د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

نړۍ

د روسیې لس پهلوانان د پاریس په المپیک سیالیو کې ګډون نه کوي

ارشیف
ارشیف

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون وايي، د روسیې لس تنه پهلوانان چې د پاریس په المپیک کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه، په دې المپیک کې له ګډون څخه ډډه کوي ځکه ځینې مخکښ روسي پهلوانان له هغې ډلې عبدالرشید سعدلایف چې د سروزرو دوه مډالونه لري او د ۲۰۲۳م کال د پهلوانۍ اتل زائور بېګ سیداکوف د دې لوبو له فهرست څخه حذف شوي دي.

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون پرون وویل چې د المپیک لوبو ته د لوبغاړو د غوره کولو په اړه د المپیک د نړیوالې کمیټې اصل ورته د منلو وړ نه دي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د پاریس په المپیک کې د خپلواکو لوبغاړو په توګه له ملي بیرغ او ملي سرودو پرته ګډون وکړي.

دوی ته به همداراز دا اجازه هم نه وي چې د لوبو د پرانیستونکو مراسمو په پرېډ کې ګډون وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې روسیه لومړی د ډوپنګ د تورونو او ورپسې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د غیرموجه یرغل له کبله له انزوا سره مخامخ ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین د ولسمشر: روسیه د شمالي کوریا پوځیان په جنګي سیمو کې ځای پرځای کوي

Russia Ukraine War
Russia Ukraine War

د اوکراین د ولسمشر وايي، روسیه غواړي چې د شمالي کوریا پوځیان سر له یکشنبې یا دوشنبې په جنګي سیمو کې ځای پرځای کړي.

ولودومیر زیلینسکي پر شمالي کوریا او روسیې د نړیوال فشار غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتو قوانینو ته درناوی وکړي.

د اوکراین پوځي استخباراتو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د اکټوبر په ۲۳مه د روسیې کرسک سیمې ته د شمالي کوریا پوځیان رسېدلې دي.

واشنګټن د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د شمالي کوریا درې زره سرتېرې په روسیه کې ځای پرځای شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وایي چې څېړونکي لا هم دا مسئله څاري او پيونګ یانګ به د دې پایلي وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.

لبنان کې د خبريالانو پر يوه مرکز د اسراييلو بريد؛ درې خبريالان وژل شوي

د رسنيو پر مرکز د اسراييلو بريد
د رسنيو پر مرکز د اسراييلو بريد

د لبنان دولتي اژانس خبر ورکړ چې، د هېواد په جنوب کې نن د خبریالانو پر یوه مرکز د بمبارۍ په ترڅ کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوې دي.

په بیروت کې مېشت المیادین تلوېزیون وویل، په وژل شویو کې دوه تنه د دوی همکاران دي.

المنار تلوېزیون بیا چې د د حاصبیا په سیمه کې د خپل یوه کمره‌مېن وسام قاسم د وژلو خبر ورکړ، دا تلوېزیون د حزب‌‌الله ډلې دی.

اسراییلي ځواکونو تر دې بمبارۍ مخکې د سیمې خلکو ته خبرداری نه و ورکړی.

د اوکراين پر دوو بېلابېلو سيمو د روسيې بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه ژوبل دي

اوکراين کې د دونڅيک سيمې يو انځور
اوکراين کې د دونڅيک سيمې يو انځور

اوکرایني چارواکو نن وویل چې، د اوکراین په دوو سیمو کې د روسیې په بمباریو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.

د اوکراین د ختیځ دونیڅک په سیمه کې روسي پوځیانو پر یوه پوسته‌خانه برید کړی، چې دوه کسان یې وژلي او درېیم یې ټپي کړی دی.

د دې سیمې والي وادیم فلاشکین وويل، روسانو یو ځل بیا عمدا ملکي تاسیسات، یوه پوسته‌خانه او اداري ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د خرسون والي الکساندر پروکودین بیا نن په ټلېګرام کې لیکلي دي، د خرسون په جنوبي سیمه کې د خرسون ښار په ګډون په اووه ویشت سیمو د روسیي ځواکونو د درنې بمبارۍ په ترڅ کې پنځه ملکیان ټپيان شوي دي.

پروکودین زیاته کړه چې روسیي پوځیانو، زېربناوې او د استوګنې سیمې په نښه کړې دي.

خيبرپښتونخوا کې د پاکستان ملېشه ځواک لس غړي وژل شوي

پاکستان کې د يو پوځي انځور
پاکستان کې د يو پوځي انځور

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د حکومتي ملېشه ځواک پر پوستې په برید کې لږ تر لږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو په قول وویل، برید تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

امنیتي چارواکي وايي، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او دې ته په کتو چې د ټپیانو حال نازک دی، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

پرون د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې، د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې یې د ټي‌ټي‌پي د یوه قوماندان او دوو ځانمرګو په شمول ۹ غړي وژلي دي.

د روسیې ولسي جرګې له شمالي کوریا سره د ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب کړ

دا تړون د سږکال په جون میاشت کې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته د ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال لاسلیک شو
دا تړون د سږکال په جون میاشت کې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته د ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال لاسلیک شو

دا تړون له شمالي کوریا څخه د "پوځي مرستې د ترلاسه کولو" امکان برابروي او د اوکراین په جګړه کې د درېیم هېواد د ګډون احتمال زیاتوي.

دا تړون چې د پنج‌شنبې په ورځ (د لړم په درېیمه نېټه) د دوما له‌خوا تصویب شو، د سږکال په جون میاشت کې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته د ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال لاسلیک شو او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته نوی ځواک ورکړي.

د دې تړون د یوې مادې له‌مخې، که چېرې له دواړو څخه پر یوه برید وشي او په جګړه کې ښکېل شي، بل هېواد باید په فوري ډول له ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستو یې مرسته وکړي.

لا څرګنده نه‌‌ده چې دا ماده به څنګه تفسیر شي، خو جنوبي کوریا او متحده‌ایالتونو په‌‌دې وروستیو کې اعلان کړی، چې شواهد ښيي چې د شمالي کوریا عسکر په روسیه کې شته او داسې ښکاري چې دغه ځواکونه د روزنیزو تمرینونو په ترسره کولو بوخت دي.

انتوني ګوتېريش اوکراين کې د عادلانه سولې غوښتنه وکړه

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د ملګروملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د ملګروملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش

د ملګروملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر ۲۴مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې په وینا کې په اوکراین کې د عادلانه سولې غوښتنه کړې ده.

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې دوه کاله کېږي.

ګوتېریش د روسیې په کازان ښار کې د برېکس سرمشریزې په وروستۍ ورځ په خپلې وینا کې په غزه کې د اوربند او د حماس وسله‌والې ډلې له بنده د اسراییلي برمته‌و د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله‌واله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

د ملګروملتونو سرمنشي په لبنان کې د جګړې د درېدو غوښتنه هم وکړه.

ګوتېریش وویل، د ملګروملتونو د منشور، د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه‌لیک او د نړیوال قانون پر بنسټ، په اوکراین کې یوې عادلانه سولې ته اړتیا ده.

د هغه په خبره، ټولو هېوادونو ته لازمه ده، چې د نورو هېوادونو سیاسي خپلواکۍ او تمامیت ارضي ته احترام وکړي.

د نړۍ مشرانو په‌دې ناسته کې په لبنان او غزه کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه.

د فلسطين روغتيايي چارواکي: غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييلو بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي

غزه کې پر هغه ښوونځي د اسراييلو بريد چې بې‌ځايه شويو پناه په‌کې اخيستې وه.
غزه کې پر هغه ښوونځي د اسراييلو بريد چې بې‌ځايه شويو پناه په‌کې اخيستې وه.

د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د اسوشیټد پریس خبري اژانس د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، بې‌‌ځایه شویو په‌دې ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.

دا برید په‌‌داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، اسراییلو د حماس د ځپلو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی او په راتلونکو ورځو کې به د اوربند او د برمته‌شویو اسراییلو د خلاصون خبرې بیا پیل کړي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس وسله‌‌واله ډله د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

د اسوشیټدس پریس په راپور کې د روغتون د چارواکو په حواله راغلي، په‌دې برید کې ۲۴ کسان ټپيان شوي او په وژل شویو کسانو کې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.

اسراییلي ځواکونو د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په‌‌دې برید کې یې د حماس وسله‌‌وال په نښه کړي وو.

د امريکا دفاع وزير خپل اسراييلي سيال ته: د لبناني سرتېرو او د سوله‌ساتو له وژنې ډډه وکړئ

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین
د امریکا دفاع وزیر لوید آستین

پنتاګون اعلان کړی چې، د امریکا دفاع وزیر لوید آستین، خپل اسراییلي سيال ته ویلي چې، واشنګټن د لبنان د پوځ پر ځواکونو د برید په اړه اندېښنه لري او اسراییل باید داسې اقدامات وکړي چې، د لبناني سرتېرو او په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله‌ساتو امنیت ډاډمن کړي.

د پینتاګون د بیان له‌‌مخې، ښاغلي آستین د چهارشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې له یوآو ګالانت سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن د بیت حانون له لارې شمالي غزې ته د بشري مرستو د رسېدو هرکلی کوي او له اسراییل یې غوښتي، چې په‌دې سیمه کې د سخت بشري وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

درې لبناني سرتېري د یک‌شنبې په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسراییل په برید کې ووژل شول.

اسراییل چې وایي یوازې د حزب‌الله وسله‌والې ډلې سره په جګړه کې دی او نه د لبنان له پوځ سره، د دې درېیو سرتېرو د وژلو له امله يې بښنه غوښتې ده.

په لبنان کې د ملګروملتونو سوله‌‌ساتونکو هم راپور ورکړی چې، څو ځلې پرې اسراییل بریدونه کړي.

خو اسراییل، ملګروملتونو ته ویلي چې، په‌دې پیښو کې له مبالغې کار اخیستل شوی دی.

هګاري: د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې لبنان ته داخل شوي

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري
د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري

د اسراییل د پوځ ویاند وایي چې د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي چې د حزب‌الله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته وکړي.

دانیل هګاري زیاته کړه چې اسراییل په بیروت کې د ایران په سفارت کې د سپاه پاسداران دغه افسران، چې له حزب‌الله په راکټي او ډرون بریدونو کې مرسته کوي، څاري.

نوموړي تېره شپه له العربیه تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزب‌الله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چې حزب‌الله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.

دانیل هګاري همداراز وویل چې د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کې د حزب‌الله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چې ډېری یې د قوماندې د کچې غړي او جګپوړي کسان وو، له منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کې وي او که د جګړې په میدانونو کې، ګوزار ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په لبنان کې د حزب‌الله غړي د باوري راپورونو پر بنسټ تعقیب او په نښه کېږي.

په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

په پاکستان کې سږ کال د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې تازه پېښه د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې ثبت شوې ده.

دا په روانه اوونۍ کې د پولیو اوومه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبت کېږي.

د سږ کال له پیله تراوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ۴۰ پېښې ثبت شوي چې ۲۰ په بلوچستان، ۱۲ په سند، ۶ په خیبرپښتونخوا، یوه په پنجاب او یوه په اسلام‌اباد پورې تړاو لري.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ویروس په‌کې محوه شوی نه دی.

په افغانستان او پاکستان کې هرکال د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینون ترسره کېږي، خو دا ډاډ نشته چې ټول ماشومان دې واکسین شي.

په افغانستان کې سږ کال تر دې دمه د پولیو ۲۲ پېښې ثبت شوي چې دا په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG