د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

نړۍ

د پاکستان په کراچۍ کې پرله‌پسې تودوخې له ۵۰ ډېر کسان وژلي

د پاکستان یوه روغتون کې د تودوخې له کبله بستر شوي کسان تر درملنې لاندې دي.
د پاکستان یوه روغتون کې د تودوخې له کبله بستر شوي کسان تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرله‌پسې تودوخې له پنځوس ډېر کسان وژلي دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاندې سمیې سعید ویلي چې دا کسان په تېره یوه میاشت کې د تودوخې له پیله جل وهلي دي.

د تودوخې د دې څپې په نتیجه کې د روغتیايي چارواکو او د ژغورنکو ډلو په وینا روغتونونه له ناروغانو او سړې خونې له مړیو ډکې شوې دي.

د کراچۍ د جناح روغتون ویاند حس علي د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې پرون د جولای په درېیمه، چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۵۵ درجو واوښته، دې روغتون ته نوي جل وهلي کسان راوستل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د فرانسې د عمومي ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ کیڼ اړخی ایتلاف تر نورو مخکې دی

په عمومي ټاکنو کې د کیڼ اړخو ایتلاف تر مخکې کېدو وروسته د هغوی د پلویانو خوشحالي.
په عمومي ټاکنو کې د کیڼ اړخو ایتلاف تر مخکې کېدو وروسته د هغوی د پلویانو خوشحالي.

د فرانسې د عمومي ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د کیڼ اړخو ایتلاف په غیر متوقع ډول له نورو څخه مخکې دی.

په دې توګه د ښي اړخي افراطي ګوند مشره مارین لوپین د کیڼ اړخي ایتلاف څخه وروسته پاتې ده.

اوس که دا نتیجه وروستۍ شي، دا به د فرانسې پارلمان په درېیو لویو ډلو وویشي چې مختلف نظریات تعقیبوي.

تر پرون ماښام د جولای په اوومه، تمه کېده چې کیڼ اړخي ایتلاف به د ۱۷۲ او ۲۱۵ ترمنځ څوکۍ وګټي.

تمه کېږي چې د ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ مرکزي ایتلاف به ۱۸۰ څوکۍ وګټي.

د ښي اړخه ګوند مشره مارین لو پین، چې تمه کېده د سږ کال ټاکنې به وګټي، په درېیم ځای کې راغلې.

د اروپا د ملتونو فوټبال جام؛ نیمه پایلوبې پیلېږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې د اروپا د ملتونو د جام نیمه پایلوبې سبا د جولای ۹مه پیل شي.

په لومړۍ لوبه کې به هسپانیا له فرانسې سره مخ شي.

د دې لوبې ګټونکی به وروستي پړاو یا فاینل ته لار ومومي.

هسپانیا د جرمني په وړاندې په بریا سره نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې او فرانسې هم پرتګال ته ماته ورکړې ده.

انګلستان به په دوهمه نیمه پایلوبه بله ورځ له هالنډ سره لوبه کوي.

د اروپا د ملتونو جام فاینل د یکشنبې په ورځ جولای ۱۴مه د برلین د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د اروپا د ملتونو په جام کې د فوټبال د نړیوال جام برعکس د درېیم مقام د ټاکلو لپاره لوبه نه کېږي.

د "پي‌ټي‌ایم" یو مخکښ غړی "ګیله‌من وزیر" په اسلام‌اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري ټپي شوی

ګیله‌من وزیر
ګیله‌من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" یو مخکښ غړی او منتقد شاعر ګیله‌من وزیر د یکشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ځینو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي چې ګیله‌مان د اسلام اباد په ډي سکټور سیمه کې د چړې په ګوزارونو سخت ټپي او روغتون ته وړل شوی دی.

لا رسماً چارواکو د ګیله‌من وزیر د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له هغې ډلې سهېل نور خان په خپله ایکسپاڼه تور لګولی چې پر ګیله‌من او زکیم خان باندې د ازاد خان انور په نوم د تحریک انصاف ګوند یوه غړي او د هغه کسانو برید کړی دی.

ګیله‌من وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پښتین له نږدې ملګرو دی څو میاشتې د پاکستان امنیتي ادارو بندي او د راپورونو له مخې شکنجه کړی و.

د پښتون ژرغونې غورځنګ یو مخکښ غړی "ګیله‌من وزیر" نامعلومو کسانو سخت ټپي کړی

ګیله‌من وزیر
ګیله‌من وزیر

د پښتون ژرغونې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" PTM یو مخکښ غړی ګیله‌من وزیر نامعلومو کسانو سخت ټپي کړی دی.

په نوموړي دغه برید د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد د بي۱۷ B17 په نامه ښارګوټي کې نن مازدیګر ناوخته شوې ده.

"پي‌ټي‌ایم' او د اسلام‌اباد پولیسو په دې اړه تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویليو خو ګیله‌من وزیر ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه اوسمهال د اسلام اباد په "پي‌آی‌ایم‌ایس" روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

سرچینه وایي، لا معلومه نه ده چې پر ګیله‌من وزیر دا برید چا کړی دی، خو هغه تر دې څو میاشتې مخکې هم نامعلومو کسانو بندي کړی و.

نوموړي له راخلاصېدو وروسته ادعا کړې وه چې د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او سخت شکنجه کړی دی.

ګیله‌من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په ټولنیزو رسنیو د پاکستان ضد څرګندونو او پښتنو ته د حق غوښتلو له کبله مشهور دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې همدا نن د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان د پوځ له لورې د "عزم استحکام " پوځي عملیاتو په غبرګون کې د پراخه لاریونونو خبر ورکړی دی.

فوټبال؛ انګلستان او نیدرلینډ نیمه پایلوبې ته ووتل

نیدرلینډ له سیالۍ یو انځور
نیدرلینډ له سیالۍ یو انځور

د یورو جام د کوارټرفاینل په پړاو کې تېره شپه د جولای په ۶مه نېټه لومړۍ سیالي د انګلستان او سویس ترمنځ ترسره شوه چې د پينالټي شوټونو په پړاو کې انګلستان وګټله.

د یادې سیالۍ د دویمې نیمايي په پينځه اویایمې دقیقې کې سویس لومړی ګول ترسره کړ او انګلستان بیا په اتیایمه دقیقه کې د مساوي ګول وواهه.

یاده سیالي د لوبې تر ټاکلي او اضافي وخته پورې مساوي روانه وه چې بلاخره د پینالټي شوټونو په وسیله انګلستان ۵ـ۴ وګټله.

دغه راز د ورځې بله منځلوبه د ترکیې او نیدرلینډ/هالنډ ترمنځ ترسره شوه چې ۲ـ۱ نیدرلینډ وګټله.

که څه هم د دې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې ترکیې ګول وهلی و، خو نیدرلینډ په دویمې نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او نیمه پایلوبې ته ووتل.

ټاکل شوې ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د جولای په ۹مه نېټه د هسپانیې او فرانسې ترمنځ پیل شي او دویمه نیمه پایلوبه به د انګلستان او نیدرلینډ ترمنځ د جولای په ۱۰مه نېټه وي.

د ویلو ده چې د یورو جام پایلوبه د جولای په ۱۴مه نېټه د جرمني په برلین ښار کې ترسره کېږي.

حماس د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو پیل لپاره د امریکا وړاندیز ومانه

حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۸مه یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي.
حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۸مه یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي.

حماس ډلې، د سرتېرو او نارینه‌وو په ګډون د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو د پیل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو وړاندیز ومانه.

ویل شوي دغه یرغمل شوي کسان به د هغې موافقې چې په غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره ده، تر لومړي پړاو ۱۶ ورځې وروسته خوشې کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس یوه لوړرتبه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د شنبې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.

حماس ډلې له خپلې هغې غوښتنې تر شا شوې چې لومړی یې له اسراییل غوښتي وو د موافقې تر لاسلیک مخکې د دایمي اوربند ژمنه وکړي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د ټینګښت لپاره له نړیوالو هڅو خبر و، ویلي که اسراییل یې ومني، د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا وړاندیز ښايي د یوې موافقې چوکاټ ته زمینه برابره کړي چې په مرسته یې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ نهه میاشتنۍ جګړه ختمه شي.

اوکرایني چارواکي: د روسیې د توپونو په ډزو درې ملکیان وژل شوي

چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.
چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.

د اوکراین چارواکي وايي، پرون شنبه د دغه هېواد پر یوه جنوبي سیمه د روسیې د توپونو په ډزو درې ملکیان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.

د جنوبي سیمې خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، ماښام مهال د توپونو په ډزو بل کس د خرسون د جنوب په یوه کلي کې ووژل شو.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه ادعاوې په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

د اروپا د ملتونو جام؛ انګستان سویس ته ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووت

د انګلستان د فوټبال ملي لوبډله
د انګلستان د فوټبال ملي لوبډله

د اروپا د ملتونو د جام د ۲۰۲۴م کال د لوبو په لړۍ کې تېره شپه انګستان سویس ته ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووت.

دا دوه لوبډلې تېره شپه د جرمني په دوسلدورف ښار کې سره مخامخ شوې.

دواړه لوبډلو په قانوني او اضافي وخت کې لوبه ونه ګټله، خو د پنالټي په شوټونو کې انګلستان د درېیو پر وړاندې په پنځو ګولونو ګټونکی شو او نیم پایلوبې ته ووت.

د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې بله لوبه تېره شپه د برلین د المپیک په سټوډیوم کې د ترکیې او هالنډ ترمنځ وه.

دا لوبه دوه-د یو پروړاندې د هالنډ په بریا سره پای ته ورسېده او په دې توګه هالنډ نیم پایلوبې ته ووت.

د اروپا د ملتونو د جام لوبې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د جون له څوارلسمې څخه د جرمني په لسو ښارونو کې پیل شوې دي، د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

د روسیې لس پهلوانان د پاریس په المپیک سیالیو کې ګډون نه کوي

ارشیف
ارشیف

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون وايي، د روسیې لس تنه پهلوانان چې د پاریس په المپیک کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه، په دې المپیک کې له ګډون څخه ډډه کوي ځکه ځینې مخکښ روسي پهلوانان له هغې ډلې عبدالرشید سعدلایف چې د سروزرو دوه مډالونه لري او د ۲۰۲۳م کال د پهلوانۍ اتل زائور بېګ سیداکوف د دې لوبو له فهرست څخه حذف شوي دي.

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون پرون وویل چې د المپیک لوبو ته د لوبغاړو د غوره کولو په اړه د المپیک د نړیوالې کمیټې اصل ورته د منلو وړ نه دي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د پاریس په المپیک کې د خپلواکو لوبغاړو په توګه له ملي بیرغ او ملي سرودو پرته ګډون وکړي.

دوی ته به همداراز دا اجازه هم نه وي چې د لوبو د پرانیستونکو مراسمو په پرېډ کې ګډون وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې روسیه لومړی د ډوپنګ د تورونو او ورپسې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د غیرموجه یرغل له کبله له انزوا سره مخامخ ده.

کرکټ؛ زمبابوې هندوستان ته ماتې ورکړه

د زمبابوې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د زمبابوې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې هندوستان ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.

د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه په هرارې کې هند د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

زمبابوې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۵ منډې وکړې.

هندوستان د یاد هدف په تعقیب په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۰۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د زمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا، چې په دې لوبه کې یې ۱۷ منډې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې دوه نورې شل اوریزې سیالۍ د جولای په ۷مه او ۱۱مه نېټه ترسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG