خبرونه
طالبان وايي، هڅه کوي چې د ټاپي نللیکې ته لار اوراه کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون (چهارشنبې) په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د نورو مسلو ترڅنګ د ټاپي نللیکې پروژې پر موضوع خبرې وکړې.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې اړوند پاتې مسلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
د متقي په خبره اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهایي او د کار د پیل لپاره زمینه برابره شي.
د ټاپي نللیکې، چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په جوړیدو سره به له ترکمنستانه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولیږدول شي.
د دې پروژې د رغونې چارې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په ترکمنستان کې پیل شوي خو په افغانستان کې یې کارونه د ۲۰۱۸ په فبروري کې دریدلي چې بیا تراوسه نه دي پیل شوي.
د ټاپي پروژې ۷۷۴ کیلومتره نللیکه د افغانستان په خاوره کې غځول کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بنګلهدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ اداې نن په یوه خبر کې د بنګلهدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان کړه.
کرکټ بورډ ویلي دي چې، دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نیټې به دوام لري.
یادې ادارې دا هم ویلي دي چې، ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نهدي، نو ځکه یې نهدي غوره کړي.
دوه نور افغان لوبغاړي صدیق اتل او نوراحمد چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه و، دې سیالیو ته رابلل شوي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمتشاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمنالله ګربز او اکرام عليخېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
د ویلو ده چې د بنګلهدېش پر وړاندې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دویمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي.
کرکټ؛ هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.
دغه سیالي چې د عمان په کوربهتوب د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.
پهدې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیقالله اتل مخکښ و، هغه ۵۲ منډې وکړې.
دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ په توپ اچونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
یادې لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او پهدې سره یې د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګلهدېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.
د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.
د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وي.
د افغانستان واليبال ملي لوبډلې تاجکستان ته خپله لوبه وبايلله
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې له خپل سیالې تاجکستانۍ لوبډلې نه درې پر دوه ماتې وخوړه.
د منځنۍ اسیا د والیبال د سیالیو په دوام کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په خپله څلورمه سیالۍ کې نن سهشنبه د عقرب په لومړۍ نېټه د تاجکستان د والیبال له ملي لوبډلې سره په میدان کې لوبه وکړه.
تاجکستان دغه لوبه د درې پر دوه په توپیر سره وګټله.
دغه سيالۍ د ازبکستان د تاشکند په ښار کې د منځنۍ اسيا د شپږو ټيمونو په ګډون د زمري د مياشتې په ٢٧مه پيل شوې دي او د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په درېيمه به پاى ته ورسېږي.
حزبالله ډلې د اسراييلو پر يوشمېر پوځي اډو د بريد خبر ورکړی
د لبنان حزبالله ډلې نن سهار اعلان وکړ چې، تلابیب ښار ته نږدې دوه مهمې اډې او د حیفا په لوېدیځ کې د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړې کړې دي.
د لبنان حزبالله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چې د لبنان ډېرې جنوبي سیمې کنټرولوي.
امریکا، حزبالله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې یوازې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د خپل سفر پر اوږدو کې اسراییل ته ځي او هلته به پر اسراییلو د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره لا زیات فشار راوړي.
د لبنان په جنوب او د پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمو باندې د اسرايیلو لهخوا د تېرې شپې له سختو بریدونو وروسته، حزبالله اعلان وکړ چې د تلابیب په څنډه کې یې د ګلیلوت او نیرت په سیمه کې د پوځي استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.
حزبالله همدا راز اعلان وکړ چې د اسرايیلو په شمال کې د حیفا څخه بهر یوه سمندري اډه یې هم په راکټونو ویشتې ده.
د تلفاتو په اړه سمدستي راپور نهشته.
اسرايیلي چارواکو ویلي، د تلابیب په جنوب ختیځو سیمو کې د هوايي بریدونو لپاره د خطر زنګ هغه مهال وغږول شو، چې یوه توغندي له لبنان څخه تېر شو او په یوه ازاده سیمه کې ولګېده .
د طالبانو د احصايې اداره: سږکال افغانستان کې نږدې پنځه ميليونه ميټريک ټنه غنم توليد شوي
د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي، سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات زیات شوي دي.
دې اداري په یوې خبرپاڼې کې چې نن یې خپره کړې ویلي، د غنمو په حاصلاتو کې یې د زیاتوالي په اړه دا معلومات د ریموټ سینسینګ یا له لرې د معلوماتو د راټولولو د ټیکنالوژۍ او سټلایت د عکسونو په وسيله راټول کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي او دا اندازه د تېر کال پرتله د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي.
پر وخت ورښتونه او په ځینو ځایونو کې د کوکنارو پر ځای د غنمو کر، د غنمو په حاصل کې د دې زیاتوالی سبب ښودل شوی.
د همدې ادارې په وینا د غنمو په حاصلاتو کې د دې زیاتوالي سربېره سږ کال لا هم افغانستان شاوخوا د دوه میليونه میټریک ټنه غنمو واردولو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې WFP یا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه کم ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د معلوماتو لهمخې دا مهال د درې میليونو څخه د زیاتو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
افغان ابدالیانو د هانګ کانګ لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ
د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې نن سهشنبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د افغانستان الف لوبډلې د هانګ کانګ له ملي لوبډلې سره سیالي پیل کړې ده.
دغه سیالي چې د عمان په کوربهتوب د افغانستان په وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې ده، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې ونه کړای شول چې پوره شل اورونه ولوبوي، ټوله لوبډلې یې په ۱۹.۵ اورونو کې وسوځېده او ۱۳۱ منډې یې وکړې.
په نننۍ سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې یو وار بیا صدیق اتل نیمه سلیزه ووهله او ۵۲ منډې یې وکړې.
په نورو توپوهونکو کې کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې وکړې.
د هانګ کانګ لپاره په توپ اچونه کې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي انس خان ښه وځلېد، چې په ۳.۵ اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې او ۶ لوبغاړي یې وسوځول.
افغان لوبډله له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده، خو تر دې لوبې وروسته به څرګنده شي چې په اول یا هم دویم مقام کې پاتې کېږي.
د سمنګان-بغلان پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي
د سمنګان-بغلان پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د يو تن د مړينې او شپږ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني کورنیو رسنیو ته ویلي، د دوشنبې ماسپښین د سمنګان په رباطک سیمه کې یو فورتینر ډوله موټر چپه شو چې په کې يو ماشوم ساه ورکړې او د ښځو او ماشومانو په شمول شپږ کسان نور په کې ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
بريتانيا اوکراين ته ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي
بريتانيا اوکراين ته د نورو وسلو د پېرلو لپاره ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي.
د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي نن دا خبر په داسې حال کې اعلان کړ چې اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې د روسي ځواکونو د سختو بریدونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي او هره ورځ د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو د روسیې لهخوا هوايي بریدونه دوام لري.
چارواکو ویلي، په دې وروستیو بریدونو کې د روسیې پولې ته څېرمه په سویل ختیځ ښار سومي کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
هغه پیسي چې بریتانیا یې اوکراین ته ورکوي د هغو ۵۰ میلیاردو ډالرو پور یوه برخه ده چې تېر جون د جي۷ G7 یا د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو لهخوا اعلان شوی و.
دا پور باید په لوېدیځ کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د عایداتو له لارې تمویل شي.
د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره بهرنۍ سرمایه په لوېدیځ کې کنګل شوې ده.
آسټن: امریکا به کيیف ته هر هغه څه ورکړي چې اړتيا ورته لري
د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن د اوکراين چارواکو ته ويلي، هېواد به يې کيیف ته د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې هر هغه څه ورکړي چې اړتيا ورته لري.
د ازادي راډيو د خبر د مرکز له مخې، آسټن دغه څرګندونې د اکټوبر په ٢١مه کيیف ته له رسېدو وروسته وکړې.
په عین حال کې مسکو د اوکراین په ښارونو او د هغه هېواد زېربناو باندې د نویو بریدونو څپې پیل کړي دي.
ويل کېږي په دغو بريدونو کې زيات ملکي وګړي ټپيان شوي او د دغه هېواد مهم بنسټونه ويجاړ شوي دي.
منځني ختیځ ته د بلېنکن سفر؛ په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره نوې هڅې کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته تللی چې په غزه کې د اوربند د راوستلو لپاره نوې هڅې وکړي.
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه اوونۍ پاتې دي، بلېنکن د حماس د مشر یحیی سنوار وژل کېدل د اوربند لپاره یو نوی فرصت ویني.
حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
دا له تېر اکټوبر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د دغه جګپوړي امریکايي دیپلومات ۱۱م سفر دی.
انټوني بلېنکن د اګست په میاشت کې اسراییلو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې ممکن د امریکا په مشرۍ د اوربند د طرحې لپاره دا وروستی چانس وي.