټکۍ سره هڅه کوي چې هغه کسان ومومي او وژغوري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

سپاه پاسداران: په هرمزتنګي کې بله هره لاره به خوندي نه وي

سپاه پاسداران وايي چې د هرمزتنګي له لارې د کشتیو خوندي تګ راتګ یوازې د هغه مسیر له لارې ممکن دی چې له مخکې ایران ټاکلی او هره بله لار چې د ایران له همغږۍ پرته اعلان شوې وي، د منلو وړ نه ده او یو امنیتي خطر ګڼل کېږي.

سپاه پاسداران دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د چهارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې عمان د یوې "موقتي" سمندري لارې په معرفي کولو سره له کشتیو غوښتي چې د اوس لپاره دې په هرمز تنګي کې د تګ راتګ لپاره له همدې لارې کار واخلي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې له هغو کشتیو سره به چلند وکړي چې د ایران له همغږۍ پرته د دې مهمې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي.

ایران تر دې وړاندې یوه بله لار ټاکلې وه او هغه یې د هرمز تنګي چې د نړۍ د تیلو شاوخوا یو پرپنځمه برخه له همدې لارې تیریږي، د تېرېدو یوازینۍ خوندي لاره بللې وه.

د امریکا پوځ: په سوریه کې مو د داعش یو جګپوړی مشر وژلی

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې ځواکونو یې د سوریې په شمال لوېدیځ کې په یوه هوايي برید کې د داعش ډلې یو مهم مشر وژلی دی.

سینټکام د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه برید د جون په ۱۹مه ترسره شوی او په ترڅ کې یې د داعش یو جګپوړی مشر، علي حسین العلیوي، وژل شوی دی.

د امریکا پوځ ویلي، دا برید د هغو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو د هڅو برخه ده چې د امریکايي وګړو او د امریکا خاورې ته ګواښ پېښوي.

د سینټکام قوماندان، براد کوپر، ویلي چې امریکايي ځواکونه او سیمه‌ییز متحدان به یې د داعش د پاتې شونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د دې ډلې دایمي ماتې یقیني شي. هغه زیاته کړې چې امریکا به د خپلو ځواکونو، خاورې او متحدانو دفاع ته دوام ورکړي.

 د بښنې نړیوال سازمان د ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاهجي د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کوي

ماهرنګ بلوچ ، ارشیف
ماهرنګ بلوچ ، ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان د ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاهجې محکومیدل ،عادلانه محاکمې څخه څرګنده سرغړونه ګڼی او ددوی د فوري خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د بشر د حقوقو دغه دواړه فعالان کوټه کې تروریزم ضد محکمې لخوا په عمري قید محکوم شوي دي.

د بښنې دنړیوال سازمان چارواکې ایزابیل لاسه په خپله اعلامیه کې وايي پاکستان کې د تروریزم ضد قوانینو څخه دسوله ایزو اعتراضونو د چوپولو لپاره «ناوړه استفاده» کیږي.

یاد سازمان ټینګار کوي چې هیڅ داسې مستقیم سند نشته چې د ۲۰۲۴ کال د اعتراضونو په مهال زورزیاتي سره د ماهرنګ بلوچ اوصبغت الله شاهجې تړاو ثابت کړي.

ددغو لاریونونو په مهال چې د بلوڅ فعالانو په وژل کیدو داعتراض لپاره شوي وو هغه مهال یو امنیتي مامور وژل شوی وو.

حکومت د لاریونونو مخه ونیوله چې د زور زیاتي په نتیجه کې هم لاریون کوونکو او هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې دغه دواړه فعالان دبشري حقوقو څخه د دفاع له امله په نښه شوي او باید سملاسي خوشې کړای شي.

سنا د ولسمشر ټرمپ د حربي صلاحیتونو محدودولو ته رایه ورکړه ; ټرمپ : بې معنا ده

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالاتو سنا مجلس، دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهم‌لیک له امضاء څو ورځې وروسته، په یوه نوې رایه‌ اخیستنه کې پریکړه وکړه چې د ایران په وړاندې جګړه باید ودرول شي او دبیا پیل لپاره به یې ولسمشر دکانګرس اجازې ته اړتیا ولري.

دغه پریکړه په ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو تصویب سوه.

خو دا مصوبه به د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ونه سپارل شي او تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.

دغه طرحه چې لومړی د استازو جرګې تصویب کړې وه، ډونالډ ټرمپ مکلفوي چې امریکایي ځواکونه له ایران سره له هر ډول پوځي ښکېلتیا وباسي، مګر دا چې کانګرس په څرګند ډول د دې اقدام اجازه ورکړي.

سنا مجلس کې د څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په شمول ، ۵۰ سناتورانو دې لایحې ته مثبته رایه ورکړه. بلخواته یې یو ډیموکراټ سناتور هم مخالفت وکړ.

د امریکا ولسمشر د کانګرس په دغې مصوبې سخت انتقاد وکړ او دا اقدام یې « بې ‌وخته او بې‌معنا» وباله.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې ولیکل:

«په داسې حال کې چې ما ایران ډېر بد حالت او د بشپړ سقوط درشل ته رسولی، د امریکا کانګرس پرېکړه کوي چې د جګړې د واکونو د لایحې په اړه یوه په سخت ډول بې‌وخته او بې‌معنا رایه‌اچونه ترسره کړي. »

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG